د استانبول د اتاترک په هوایي ډګر کې الوتنې ته انتظار وم. الوتکه څلور ساعته وروسته کابل ته تله. په دې میدان کې چوکۍ لږې دي نو یو ځای د دیوال څنګ ته پر مځکه کښیناستم. خلکو ته مې کتل. د اتاترک هوایي ډګر د ختیځوالو او لویدیځوالو یو مرکز ښکاري، هم پکې حجاب خلکو اغوستی، هم پکې د کرسمس ونې ولاړې دي او هم پکې خلک په اروپایي جامو کې ګرځي. خو چې ورته کتل مې، د ږیر خریلو او ږیر پرې ایښو ډلې بیلې وې
په دغو خلکو کې دوه تنه داسې نه وو، یو سړی چې لوی صلیب یې په غاړه و له یوه ږیرور سره چې عربي اوږد کمیس یې اغوستی و یو ځای روان و. دوی څو ځله زما مخې ته تیر بیرشول.
زه په ناسته ستړی شوم. راولټیدم. کتابپلورنځي ته ورغلم. کتابونه مې کتل. یو اړخ المارۍ انګلیسي لنډې کیسې او ناولونه وو. پر څنګلورې المارۍ یې مراجع لیکلي وو.
هلته هغه جوړه، د صلیب سړی او ږیرور هم ولاړو ول. دوی په انګریزي غږیدل. ږیرور په الماري کې یوه کتاب ته لاس ونیو، په لوړ غږ یې وویل:
– دغه دی په انګلیسي ژبه قرانکریم
د صلیب سړي د قرانکریم ترڅنګ د انجیل کتاب راواخیست. ږیرور قران شریف ته لاس ورټیټ کړ، خو لاس یې د صلیب له وال سره ولګید او قران شریف یې له لاسه ولوید. په لوړ غږ یې د صلیب وال ته وویل:
– احمقه ړوند یې
د صلیب وال له دوکانه ووت. ږیرور ځای پرځای ودرید.