اوس هغه وخت تللی چې به د چا ښه نه یادېده او که یادېده به هم هغه برخې به یادېدې چې تر ډېره ترې شخصي ګټه کېده او یا لاسته راتله. خو د زمان په تغیير سره دا ستونزې کمې شوي که نورو رسېدلو ټولنو پسې نه رسو، خو پسې روان یو.

که په فکري او علمي مجلسونو ور برابر شئ د ځوانو لیکوالو او ژباړونکو د لاسته راړونو او ستاینو به حتماً واورئ. په ټوله کې به یې د هڅو ستاینې کېږي، خو یوه نیمه نیوکه  به په لیکوالۍ کې د کیفیت په تړاوو اورئ او یوه بله به د نا کره ژباړو په اړه هم کېږي.

زه دا څو وروستي کلونه چې له ملګرو سره په ناستو، غونډو، لېدونو کې اورم او ګورم ټول وېښ ښکاري. که یوه لیکنه کېږي تر ټولو رسيدل خو یې اسان دي، خو دا چې اوس یې ټول په غور لولي، ستاینې کوي او په ځینو برخو کې پرې د سمون لپاره بحث کېږي ډېر مخ کېږم.

  او دا نو خوشالونکې خبره ده، ځکه چې پر یو څه بحث ونه شي، ونه شنل شي، مثبت او منفي اړخونه یې روښانه نه شي په راتلونکي کې د هغه ستونزې د ورکېدای او منځه تلو لپاره به مو خپل مسوولیت چې څومره تر غاړې دی نه وي اخیستی.

هغه بله ورځ هم له ملګرو سره مخ شوم چې د یو ځوان ملګري د ادبي او فرهنګي چوپړ یادونه او ستاینه وشوه، خو په ورستیو کې مې یوه خبره دا هم تر غوږه شوه چې ملګری په وروستیو کې هوايي شوی او ژباړې یې بې خوندې شوي.

دوی رښتیا ویل، د وخت په تېریدو سړی په ناپامۍ او یا هم د ځینو شخصي او نمایشي کارونو ښکار کېږي. د دې لپاره چې نوم یې هر ځای کې یاد شي په زیات کمیت ټېنګار یې کیفي برخه ور خرابه وي.

له یوه ملګري مې اورېده چې یوعلمي اثر یې په نېږدې دوه نیمو اونیو کې را ژباړلی. بیا مې د معلومات لپاره هغه کتاب پیدا کړ نېږدې لیکوال یې په دې څېړنې پسې یو نیم کال زحمت ګاللی و او پس له ډېرو ستړیاوو یې دا اثر ټولنې ته د لوست لپاره وړاندې کړی و.

 له ځانه سره مې ویل چې د یوه نیم کال هڅې او لیکوالي به څنګه په سمه توګه د دوه نیمو اونیو په ژباړې سره زموږ په درد وخوري. یعنې له لیکوالۍ یا د کتاب لیکلو څخه د کتاب ژباړل ستونزمن وي، ځکه لیکوال یو څه په ذهن لري، ګوري یې، لټوي یې او بیا پرې له ډېر سوچ او غور وروسته د قلم نوکه توروي، نو زه چې د بل فکر په خپل قلم کوم،  بیا خو په کار ده چې پوره خواري وکړم، که زیاتې نه وي د لیکوال د لیکوالۍ ورځې خو په ژباړې تېرې کړم.

او که داسې ونه کړم وبوله چې ستړیا به مې ځای ونه نیسي او هسې به مې تور توري کښلې وي او دا له څو اړخه د خپلې ژبې خدمت نه، بلکې په زوره خپله ژبه له نورو پاتې او کندې ته غورځول دي.

اوس که موږ لیکوالي کوو او غواړو چې ځای ونیسي، مثبتې اغېزې وشیندي او د خپلې خوارې ژبې د بډاینه یو قدم شي، پکار ده د کمیت ترڅنګ کیفیت ته یې پوره پاملرنه وشي، هغه خبره مې اوس په را زړه شوه چې یکه باشه تکه باشه، نو یوه لیکنه دې ولرو، یوه ژباړه دې وکړو، خو کره  او سمه دې وکړو.

ذبیح الله رحیمزی/ جلال آباد

د سیپټمر۱۲، ۲۰۱۵

One thought on “ژباړونکي دې د دواړو ژبو خیال وساتي/ ذبیح الله رحیمزی”
  1. رحمیزی صیب همداسې ده، ښې نکتې ته مو اشاره کړې… که څه هم د ژباړې ستونزې تر یوه بریده سلیقوي وي، د جملو جوړښت او د دقیق مفهوم اخیستل او لوستونکی ته یې وړاندې کول خورا مهم دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *