داڅرګندونې  لغمان والي عبدالجبار نعیمي د بادپښ ولسوالۍ د بېلابېلو قومونو له مشرانو سره ناسته کې داسې مهال وکړي چې په ولایتي شورا کې دخلکو استازي هم ورسره ول ، پيل کې مشرانو دلغمان ولایت مقام مشرتابه سره دیادې ولسوالۍ ، سیمې او خلکو ستونزې او اړتېاوې شریکې کړي او غوښتنه يې وکړه چې تر هرڅه لومړی دې ددغې ولسوالۍ دمیشتو ولسونو ته دبرښناشبکه وغځیږي.

قومي مشرانو همداراز بادپښ ولسوالۍ ته دښوونې،انکشاف او زراعت په سکتورونو کې هم د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه او له ولایت مقام يې وغوښتل چې ددغې ولسوالۍ ښوونیز،روغتیا يي،انکشافي او زراعتې ودې ته اساسي پاملرنه وشي او هم دې په بادپښ ولسوالۍ کې د پاکو اوبو د منظم سیستم دجوړولو په برخه کې اړینې اسانتیا وې رامنځته کړي.


لغمان والي عبدالجبار نعیمي بیا ددوی سره ډاډ ورکړه که ولسونه ورسره تعهد وکړي او بیارغنیز انکشاف ته زمینه برابره کړي نو په بادپښ ولسوالۍ کې به ګڼې بنیادې پروژې پيل کړي،ښاغلي نعیمي همداراز دوی ته په اشارې وویل،ژر به دمهترلام بادپښ ولسوالۍ ترمنځ دغځیدلې سرک د اساسي حوړیدو کار پيل شي او د شهیدانو تر بادپښ ولسوالۍ پورې دغځیدلي ۱۶ کیلومتره سرک لومړۍ تخنیکي سروې به ترسره او وروسته به د اساسي جوړیدو کارونه پيل شي.


ښاغلي نعیمي ددې ترڅنګ مشرانو ته ډاډ ورکړ چې دپاکو اوبو دمنظم سیستم د جوړولو لپاره يې په دغه ولسوالۍ کې د ژورو(۶) څاګانو پروژه منظوره کړي او ژر به يې دکیندلو کارونه پيل شي.نوموړي د زراعت، روغتیا او ښوونې سکتورونو پياوړتیا او د دغې وسلوالۍ میشتو ولسونو ته دبرښنا رسونه خپل کاري لومړیتوب یاد کړ او له خلکو يې وغوښتل چې په سیمه کې دمتوازن انکشاف پروژو ته دتطبیق زمینه برابره کړي ،ترڅو هلته د ولسي هوساینې او پرمختګ لپاره بنیادي ګامونه واخیستل شي.
۲۵ /۲ /۱۳۹۵
دلغمان ولایت  د رسنیو او اړیکو دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *