تاند- د افغانستان د ژورنالیستانو د ټولنې غړیو د هیواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې په افغانستان کې د بهرنیانو پر کلتوري او ژبني یرغل اندېښنه ښکاره کړه.

افغان ژورنالستانو د بیان په ازادۍ کې د پخواني ولسمشر د هڅو ستاینه وکړه خو ویې ویل چې په افغانستان کې د بیان ازادي د پردیو هیوادونو د ژبني او کلتوري یرغل او نفوذ له کبله له خطر سره مخامخ ده.

په وروستیو دیارلس کلونو کې ایران ته اجازه ورکړای شوه چې خپل کلتور په مستقیم او غیرمستقیم ډول په افغانستان کې خپور کړي.

له یوې خوا یې یو شمېر رسنۍ د افغانانو په نومونو په مستقیم ډول جوړې او فعالې کړې او له بلې خوا یې د غرب له لوري جوړې شوې رسنۍ خپل کلتوري یرغل ته استخدام کړې.

ژورنالستانو د ګاونډیو کلتوري او ژبنی یرغل په افغانستان کې د بهرنیانو کلتوري او ژبنۍ هیژموني وبلله او د افغاني ژبو د ساتنې پر ضرورت یې ټینګار وکړ.

د ولسمشر کرزي د واکمنۍ په موده کې ګڼو لیکوالو د ایران پر کلتوري یرغل اندېښنې ښکاره کړې وې خو حکومت دغو اندېښنو ته هیڅکله توجه ونه کړه.

د ځینو کتونکو په باور حکومت له دې کبله توجه نه کوله چې څه یې په وس پوره نه ول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *