د۲۰۱۴ کال د پيل په لومړۍ اونۍ کې به په ټول هېواد کې د ټاکنو څخه د عامه پوهاوي دویم سراسري کمپاین پیل شي.
دا خبر د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارلانشاء ریس ضیاءالحق امرخیل راتلوونکو ټاکنو ته د چمتوالي په موخه ولایتي مسولینو ته په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وکړه.
ښاغلي امرخیل د۳۴ ولایتونو مسولینو او دکمېسیون غړو سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې د ۳۴ ولایتونو مسولینو د څلور ورځني ورکشاپ داساسي موخو څخه ولایتي مسولین چې په ولایتونو کې دکمېسیون باصلاحیته استازي دي د راتلوونکو سرنوشت سازو ټاکنو ته چمتوالي او دیو قوي تعهداو تیرو تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره دوۍ ته دنوو تصویب شوو لایحو او طرزالعملونو څخه اګاهۍ ورکول، د ټاکنو څخه دولسونو او په ځانګړي ډول د میرمنو دسم پوهاوي په اړه دعامه پوهاوي دویم کمپاین پيلول، درایې ورکونې او رایې شمېرنې دنوو میتودونو څخه خبرتیا، د وړو موقتو کارکوونکو ګومارنې او روزنې دطرزالعملونو، په ناامنه سیمو کې د ولایتي مسولینو او امنیتي ارګانونو سره دغوره امنیتي تدابیرو او موادو انتقال په اړه ګډه همغږي، په کمېسیون باندې په تیرو ټاکنو کې د زیانمن شوي اعتبار یوځل بیا خپلول او په ساحه کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته هر ډول تخنیکي او لوجستیکي چمتوالی او تدابیرو څخه درست مدیریت دورکشاپ اساسي هدفونو څخه یاد کړل.
ښاغلي امرخیل د۲۰۱۴ کال ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ته دامنیتي ننګونو وروسته مهمه ننګونه د ټاکنو په اړه په لرې پرتو سیمو کې دخلکو درست پوهاوي نشتوالی دی چې همدې تشې ته په کتو پلان لري چې دجنورۍ په لومړۍ اونۍ کې دټول هېواد په کچه دعامه پوهاوي دویمه لړۍ د نژدې (۱۵۰۰) تنو نارینه او ښځینه مبلیغینو په استخدام سره پیل کړي.
یاد کنفرانس ته د ټاکنو دکمېسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي وویل دکمېسیون نوي رهبري دشفافو او سراسري ټاکنو په موخه په خپلو ژمنو ولاړه ده او له ولایتي مسولینو څخه یې غوښتنه وکړه چې دټاکنو دموقت کارکوونکو په استخدام کې وړ او صادق کسان وګوماري، نوموړي وویل دټاکنو د مهمې ننګونې ناسمو امنیتي حالاتو د ارزونې په موخه یې ولایتي سفرونه پیل کړي دي او هڅه کوي دولایتونو په کچه دغه امنیتي همغږي پیاوړي کړي.
د ولایتي مسولینو په استازیتوب دتخار ولایتي مسول پیانچي ډاډ ورکړ چې دشفافو او سراسري ټاکنو ته دچمتوالي او دغه ملي پروسې په بریالیتوب کې به دهیڅ ډول هلوخلو څخه ډډه ونکړي اند دخپلو وینو په بدله به هڅه وکړي چې دغه سرنوشت سازه ټاکنې ترسره کړي.