تاند- له (ایم آی ټي) پوهنتون سره یوې اړوندې کمپنۍ بې چلوونکي میني بسونه یا وېګنونه جوړ کړي او په لنډ وخت کې به په نیویارک او کلیفورنیا کې ورڅخه کار واخیستل شي.

دا میني بسونه به، چې (Optimus Ride) نومېږي، په لومړي پړاو کې د یوه صنعتي او تحقیقاتي پارک کارکوونکي د کار ځای ته رسوي.

په دغه پارک کې، چې څو هکتاره لوی دی، ټولټال ۹۰۰ تنه کار کوي.

تر دې مخکې له بې چلوونکو بسونو څخه په سویډن، سینګاپور او فینلنډ کې کار اخیستل شوی و.

د ایم آی ټي پوهنتون میني بسونه به د سږ کال په دوبي یا د کال په دوهم فصل کې رسماً کار پیل شي.

له دې میني بسونو څخه به دغه راز د نیویارک او کلیفورنیا په یو شمېر ښارونو کې د سپرلیو د وړلو – راوړلو لپاره کار واخیستل شي.

ټاکل شوې ده چې (Optimus Ride) میني بسونه په کلیفورنیا ایالت کې د املاکو د معاملو یو شمېر ادارې واخلي چې د هغو په وسیله د کورونو او اپارتمانونو پېرودونکي کورونو او اپارتمانونو ته ورسوي.

ویل کېږي چې په دغو میني بسونو کې له ۴ تر ۶ کسان ځاییږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *