ژان ژاک روسو د ۱۷۱۲ زېږدیز کال د ژنیو ښار په غریبه کورنۍ کې سترګې دې فاني نړۍ ته پرانیستي.

د ژوند دومره شېبې یې نه وې وتلې، چې مور یې مړه شوه له ډېرو دردونو او غمونو سره سره یې خپل پلار هم له لاسه ورکړ، چې سرپرستي یې ترور سوزان ته ور ترغاړې شوه او په ډېرې سختۍ یې هاغه لوی کړ.

د کوچني راسل شتون چې د ده احساسات یې پیاوړي کړل او په هماغه وخت یې پر مطالعې او څو نمایش نامو او کتابونو لیکلو پیل وکړ.

په ۱۷۲۸ زېږدیز کال د لامبرسیه په نوم د یو کشیش په خدمت لګیا شو چې دې کشیش دی چمتو کړ، چې زده کړې وکړي او له څه مودې وروسته د کشیش په خور مین شو.

ده په ځوانۍ کې زده کړو ته ډېر پام ونه کړ؛ خو د یو خاص ذوق او هڅاندو کسانو له ډلې شمېرل کیدای شو،مګر له غرور او تیزۍ یې ساری نه لیدل کیده.

دې ناڅاپې او ژر مینې دی دېته اړ کړ چې نورو سره هم د مینې تارونه وغځوي چې ددې کار له امله یې اثار د ځینو څیړونکو له خوا په یوډول جنسي تمایلاتو ډک وبلل شول.

د یو څه وخت وروسته د ساووا ایالات ته لاړ او هلته په ډېرو عادي کارونو ( کارګرۍ) بوخت شو.

د هغه عجبه خوی لیون، سوزان او پاریس ته بوته  خو بیا هم په هر حال کې د سوزان د څار او سرپرستۍ لاندې و.

هغه یو ناڅاپه په ۱۷۴۱ زېږدیز کال پاریس ته لاړاو دهغې سیمې د نوموتو خلکو سره یې اشنايي پیدا شوه. هغه مهال د یو څه وخت لپآره په ونیز کې د فرانسې د سفیر منشي پاتې شو او خپل لومړنی اثر یې په ۱۷۶۱ زېږدیزکال د (( نوی هلوئیز)) کتاب ولیکه.

بیا یې دایرت المعارف په لیکلو کې د سترو پوهانو منتسکیو، بوفون او ولتر سره ګډ شو چې د فرانسې حکومت او کلیسا اربابانو دهغه د نیولو امر وکړ، ځکه په دایرت المارف کې  د روان او نوې فلسفې برخې راخېستل شوې وې.

روسو په  ۱۷۴۹ زېږدیز کال د (( ویژن فرهنګستان)) دسیالۍ ګټونکی شو چې سخت شهرت یې وروبخښه بیایې د یوشمېر نورو کتابونو په لیکلو لاس پورې کړ لکه: ټولنیزقرادادونه او اعترافونه.

او همداراز یې د روزنې په برخه کې یو ډېر مهم اثر د ((امېل )) په نوم ولیکه.

ده  د انسان خوشبختي په طبعیت او قانون مندۍ کې بلله او د انسان په پرمختګ یې باور نه لره او د نوي تمدن د پرمختګ او ځلیدو سره سخت مخالف و.

دفرانسې حکومت د ده د دوو خپرو شوو کتابونو (( ټولنیز قراردادونه)) او ((امېل)) خپرېدو سره سخت غبرګون وښود، خو بیا هم هغه په هالېنډ کې هغه چاپ کړل چې له دې سره یې د فرانسې په فرهنګ  یو نوی رنګ وشینده.

د ژان ژاک روسو نور اثار دادي:

((د صنایع علومو په اړه وینا))

((د هئیت په اړه))

((له غرونو لیکونه))

((د موسیقۍ فرهنګ))

(( د نه  برابروالي سرچینه ))

ژان ژاک روسو په ۱۷۷۸ زېږدیز کال له نړۍ لاړ او ۶۶ کلونه یې په دې نړۍ اب دانه وخوړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *