تاند- څېړونکي له ډېرو کلونو راهیسې د داسې کړکیو د جوړولو خوبونه ویني چې پر هغو د لمر لګېدونکې وړانګې کور ته برېښنا مهیا کړي.

اوس لکه چې دا خوب په حقیقت بدلېدونکی دی ځکه چې د استرالیا یو شمېر څېړونکي بریالي شوي له موجودې لمریزې انرژۍ څخه، چې په کورونو کې یې ګڼ خلک کاروي، د کړکیو لپاره کار واخلي.

دوی وايي، هغه لمرین سلولونه یې، چې اوس د خلکو د کورونو د بامونو په لمریزو شیشو یا پانلونو کې کارول کېږي، دومره نرۍ او شفاف کړي چې د کړکیو په شیشو نصب کېدای شي.

د نیمه شفافو لمریزو کړکیو د جوړولو لپاره تر دې وړاندې هم ډېرې هڅې شوې وې خو بریالۍ په دې نه وې چې دا ډول شفافو پانلونو ډېر دوام نه شوای کولی او ډېره لږ برېښنا یې تولیدوله.

خو اوس وروسته له دې چې د استرالیا د تجدیدوونکو انرژیو ادارې د دې ایډیا د عملي کولو لپاره ځانګړې بودجه په پام کې ونیوله، څېړونکي وتوانېدل چې یوه غیرعضوي شفافه ماده جوړه کړي چې هغه په پولیمر بدله کړای شي او په وسیله یې د نیمه شفافو لمریزو سلولونو مقاومت یقیني شي.

د استرالیا په ملبرن کې د مونَش (Monash) پوهنتون څېړونکې ډله، چې دا ټکنالوژي یې جوړه کړې اوس په استرالیا کې د شیشه جوړولو له یوې تر ټولو سترې کمپنۍ وریدین ګلاس سره په ګډه کار کوي چې دا ډول کړکۍ یا شیشې په پراخه پیمانه جوړې کړي او ژر یې بازار ته راوباسي.

په مونَش پوهنتون کې د دې پروژې د څېړنیزې ډلې مشر پروفیسر یاچک یاسینیاک وايي، د دې اختراع اغېز او مثبتې نتیجې به له دې وروسته د ښارونو د ودانیو په معمارۍ کې له ورایه وي.

د ده په وینا، په لومړي ګام کې به دا ډول کړکۍ په اسمانڅکو ودانیو کې نصب شي.

پروفیسر یاسینیاک وايي، دا کار اسانه دی او په نتیجه کې به یې په ټولو ودانیو کې برېښنا وړیا شي.

د دوی په وینا د کړکۍ هر متر مربع شیشه ۱۴۰ واټه برېښنا تولیدوي خو هڅه روانه ده چې تر دې هم ډېره برېښنا تولید کړای شي.

د دې څېړنې پایله په انرژي خپرونه کې چاپ شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *