رسنيو ته غوږ نه نيسم ژورنالېزم ظالم يوازې د مرګ نارې وهي ، چې د راډيو موج تاوکړې چاودنه شوې وي، چې اخبار راوخلې وژنه شوې وي، قتل شوی وي، او که تلويزيون ته ريموټ کنټرول ونيسي هم د مرګ ژوبلې … خبره ګرمه وي .

 اوس عادت شوي يو که رسنۍ ووايي يا نه پو هېږو چې نن هم د ټپي ټپي هېواد په ټپونو کې يو بل ټپ ضرور زيات شوی ، ماشومان يتيمان ، مورګانې بورې ، ميندې کونډې او خويندې وررې شوې دي. نور چاته مو ډېر ويلي بيا به هم ورته وايو خو اوس ژورنالېزمه ته غوږ شه!

  ياره خبره دا ده چې ته هم لږ نه بلکې ډېر بې لارې شوی يې ځکه چې سپين ته ، تور وايې او تور ته سپين، داسې ځکه وايم چې پېښ يو څه وي ته بل څه ترې جوړ کړې . ستا آساس ريښتيا دي مګر ته دروغ څه چې آن تخيلي کارونه کوې ، ته بايد بې طرفه وای خودا کمال د هم ناکام دی ، ته په اصل کې عادل هم يې خو! عدالت د هېر دی ، په وخت ،تازه او غيرجنګي خبرونه هم ستا دنده ده چې بايد موږ خبر کړې ، ولې دا کار د هم ناوخته دی له پېښې وروسته د يو چا په طرف هغه څه په خوند خوند را باندې ګورې او اورې چې بد مو تر ې راځي … ياره ژورنالېزمه ډېرې تشې ، خاليګاوې ،نیمګړتياوې او ناوړتياوې درکې دي زه به دې کومه ياده کړم .خو له دې سره سره ګرم نه يې ځکه چې تا ته مخکې خلکو مينه درکوله اوس يې يوازې هغه وخت پکار شې چې کار يې در پورې بندشي ، يا غواړي ځان مشهور کړي او کمپاين وکړي ، د دولتي چارواکو لپاره هم د سر درد يې چې ستا کار ورپورې وي د يوې پوښتنې ځواب ته د نه حاظر يږي او که بيا چېرته يوه کوچينۍ سوبه وکړي ، نو ته يې پکار شې ، کله يې چې د دروغو غونډه جوړه کړې وي ، بيا يې پکار شې ، او کله چې غواړي خلکو ته ځان ښه ، ځيرک ، عادل ، ريښتنی ، وطن دوسته او خادم وښيي نو بيا يې هم ته پکار شې . زه دې پړ نه بولم يو خو چې تا هروخت ريښتياولي تا ته زيان رسېدلی ، يا يې وژلی يې يا يې کومه بله صدمه در رسولې ده ، بل آزادي نلرې ،دآساسي قانون څلور دېرشمه ماده که هر څو ووايي ؛ تاته څوک آزادي نه درکوي که آزاد شوې بيا يې تاوان دی . زموږ ژورنالېزمه ! دا او دې ته ورته په سلګونو ننګونې درته کيږي ، د هر چا لخوا رټل کيږي ، وژل کيږې ، ګواښل کيږي …او … سره د دې هم زه تاته يوه ګيله کوم ، او دا ګيله مې پر ځای ده ځکه نور خو دې د مرګونو په زېرو او خبرنو تر پوزو راوستو… لږ که دغه لاره پرېږدې ښه ده دا هيله مو پوره کړه !! دا غوښتنه مو ومنه ! خير که انحصار يې يا له ګواښ سره مخ يې ،افغانان تاته د دې انتظار باسي چې نور ورته د مرګونو ، قتلونو ، بمباريو، چاودنو ، بريدونو او نور و بوږ نوونکو خبرو پر ځای د خير، ښېګڼې ،خوشالۍ ،سوکالۍ ، آرامۍ …او امنيت ډاډمن ، تازه او خواږه خبرونه خپاره کړې او پرې ويې نازوې.

 د وردګو ملي راډيو تلويزيون ۱۳۹۲ د چنګاښ د ېرشمه

2 thoughts on “ژورنالېزم ته ګيله- ! ليکوال : محب الله آرمل”
  1. آرمل صاحب ډیره په زړه پوری لیکنه دې تر سره کړي ده هر څه دې چې ليکلی واقعیت لرې زما په نظر دژورنالېستانو ئې هم لاره ورکه کړي ده ځکه چې زموږ هيواد خو اوس دنړیوال جنګ میدان ګرځيدلی دی هرڅو چې کوم سیاسي پلان نوی په لاره اچوي نو لومړی ئې پر موږ باندې ازموئی دلته خو اوس کوم دپرمختګ خبر ان په کال کې هم نه پیدا کيږي چې ژورنالېست غریب پرې خبر چمتو کړي‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎

  2. ارمل به ښه لیکنه کړې وي، خو ستا دا جمله ډېره بې خونده ده، (آرمل صاحب ډیره په زړه پوری لیکنه دې تر سره کړي) یار دلته د ترسره کولو لپاره څه ضرورت دی، لنډ ووایه، لیکنه دې کړې. زه د داسې جملو له امله ډېرو رسنیو ته نه غوږ نیسم، نه یې لولم او نه یې هم ګورم.. چې دا ډول تېروتنې لري؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *