تاند – په کابل کې د ژوندون تلوېزیون ادارې بېګا ناوخته یوه اعلامیه خپره کړې او د نن ورځې په جریان کې یې په کابل ښار کې د احمدشاه مسعود د پلوي ملېشو له خوا د احتمالي نا امنۍ او ګډویو د عواقبو په هکله اندېښنه ښکاره کړې ده.
دغه اعلامیه چې د یاد تلوېزیون پر رسمي فیس بک پاڼه خپره شوې یادوي چې نن پنجشنبه، چې د سنبلې ۱۸مه ده، او د اسلامي جمعيت د قومندان احمدشاه مسعود له ۱۵م تلين سره برابره ده، د نوموړي يو شمېر پلويان د هر کال په شان يو ځل بيا غواړي چې په کابل ښار کې د ثبت شويو او نا ثبت شويو وسلو په وسيله خلکو ته خپل زور وښیي او د خلکو د ازار او اذيت سبب شي.
د ژوندون تلوېزین اعلامیه وړاندې وایي چې دا وسله وال کېدی شي د ژوندون ټلوېزيون او د کابل ښار د هوتخېلو په سيمه او نورو پښتون مېشتو سیمو کې هم خپل زور په ډاګه او ان د خلکو د وژنې او نور وحشت سبب شي.
اعلامیه مخکې وایي، «ژوندون ټلوېزيون او د هغه شاوخوا مېشتو ولسونو که څه هم له امنيتي ځواکونو څخه د امنيت د تامين او تضمين غوښتنه کړې، خو څرنګه چې د دې ډول اشخاصو سياسي نفوذ په امنيتي ځواکونو کې هم محسوس دی، نو ځکه خو هغوی هم خپل ملي مسوليت او رسالت ته په اسانۍ سره نه پرېږدي، نو موږ په لومړي ګام کې له ټولو دولتي او امنيتي چارواکو څخه هيله کوو چې د ژوندون ټلوېزيون او د ورڅېرمه پرتو ولسونو په ګډون د کابل د ټولو ښاريانو امنيت تامين کړي او که چېرې دوی دا مسؤليت نشي ترسره کولای نو بيا خو غيرتي افغان ولس مجبور دی چې د خپل امنيت او حيثيت د ساتلو لپاره په خپله لاس په کار شي. په داسې يو حالت کې که هره ناوړه پېښه رامنځته شوه، مسوليت به يې د جمعيت، نظار شورا او په هغو پورې د اړوندو وسلوالو او حکومتي چارواکو پر غاړه وي.»
دغه اداره وایي چې، هغوی پر حکومت او خپل غيرتي ولس يوځل بيا غږ کوي چې د سنبلې د ۱۸ مې نېټې د احتمالي پېښو ټولو خطرونو ته په دقت سره متوجه شي او د داړه مارانو د زور کارونې د مخنيوي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
ویل کیږي چې قوماندان احمدشاه مسعود چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې د خپلو سیالو وسله والو ډلو په وړاندې د کابل ښار په جګړو کې پراخ رول درلود د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۹مه د دوه عربانو له خوا چې ځانونه یې ژورنالستان معرفي کړي ول د مرکې پر وخت په کمره کې د ځای پر ځای شوي بم د چاودنې په نتیجه کې ووژل شو، او له هغه وخت راهیسې یې اړوندې ملېشې هر کال په کابل ښار کې تلین په ډېر وحشیانه ډول د وسلو او زور په ښودلو سره لمانځي چې څو ځلې د ښاریانو د مرګ ژوبلې سبب هم ګرځېدلي دي.