ګل رحمان رحماني

 “Engaged Literature”

د ژمن ادب يا ادبياتو اصطلاح تر ډېره په يوه ژبه کې هغو ادبياتو ته کارول کېږي چې پنځوونکو يې په کې ټولنيزو ازاديو او د خپلې ټولنې د محروم قشر ارمانونو او هيلو ته ډېره پاملرنه کړې وي، د هغوى غږ يې اوچت کړى او حالت يې انځور کړى وي.

ځينې کره کتونکي دا ادبيات د ټولنيزې روڼ اندۍ يوه برخه بولي چې پنځونکي يې غواړي د خپلو اثارو له لارې له فرديت، فردي غوښتنو او ګوښه اوسېدنې راووځي او د خپلې ټولنې او خلکو پر وړاندې چې دده مخاطبين دي، خپله ژمنتيا څرګنده کړي.

فرانسوي عالم او فيلسوف ژان پل سارټر(١٩٥٠-١٩٨٠ز) لومړى کس دى چې په ادبياتو کې يې د ژمنتيا يا التزام موضوع په (١٩٥٤ز) کال کې په خپله سياسي او ادبي مجله(نوي عصر) کې مطرح کړه، خو دا ددې مانا نه لري چې تر دې وړاندې د ژمن ادب موضوع نه وه مطرح، بلکې نوموړي يې يوازې د طبقه بندې کار تر سره کړ.

   په انګليسي ژبه او ادب کې دا ډول ادبياتو د (Engaged Literature) اصطلاح کارېدلې ده چې مانا يې هغه ادبيات دي چې په ټولنه کې د خيل وي او هغه ادبيات چې مقابل اړخ يې جوړوي د(Ivory tower) اصطلاح ورته کارېدلې او مانا يې په فردي ډول يا يواځېتوب کې فکر کول او له ټولنې ځان جلا کول دي.

د ١٩ مې پېړۍ فرانسوي ليکوال او کره کتونکى سنت بوو(١٨٠٤-١٨٦٩ز) يو له داسې ليکوالو ګڼل کېږي چې ټولنې ته ژمن نه و، غوښتل يې چې په يوازېتوب کې له ټولنې لري فکر وکړي . ده خپل اثار يې په همدسې بڼه پنځولي دي، ځکه خو کله کله دده په اثارو نيوکه کېږي چې له واقعيت سره چندان اړيکه نه لري.

ادب پوهان ژمن اديب هغه کب ته ورته بولي چې لامبو اوبه يا سيند يې خپله ټولنه ده، که چېرته له دې اوبو ويستل شي، مري چې موخه ترې د هغه معنوي مرګ دى.

خو دا د ليکوال په ځواک پورې اړه لري چې څنګه ځان ځلوي. هغه د ژان پل سارتر خبره هر انسان د ځانګړي ځواک لرونکى دى چې بايد پوره ګټه پرې پورته کړي او ځان وځلوي.

که چېرته د يوه اديب له اثارو لوستونکي مخ اړوي، نو په دې کې ملامت خپله اديب دى، لوستونکي دې ملامت نه بولي. يوه کره کتونکي ډېر پخوا ويلي چې د ليکوال او شاعر اصلي مرګ هغه وخت پيلېږي چې لوستونکي يې د اثارو له لوستلو مخ واړوي.

په ژمن ادب کې د اثارو ټولنيز اړخ ډېر پياوړى وي، ټولنيز واقعيتونه او محروميتونه په کې انعکاس مومي، اديب په خپله ټولنه مين وي، خو يوازې د خپلې ټولنې په ښېګڼو او ښکلاوو، نه بلکې له خاميو، بدرنګيو او اړتياوو يې هم پوره خبرتيا لري.

په دې ډول اديباتو کې شاعر د ځان په اړه د خبرو پرمهال هم ځان يوازې د خپلې ټولنې يوه فرد، په توګه نه، بلکې د يوه اړخ په توګه انځوروي او ځان د خپلې ټولنې د ارمانونو او محروميتونو د يوې بېلګې او استازي په توګه انځوروي.

په ژمن ادب کې يوه مهمه موضوع چې وړاندې هم ورته اشاره وشوه، د ټولنيز ګډون اصطلاح ده چې په پښتو ادب کې لا هم ورته اړتيا زياته ده، په دې مانا چې ليکوال بايد له خپلې ټولنې سره دومره مينه ولري چې کله کله ورته بيخي پر يوه تازه هنري ارزښت واوړي.

   هغه څه چې دلته په دې ادب کې ډېر اړين دي، هنري التزام او ژمنتيا ده چې شاعر او ليکوال بايد ورته د يوه اصلي توک او جوهر په توګه پاملرنه وکړي او خپل اثر ته ادبي خپلواکي او ښکلا ور په برخه کړي.

خو دلته هنر د روسي اديب تولستوى په خبره تش د خوند لپاره نه دى، د خوند تر لاسه کولو وسيله نه ده، بلکې د فرد او انساني ټولنې د سوکالۍ او نېکمرغه سره د انسانانو د اړيکې ټينګښت وسيله ده.

   شايد چې کله کله د دا ډول ادبي اثارو په رامنځته کولو کې تحميلي(تپل شوى) اړخ پياوړى وي، شاعر او ليکوال د يوه ټولنيز استوګن په توګه له حالاتو اغېزمن شي، د څه ويلو پر ځاى پرې څه وويل شي، خو تر کوم حده چې اديب د خپل اثر د پنځولو په برخه کې طبيعي رنګ په پام کې وساتي ياني دا طبيعي رنګ د اثر په ذات کې نغښتى وي، اثر يې ټولنيز محبويت تر لاسه کوي او ژمنتيا يې پياوړې کېږي.

   بله ستونزه داده چې کله کله په ډېره ژوره بڼه او جديت سره د ټولنيزو مسايلو رانغاړل، اديب د سياست خواته بيايي، سياسي رنګ اخلي او بيا ددې پر ځاى چې خپله ټولنيزه موخه تر سره کړي، د سياست له اړخه ځپل کېږي، خو په اديب پورې لري چې له دې ګرداب نه د نجات لپاره په خپل اثر کې د هنريت، شعريت او ادبيت لمن ونيسي.

ګڼ اوسني او پخواني ادب پوهان او کره کتونکي په دې اند دي چې ادب بايد د ټولنې هنداره وي، د ټولنې هر وګړى په کې ځاى وګوري او د هر قشر د غړو لپاره يو څه ولري، خو که چېرته يوازې د يوې ډلې او يوه قشر په خدمت کې شي، نو پنځوونکى يې هم ورسره کوچنى کېږي.

   د سارټر په اند چې د ژمنتيا و التزام موضوع بايد د ادبياتو اصلي جوهر وي. نوموړي په “ادبيات څه دي؟” مقاله کې وايي چې ادبيات بايد خلک د خپلو پايمال شوو حقونو د بېرته اخيستلو او ويښولو لپاره وهڅوي.

 نوموړى زياتوي: په وږې نړۍ کې د ادبياتو مفهوم څه دى؟ بايد ووايو چې ادبيات د اخلاقو په څېر ټوليز والي او کليت ته اړتيا لري، په دې اساس که چېرته ليکوال غواړي چې لوستونکي يې دې عام خلک وي، بايد خپل د دوه ميليارده وږو په رديف کې راولي، کنه د يوه ممتاز پوړ په خدمت کې به وي او د همدې طبقې په څېر په استثمار کوونکي بدلېږي.

   د نړۍ ځينې ليکوال او کره کتونکي د ادبياتو موخه هم له ژمن ادب سره تړلې بولي او وايي چې اديب بايد له ټولنې د ګوښي او يوازې ژوند پرځاى، په خپله ټولنه کې وده وکړي، مطرح شي، خلکو ته د هغوى د ژوند پټ رازونه ور ښکاره کړي او د سمون او سوکالۍ لور ته يې وهڅوي.

   مشهور ليکوال ماکسيم ګورکي د ادبياتو د موخې په اړه په خپل مشهور نظر کې وايي: د ادبياتو موخه داده چې له انسان سره د ځان پېژندنې په برخه کې مرسته وکړي، پر ځاى ځان ايمان او باور پياوړى کړي، د خلکو په وجود کې حقيقت ته ميلان او بدګڼو يا بدرنګو سره د مبازرې ځواک قوي کړي، نېک خويونه په کې پيدا کړي، په روح کې يې عفت، غرور او مېړانه پياوړې کړي، له هغوى سره کار وکړي، څو له ځان نه نېک، پياوړي، نېکمرغه کس جوړ او ښکلى ژوند وکړي.

ژمن اديبان، ادبيات د ټولنې امانت بولي، په دې مانا چې ادبيات له ټولنې اخيستل کېږي او بېرته ټولنې ته ورکول کېږي، خو ټولنې ته بېرته ورکړه يې د بڼې له بدلون سره ده او هغه څه نه دي چې له ټولنې اخيستل شوي.

—————————

د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *