ژ محمداکبر حقمل
د بریالیو او نابریالیو وګړو ترمنځ توپیر په کار پالنه کې دی. هغه وګړي کوم، چې غوره کړنې ترسره کوي، ټول هڅاند او فعال وګړي دي. دوی تل خورا زیار باسي ترڅو هرڅه سرته ورسوي او هېڅکله هم بېکاره نه پاتې کېږي. هر څه یې، چې په ذهن ښه ورشي هغه ترسره کوي. له بلې خوا نابریالي کسان د کار کولو له نیت او ارادې څخه ډک وي اما تل یې د پیلولو نېټه ځنډوي. دا دروغ نده، چې وایي ((د سقوط لار په غوره نیتونو فرش ده)). خپل ځان مو د شخصي مهارتونو، علم، استعداد، زده کړو او پیاوړتیاوو له لړلیک سره ونیښلوئ! اما که د شونتیا ترټولو غوره سطحه کې مو شتون درلود(په ریښتیني ډول هېڅ کوم محدودیت مو پروړاندې شتون ونلري)نو، په هغه صورت کې لاندینیو پوښتنو ته ځواب ورکړئ! ۱ له نن څخه پنځه کاله وروسته به کومو مهارتونو او علمونو ته اړتیا ولرئ؟ ۲ په هغه وخت کې به په کومه زمینه کې د هغه څه لپاره، چې کار ورته کوئ د یوه نابغه په توګه مطرح شئ؟ ۳ هره ورځ باید کوم کارونه ترسره کړئ ترڅو خپله علمي او مهارتي کچه مو لوړه شي؟ وروسته له هغې، چې دې پوښتنو ته ځواب ورکړئ، بله پوښتنه له ځان څخه وپوښتئ هغه پوښتنه داده (څه ډول؟) څه ډول کولای شئ اړین مهارتونه او تخصصونه لاسته راوړئ ترڅو په راتلونکې کې په خپله کاري ساحه کې هېڅ کومه ستونزه ونلرئ او د ویلو لپاره یو څه ولرئ؟ د ځان لپاره مو یو غوره او پوره مهالوېش جوړ کړئ! ۱ د هرې اونۍ وروستۍ او همدارنګه نورې رخصتۍ څه ډول تېرول غواړئ؟ ۲ آیا خوښوئ، چې د اونۍ، میاشتې او کال رخصتۍ ولرئ؟ ۳ چېرته تلل خوښوئ؟ ۴ که مو پروړاندې هېڅ محدودیت شتون ونلري او له وخت سره په پوره ډول کنټرول یا کابوکونه هم ولرئ، نو د ځان په موخه به د یوه کال لپاره څه ډول پروګرام جوړ کړئ؟ یو پخوانی متل وایي« که چېرې تخیل او فکر شتون ونلري، نو انسان به له ماتې سره مخ کېږي» یعنې که چېرې تاسو د خپلې راتلونکې لپاره غوره فکر او تصوور ونه لرئ، نو ماتې به وخورئ. دا په خپله ددې معنی لري، چې شوق او انګېزه به مو په هغه کار کې په کوم، چې لګیا یاست له لاسه ورکړئ. اما د ښې راتلونکې په موخه غوره فکر او تصوور درلودل به مو هره ورځ په پریمانه ډول موخو ته د رسېدو لپاه اړینو کارونو ترسره کولو ته وهڅوي او په پایله کې به غوره راتلونکې ولرئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *