تاند- د افغانستان د حکومت سرچینې وايي چې د دوو برخو یعني امنیتي او اقتصادي چارو وزیران به د لندن تر کنفرانس مخکې معرفي شي.

د عبدالله عبدالله ویندویان وايي چې اجرايي رييس له ولسمشر منظمې غونډې کوي او د کابینې د وزیرانو د معرفي کولو په باب ورسره خبرې کوي.

ولسمشرغني د لوړې په مراسمو کې ویلي و چې په ۴۵ ورځو کې به نوې کابینه معرفي کړي خو اوس له هغې نېټې پنځه ورځې اوښتي دي.

خو اوس هڅه روانه ده چې د اقتصاد، مالیې، سوداګرۍ، کورنیو چارو او دفاع وزیران معرفي شي. دا هغه وزارتونه دي چې دواړو خواوو په موافقې کې یاد کړي وو. د اشرف غني او عبدالله عبدالله له موافقې سره سم دا وزیران باید دواړه خواوې نیم په نیمه معرفي کړي.

دا وزیران به د لندن تر کنفرانس مخکې معرفي شي. د لندن کنفرانس د راتلونکې دسمبر په لومړیو کې جوړېږي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړي وايي چې سرپرست وزیران باید تر دوو میاشتو زیات په دنده پاتې نه شي ځکه چې له قانون سره سم وزیران یوازې دوه میاشتې سرپرستي کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *