راپور: عصمت الله سلام/ غزني

ژوندمدني ټولنې نن ورځ شنبه  د۱۳۹۵ هـــ ل کال دسلواغي میاشتي په (۲۳) نيټه داونېزوناستوپه دوام خپله شپیتمه اونېزه ناسته وکړه .

یاده غونډه چې په غزني ښارکې د دریم پلان په څلویښت متره سړک پروت دژوند مدني ټولني په دفترکې وسوه پیل یې له اجنډاسره سم لیکوال اوژورنالیست واحدالله جمعه زاده دپاک قران په مبارکوایاتونووکړ.

ورسته له اجنډاء سره سم دټولني مرستیال محمدفاروق بویادغونډي ګډونوالوته دوه بنسټېزي موضوع ګاني وړاندې کړي اوله هغویې وغوښتل چې په دې اړه هراړخیزبحث وکړي اوورسته پریکړه وکړي  .

ورسته دټولني مرستیال محمدفاروق بویا لاندې دوه اساسي موضوع ګاني دغونډي له ګډونوال دبحث لپاره شریکي کړي ترڅو د حل لاره ورته ولټول سي.

لومړی : کوم ملګري کولای سي په کوموشرایطودژوندمدني ټولنې درهبري هیئت غړیتوب ترلاسه کړي؟

دویم : د مشرتابه پلاوې د ټاکلولپاره د ټاکنو میکانیزم جوړول .

بویا وویل :

رښتیاهم دژوند مدني ټولنې ټولوملګروپه خپل وار ستړیاوې ګاللي اوهڅه یې کړي چې له  خپل ولس سره اوږه په اوږه دستونزودحل په موخه لاري چاري ولټوې نوپه دې اساس هغه ملګري چې تل فعاله وې ددې حق لري چې دټولنې په رهبري هیئت کې غړیتوب ولري اوځیني هغه ملګري چې دلټۍ په خوب ویده وې دویښولوپه موخه یې ورته لمړی توصیه ورسته اختارکه بیاهم راویښ نه سول درهبري هیئت له امتیازاتوڅخه به بې برخي کیږي.

بویا د دویمې موضوع دروښانه کولوپه اړه هم وویل :

داچې دژوند مدني ټولنې له کړنلاري اواساسنامې سره سم  دمشرتابه پلاوې دټاکلولپاره دهر هجري لمریز کال دکب میاشتي په اخیره اونۍ کې ټاکني کیږي اونوی مشرتابله پلاوی چې په راس کې یې رئیس ، مرستیال اومنشي وې درایوپه اکثریت اخیستلوټاکل کیږي ، نولازمه ده چې د مشرتابه پلاوې دټاکنوپه میکانیزم هم خبري وسي.

له بویاورسته درهبري هیئت غړي ډاکترحمدالله نوري دخبرونوبت واخیست اوزیاته یې کړه .

زماپه اند درهبري هئیت دهغوغړوپه اړه چې غیرفعال دي باید ژرقضاوت ونه سي اوله هغووپښتل سي چې تاسوپه کوم دلیل دټولني فعالیتونوته شاه کړي ده ؟

او د مشرتابه پلاوې دټاکنولپاره دې راتلونکي اونیزه ناسته کې پریکړه وسي .

ورسته نوبت ورسید ډاکترصبغت الله واحدي ته .

واحدي وویل : رښتیاهم اړتیاده چې زموږداسترکاروان لاپسې سترسي اوملګري وهڅول سي چې نورهم هڅاند واوسي.

ورپسې درهبري هیئت غړي ډاکترعمرعیان خپل نظرداسې څرګند کړ.

رهبري هیئت باید لانورفعاله وې اوهڅه دې وسي چې کاري کمیټوکې جدي بدلونونه راسي ترڅوله وظیفوې تداخل څخه مخنوی وسي.

همدارنګه دمشرتابه پلاوې ټاکني دې دروان کال دکب میاشتي په اخیره اونۍ کې وسي .

درهبري هیئت بل غړي ډاکترسیداحمدخان بیابل ډول نظردرلود.

خان وویل : هرحرکت له یوې نقطي پیل کېږي اوهغه نقطه باید همداسې ثابته پاته وې ، موږته دټولني دغړي اودټولني درهبري هیئت دغړي توپیرنه سته نوبنآ اړتیانه لیدل کیږي چې دټولني په رهبري هیئت کې دې تغیرات راسې.

خان هم د ټاکنو په خپل وخت ترسره کیدل اړین وګڼل .

ورسته دټولني بل غړي عبدالوکیل اندړ هم په دې ټینګاروکړ چې وړاوتکړه کسان دې دټولني په رهبري هیئت کې شامل کړل سي .
له اندړڅخه ورسته دخبرونوبت انجنیرسیف الرحمن شفق واخیست اوزیاته یې کړه.

رهبري هیئت دبل عادي غړي په نسبت هیڅ امتیازنه لري خوداده ټولني اصول دي چې باید یوه رهبري شوراولري ترڅودټولني فعالیتونه اوکړني په سمه توګه مخته لاړي سي .

موږدټولني په رهبري شوراکې داسې تغیرنه غواړوچې کوم ملګری دې له یادې شورالري سي بلکې دتشویق په موخه دې هغوملګروته هم درهبري هیئت غړیتوب ورکړل سي کوم چې وړ اوفعاله ځوانان دي.

امین ابراهیمزوی بیاوویل .

که څه هم زه تراوسه په رهبري شوراکې نه یم خو دټولني دښه پرمختګ لپاره په رهبري شوراکې دهغوځوانانوغړیتوب نیک ګام ګڼم چې شپه اوورځ یې په ځان یوه کړي ترڅوولس اوټولني ته خدمت وکړي.

شریف الله صاحب زوی .

رښتیاهم ډیره موده وسوه چې ټولنې ته نه یم راغلی خوله دې ورسته به انشاء الله بې له کومه عذره دملګروپه څنګ کې یم ، دژوند مدني ټولني له ادرسه ډيرڅه سوي اولابه نورهم په مخ ځو.

ضیاء الحق انځور.

که چیرته اصول وې ملګرتیا په کې نه ځاېږې ، ډیری ملګري دتیرکال له ټاکنوورسته ترننه بیانه دې لیدل سوي ، دغیرحاظروملګروپه اړه دې یولازم تصمیم ونیول سي.

د ملګروله نظراوریدلوورسته په لاندې دریوپریکړوهوکړه وسوه.

الف:-  درهبري هیئت دغړیتوب ترلاسه کولولپاره دې فعاله اووړملګري  لمړی مشخص اوورسته دې دموجوده رهبري هیئت له لوري دتائید اورد رایه ورکړل سي چې په پایله کې له اوو(۷) تنوملګروڅخه لاندې پنځو(۵) تنوملګروپه غوڅ اکثریت دژوند مدني ټولني درهبري هیئت غړیتوب ترلاسه کړ.

۱ – عبدالوکیل اندړ

۲ – محمدامین ابراهیمزوی

۳ – ډاکترعبدالستارمیریاڼی

۴ – احسان الله احسان

۵ – عزیرالله قادري

ب :- دټولني ټاکني باید دروان کال دکب میاشتي په ربعه یاورستۍ اونۍ کې وسي خومخکې له هغه به راتلونکې اونیزه ناسته دټاکنودمیکانیزم په محور رڅرخیږي.

ج :- ټولنه به یوه چاپي خپرونه لري چې دنوي کال په پیل سره به پیلیږي اوداچاپي خپرونه به هم دکیفت له اړخه اوهم دکمیت له اړخه په تول پوره اوغني وې .

دناستي په ورستۍ برخه کې دغونډي میلمه انجنیرحبیب الرحمن شفق ته بلنه ورکړل سوه ترڅوزموږناستي اوکړني وارزوې.

ښاغلي شفق وویل : نږدي دری کاله کیږي چې دژوند مدني ټولنې کړني ، ناستي اوهڅي څارم ، رښتیاهم دومره څه یې کړي چې څوک یې فکرهم نه سي کولای نوځکه مې پرېکړه وکړه چې نورباید دژوند مدني ټولني غړیتوب ترلاسه کړم .

هیره دې نه وې چې دټولنې نوروغړولکه ریدي ګل رحماني ، اقبال احمد فیضي ، واحیدالله جمعه زاده ، ډاکتراصیف امین، حمیدرسولي ، شفیق ذاهداو نعمت الله صمیم نیوکه درلوده چې ولې ملګري کله ناکله اونېزي ناستي پریږدي حال داچې داونېزوناستوپریښودل دټولني داصولوخلاف کاردی؟

ورسته ملګروژمنه وکړه چې نوربه اونېزي ناستي نه پریښودل کیږي او ټول ملګري به په ټاکلي وخت دټولني په دفترکې اونېزي ناستي سمبالوې.

غونډه ماسپښین په یوه بجه پیل اوپه پنځه بجي  د دوعایې په لوستلوپای ته ورسیده .

One thought on “ژوندمدني ټولنې خپله شپیتمه اونېزه ناسته وکړه”
  1. دا وګړي ډیر کړي خدایه
    لویه خدایه لویه خدایه

    په ژوند ویاړم د ژوند په ملګرو ویاړم
    د کار ،زیار او میني څخه ډک ملګري دي
    ” شـــفـق “

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *