ګوستاو لوبن وايي، چې کوم انسان سل په سله په انساني خویونو سمبال شي، په ټولنه کې وخت تېرول ورته ګران شي، مجبور وي غره ته لاړ شي.
زمانه دغسې خلک ډېر کم په ملتونو او نړۍ لوروي، خو همدغه زمانه یا وخت دغه خلک زېږوي، هغه هم په داسې وخت چې انسان له وحشي هم بدتر وي، په یو بل خوله لګوي، له ځان پرته د بل غم ور سره نه وي، اما په دغو حالاتو کې یو نیم انسان داسې څوک شي چې له هر ناوړه کار کرکه کوي، د نورو بد عمل چې ویني، دی یې په مقابل کې نور هم ښه خویونه خپلوي.
دا ډول خلک له مجبورۍ دا کار نه کوي بلکې د خپل مسوولیت له مخې له بدو کرکه لري، د ویلو او کولو په یوالي او په خپلو ښو اعمالو سره نېکۍ ته د نورو د هڅولو کوشش کوي او د هغه توپان په مخ کې درېدل غواړي چې ټولنه یې په سر اخیستې وي. کله چې ډېره پرې سخته شي، له سیمې ووځي، یا محمد شي حرا غار ته ځي یا هم بودا شي، د شهزیتوب منزله پرېږدي او په دښته کې ژوند غوره کوي، خو دښتې یا غره ته هم د دې لپاره پنا وړي چې د خلکو په ژغورولو سوچ او غور وکړي.
بودا چې نوم یې سیداترا ګوتاما دی، شهزی و، پلار یې د هغه وخت د نیپال پاچا و، خو ده چې له خلکو سره زور زیاتی لیده، دومره اغېزمن او د دې زیاتي خلاف شو چې ان د شهزیتوب له مزو چړچو یې په دښته کې ژوند غوره وباله، خو هورې یې هم د خلکو د درد او غم احساس درلود، له دې بدمرغۍ د خلکو د ژغورلو لپاره یې ریاضت کاوه.
شپږ اووه کاله یې په دښته کې تېرول چې یوه شپه یې شاوخوا ماحول رڼا ولید، فکر یې وکړ چې دی به د ظلم په تورو تیارو کې خلکو ته انساني پیغام رسوي او د خلکو د نېکمرغۍ لپاره مامور شوی دی، ځکه یې په ځان بود(روڼ) نوم کېښود، له دښتې ښار ته راغی او د خلکو د لارښوونې هڅې یې پیل کړې، وروسته یې دا لارښوونې په دین بدلې شوې چې اوس هم په میلیونونو پلیوني لري او په یو روایت بودا، ذوالکیفل پېغمبر هم بلل کیږي.
ورته بېلګه د اسلام د پېغمبر حضرت محمدص هم ده، نیکه یې عبدالمطلب د هاشم قبیلي مشر او د مکې سرپرست و، ټولو خلکو یې کورنۍ ته درناوي کاوه، خو محمد چې لیدل، لوڼې ژوندۍ په خاورو منډل کیږي، د دښمنۍ لامله یو انسان د بل انسان د سر په کاسه کې اوبه څښي، وحشت او جهالت لوړې څوکې ته رسېدلی، ځان یې د مړو کبانو په څېر نه کړ چې له اوبو سره سم روان وي، بلکې ژوندی کب شو چې د اوبو اپوټه خوځیږي.
په رښتیا ویلو، امانت ساتلو و له خلکو سره په ښه رویه یې د امین نوم وګاټه. ډېر به چې د خلکو له بدمرغیو وکړېده، حرا غار ته به لاړ او له دې بدمرغۍ د خلکو ژغورلو هیلې به یې کولې، بالاخره یوه ورځ چې په حرا غار کې ناست و، جبراییل ورته د خدای پیغام را وړ او د خلکو د لارښوونې ماموریت یې ور وسپاره.
محمد هم د بودا په څېر اول خپل خپلوان او دوستان خپلې لارې ته بلل، خو د دواړو لار خلکو ته نوې ښکارېدله، د نیکونو طریقه یې نه پرېښودله ان د بودا په څېر محمد ته هم ډېرو مشرانو ویل، که ته د قبیلې مشري هم غواړې در به یې کړو خو له دې لارې لاس واخله، خو دواړه له خپلې مبارزې تېر نه شول، دوی چې له ځان مبارزه پیل کړې وه، ګام په ګام یې ولسونه د ځان ملګري کړل، بدلون یې راوست او ټولنه یې د انسانیت په ګاڼه سمبال کړه.
موږ دا مهال همداسې په بد وخت کې ګیر یوه چې یو ژغورونکي ته اړتیا لرو، خلک هم دغه تشه وینی او ډېر کسان دا فکر کوي چې (والله په پښتنو کې مشر نشته یا پښتانه خپل مشر نه پېژني، اوس داسې څوک نشته چې پښتانه پرې راټول شی.)
په دا منځ کې ځینې کسان هم شته چې د افغان ولس د ژغورلو هیله لري، خو فکر کوي چې ولسي ملاتړ نه لري، ځکه هڅې نه کوي.
ځینې هم د افغان ولس د ژغورلو لپاره د نورو مرسته ضروري بولي او فکر کوي چې په تش لاس به څه ونه کړي، خو که له بل چا لس روپۍ اخلي درې په ولس او اووه په خپله ګېډه مصرفوي، یا که د سمون لپاره چغې وهي او حکومت کوم منصب ورته ومني، نو له خپلې مبارزې تېریږي، دا ډول خلک به کله هم ژغورونکي نه شي ځکه څوک چې په مقام پسې ګرځي د ژغورلو هڅه یې هم هغه وخت پای ته رسییږي چې مقام ترلاسه کړي.
بل دا چې ژغورونکي ته د مقام په ځای خپله مبارزه او د خپلې هوساینې په ځای د ولس درد لرې کول مهم وي، که وکیل وي د رمضان بشردوست په څېر ساده کور کې اوسي، ساده ژوند لري، خپل معاش هم له نورو سره شریکوي، له هیچا یې وېره نه کیږي او بې ساتونکو هرې خواته ځي.
که بدلون راوستل غواړي د باچاخان په څېر یې له ځان پیلوي، چې په خپله سیمه کې به یې په بازار کې سبزي پلورله او له دې لارې یې پښتانه هغه کاروبار ته هڅول چې شرم یې ګاڼه، همدارنګه د توشک په ځای به په پوزي څملاست، ویل به یې که په توشک څملي بیا به له سختیو سره مبارزه نشي کولی او لټ به روږدی شي، که خلک یې سپايي ته هڅول پخپله به یې جارو په اوږه کوله او لارې، کوڅې به یې له ګن پاکولې.
ځکه ویلی شو، چې ژغورونکی به هغه څوک وي چې د مادي هیلې او مقام خپلولو فکر له سره وباسی، سل په سله ځان د دې ټولنې له نیمګړتیاوو پرته کړي، سوچه انسان شي، بیا به د بودا او محمد یا د شلمې پېړۍ د ګاندي او باچاخان په څېر په تشو لاسونو د ولسونو د سمولو انرژي ور سره وي، خلک به یې هم ملګري کیږي او د پښتون او افغان ولس ژغورونکی به شي