ليکوال: ستانټن اي. سامناو Ph.D
داسې ښکاري چې مجرمانو غالباً د اندېښمنې کورنۍ او ځانګړو شرايطو له کبله ضربه ليدلې وي، دا د کلنيکي ارزوونکو او د ذهني روغتيا د تجربه کارو متخصصانو نظريه ده.
هغو شرايطو ته په پام سره چې متخصصانو په کې د مجرمانو ارزونه او څېړنه کړې. شرايط د مجرمانو لپاره نامطلوب دي. وروسته له دې چې دوى د کوم جرم له کبله توقيف شول، مسوول ګڼل کېږي، پر دې اساس پر دوى تورونه لګول کېږي او ښايي زندان ته ولېږل شي، که په ټولنه کې ازاد هم پرېښودل شي، ښايي محاکمې ته به انتظار باسي. تر داسې شرايطو لاندې چې مجرمان ورڅخه کرکه کوي، دوى به رښتيا هم خواشيني او خپه ښکاري.
اوس پوښتنه ولاړېږي چې ايا دغه مجرمان د خپل لپاره په ژور خپګان اخته دي که د هغه وضعيت په خاطر چې پر دې واکمن شوى دى؟
خلک د زياتو دلايلو پر اساس په ژور خپګان اخته کېږي. ظاهراً زيات مهال دا سخته ده چې معلومه کړو د يوې خوابدې څېرې يا هم طبعې تر شا څه کيسې پرتې دي. ايا دغه سړى د ځان په خاطر نهيلى دى او ګومان کوي په يو ډول نه يو ډول نيمګړتياوې لري؟ که دى يوازې په دې خاطر خوابدى دى چې موجوده شرايط چې دى ژوند په کې کوي نه يې خوښېږي؟
مجرمان له خپلو ځانونو او نورو غيرواقعي تمې لري. دوى ته ځانونه د عرابې منځنۍ دايره ښکاري چې هر څه يې شا و خوا څرخي. تقريبا هره ورځ نهيلي دي، ځکه دوى په ځينو مواردو کې خنثى او وچ کلک يا بې ارادې دي.
کله چې د دوى پلانونه عملي نه شي، چې زيات وخت دغسې کېږي، دوى په ژوره توګه خپه ښکاري. په ځان کې موجوده کمبودۍ نه درک کوي. دوى د نورو خلکو د ناکاميو له کبله هم په ((ژور خپګان)) اخته دي، چې نه دي توانېدلي دوى يعنې مجرمانو ته هغه څه ورکړي چې دوى ورڅخه تمه درلوده.
د ليکوال په اړه:
امريکايي ليکوال او ارواپوه:Stanton E. Samenow, Ph.D. په ١٩٦٨م کال کې د امريکا په مچيګان پوهنتون کې د ارواپوهنې په برخه کې Ph.D واخيسته، د خپل مسلک په برخه کې يې ډېرې تجربې او څېړنې کړې دي.