محمداکبر حقمل

ژباړه محمداکبر حقمل

کوم تصمیمونه یا پرېکړې، چې د ژوند په لړ کې نيسی کېدای شي د وخت په تېرېدو سره یې پایلې اویا سلنه منفي او نابریالۍ په لاس درشي. کېدای شي په تېر وخت کې مو داسې کارونه ترسره کړي وي، چې پایلې یې بشپرې مثبتې او بریالۍ وي خو دا د وخت په شرایطو پورې اړوندېږي کله وخت داسې پېښېږي، چې د غوره شرایطو او آسانتیاوو په شتون کې د یو کار پایله زموږ له خوښې سره سمه لاس ته راشي. او کله هم داسې پېښېږي، چې موږ یو کار څو ځله ترسره کوو خو پایله یې منفي لاس ته راځي. په داسې صورت زموږ غوښتنې باید له شرایطو سره سمې وي. ډېری کسان دي، چې په تېر وخت کې یې د خپل کار بدله غوره تر لاسه کړې وي او وروسته کله، چې کار پایله یې غوره نه وي نو د ډول ډول بدو فکرونو او ناروغیو ښکار شي لکه سترس یا زهني فشار یې لوړ شي، بد اخلاقي یې زیاته شي او تل یواځې ګرځي. هغه کسان کوم، چې دې خبرو ته اړوندېږي باید له شرایطو سره سمه پرېکړه ونیسي. تل باید یو کار ونه کړي هڅه د وکړي ترڅو په بېلا بېلو برخو او کارونو کې وړتیاوې ترلاسه کړي او دا هڅه د وکړي، چې د کار په بدلون باندې یې لاس بری شي یعنې ډول ډول کارونه ترسره کړي ترڅو خپل ځان په هر ډول ستونزو او ستونزمنو شرایطو کې بریالی وساتي. د خپل ځان لپاره مو هر وخت داسې شرایط چمتو کړئ تر څو تل د کارونو په ترسره کولو کې واوسی. داسې شرایط چمتو کړئ، چې د خپلې اوسنۍ تجربې په درلودلو سره د کارونو په ترسره کولو کې خپلې تېروتنې تکرار نه کړئ. او که چېرې مو خپلې مخکینۍ تېروتنې بیاځلې تکرار کړې نو ستاسو ذهني فشار یا سترس به لوړ شي، اعصاب به مو ناارامه وي او تل به غمځپلي ګرځی. د بریالیو کسانو د بریا یو راز په دې کې دی، چې دوی په خپلو تېروتنو نه خواشيني کېږي. هر کله، چې ماتې وخوري بیا وایي چې زموږ تجربه زیاته شوه او بیاځلې یې خپلو تېروتنو ته له ورایه پام وي او په ډېر پام سره د بریالیتوب یو بل نوی ګام اوچتوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *