د نوي نسل روزنه او د نشه یانو هدیرې
«د دوی ډیوې دې خدای ولګوي، موږ به د زیارت ډیوې بلوو.»
(استاد ګل پاچا الفت)
څو ورځې مخکې رسنیو د هغو بدمرغو افغان زلمیانو د ژوند، مړو او هدیرو په باب راپورونه خپاره کړل، چي نه یې ژوندي خلک په ژوندیو کې شمیري او نه یې د خښولو له پاره ځای پیدا کیږي.
دا بدمرغه انسانان باید دا هغه «ژوندي بې سا او بې نومه مړي» دي چې د عمر ډیره برخه یې د کابل سیند تر بیلابیلو پلونو لاندې په یوه څادر، پلاستیک کې یا په لوڅ لپړ ډول شپې ورځې تیرې کړې دي. ډیره موده یې بدن د روزګار د هر ډول نا ملایماتو څپې وزعملې، خو اوس داسې حالت راغلی دی چې دې ټولو ناخوالو لاس سره یو کړی، ټول د یو غاصب لښکر په څیر شا و خوا ورنه را تاو شوي دي، مغلوب مظلومان هم نور وس نه لري، ځکه مرګ ته ښه راغلاست وايي او هر سهار یې مسولین مړي، نه انسان او انسانیت ته د درناوي په پار، بلکې د دې له پاره چې د مړو له زورونکي او وژونکي بوی نه ځان خلاص کړي، وړي یې او په بې نومه هدیرو کې یې تر خاورو لاندې کوي؛ اوس دې هر څوک خپله قضاوت وکړي او دوی ته دي په دې دریو نومونو کې یو خوښ کړي:
ــ شهید،
ــ مردار،
ــ که عادي مړی.
په لومړي ګام کې باید دا پوښتنه رامنځ ته شي چې:
ــ اصلي پوښتنه دا ده چې دا زلمیان ولې په نشو روږدي کیږي؟
ــ مخکې له دې چې دا ځوانان په نشو روږدي شي، د دې ځوانانو کورنۍ او دولت د روږدي کیدو د مخنیوي په باب څه پروګرام لري که نه او کله چې له دې «بلا» سره دا ځوانان په غیږ ورغلل، بیا اړوندې کورنۍ او دولت د دې ستونزې په برخه کې څه مکلفیت لري که نه یې لري؟
زه فکر کوم چې په لومړي ګام کې د ستونزو د اصلي ریښو سر چینه د ټولنې او د قرباني شخص په اقتصادي حالت پورې غوټه ده او بیا یې ریښې د سواد، زدکړې او تعلیم د داستان په صندوق کې پرته ده.
دې ستونرو ته په کتو سره ویلای شو چې د کورنیو او په ټول کې د دولتونو د تیروتنو په وجه، چاړه هدوکو ته رسیدلې ده. که کورنۍ او دولت دغو ځوانانو ته د زدکړو، تعلیم او کار زمینه برابره کړې وای، اوس به چاړه هډوکو ته نه رسیده او د دې ځوانانو د خوب ځای به له کوره د کابل سین پلونو لاندې ته نه لیږدول کیده او له هغه ځای نه به د دې ځوانانو مړي بې نومه هدیرو ته نه وړل کیدل.
که په لنډه توګه یې و وایم: زه خو یې داسې انګیرم چې که د دې ځوانانو ټولنې، کورنۍ او دوی په خپله د تعلیم، او پوهې لاره خپله کړې وای، نن به دا حالت نه پیښیده.
په یوه ټولنه کې د زدکړو او تعلیم او نه تعلیم کچه له دې نه ښه مالومیږي چې د نورو هیوادونو لا اوه کلن ماشومان په ګوګل کې د کار او فعالیت غوښتنه کوي، خو زما په وطن کې نه یوازې دا چې تعلیم عام نه دی او د کار زمینې نه شته، بلکې زما د ټولنې له ماشوم سره لا د مور په نس کې تاوتریخوالی او نا خوالې پیل کیږي، چې څنګه نوې نړۍ ته راشي، د تاو تریخوالی بل پړاو ور سره پیل شي، چې څنګه د پښو د تګ شي، نو د روانې او فزیکي تاوتریخوالی لښکر یې مخ ته دریږي او لږ چې پسې ځوانکی شو، که هلک وي یا جلۍ بیا نو د جنسي تاوتریخوالي کیسه یې پیل کیږي. کله چې یو څوک د ستونزو په داسې دایره کې را ګیر شي، نو څه به وکړي او څه به و وايي؟ مجبوراً چې داسې و وايي:
«زه به نه لیونی کیږم؟»،
«زه به نه لیونی کیږم؟»،
زه به نه نشه ای کیږم؟
د همدې له پاره کله چې نوی نسل نه روزل کیږي او څوک یې لا په فکر کې هم نه وي او هر څه په تقدیر ور سپارل کیږي، نو زموږ ماشومان لا له پیل نه فکري او جسمي وده نه کوي. د ماشومتوب په هغې موده کې چې د یو چا د شخصیت بنسټ ایښودل کیږي، زموږ په ټولنه کې د دې پر ځای چې دې موضوع ته له رواني او جسمي پلوه پام وکړي، نه یوازې دا کار نه کیږي، بلکې برعکس له ماشوم سره داسې چلن کیږي چې د هغه د شخصیت بنسټ له سل ډوله ستونزو سره مخ کوي.
چې په داسې یو چاپیریال کې ماشوم وزیږي، له ستونزو سره لاس ګریوان او را لوی شي، نو ماشوم به د نوي ژوند د داسې درانه پیټي بار څنګه پر اوږو یوسي. زدکړې نه شي کولای او که یې وکړي بیا د کار پیدا کول ور ته لویه ستونزه او سل زر نورې هغه ستونزې په مخه ورځي چې پخوا په ټولنه او کورنۍ کې دوی ته د ټولنې د وروسته پاتې والي او د مشرانو د تیر وتنو په وجه کرل شوې دي.
که د یو عادي انسان رواني او فزیکي توان ته پام وشي، لیدل کیږي چې د نوي نسل، دا قرباني شوی ځوانان د دې سترو ستونزو بار وړلای نه شي؛ نو بیا یا په پردي وطن کې د مزدورۍ پر مهال او یا په خپل وطن کې د رنګارنګ نا خوالو په څپو کې د ژوند هغه دروند بار چې د ټولنې او د مشرانو له خو ا د دوی پر اوږو ایښودل شوی وي، د دوی تنکی وجود وړلای نه شي، نو حلا لاره یې په نشه کې ګوري او د نشو په دایره کې له کورنۍ او ټولنې نه هم داسې پردی شي چې بیا یې مرګ د وجود دروازه ور ټکوي او د جنازې د جګولو او هدیرې د پیدا کولو یې هم څوک نه وي.
خپلې ټولنې او پر دې ټولنې باندې واکدارانو ته به راشو، دوی څه کړي او څه کوي؟
وګورئ! عیني شواهد وايي چې د نشې د قرباني زلمیو د غمیزې خبر او د افغانستان د پارلمان د ریٔس د پزې د درملنې خبر په يوه وخت میډیا ته راغلی دی. په خبر کې راغلي دي چې دا په نوم مشران د خپلې درملنې په خاطر پردیو ډاکترانو ته ستاینلیکونه ورکوي، د افغانستان د ولسي جرګې مشر د پزې له عملیاتو نه وروسته د ولسي جرګې په استازیتوب هندي ډاکټر ته ستاینلیک ورکړی دی.
وه د ولسي جرګې مشره؟ وه ماما، وه کاکا ، وه …
هوښیاري او سر لوړی دا نه ده چې په پردي مُلک کې، پردیو ډاکترانو ته د خپلې پزې د درملنې په پار ستاینلیک ورکړې، که هوښیاريې او سر لوړی غواړې، داسې وکړه چې خپل نوی نسل وروزه چې کور دې، کلی دې، ښار دې او وطن دې له ډاکترانو ډک شي، نو بیا به ولې د پزې یو عادي خارښت له پاره پردي وطن ته روان وې ا و…
اصلي پوښتنه دا ده چې دا زلمیان ولې په نشو روږدي کیږي؟ زه فکر کوم او عیني واقعیتونو هم دا ښودلې ده چې دا ډله نشه یان، نشه د خوند له پاره نه کوي، بلکې دا مظلوم ځوانان نور د هغه دروند رواني او فزیکي بار وړل نه شي زغملای چې له ټولنې او مشرانو ور ته په میراث پاتې وي.
دوی یا په خپل کور، کلي او وطن کې د نشې خوسا ډنډ کې ډوبیږي او یا هم نورو هیوادونو(پاکستان او ایران) ته د مزدورۍ او شاقه کارونو د تر سره کولو پر مهال د نشې د اور په دایره کې را ګیر کیږي.
په خپل وطن کې زدکړي او نا زدکړي ټول بیکاره دي، ځکه نو د عادي ژوند د پرمخ بیولو له پاره پردیو، په تیره ګاونډیو هیوادونو ته د کار له پاره مخه کوي، هلته هم داسې حالت سره مخ کیږي چې کله د رواني او فزیکي درانه بار د وړلو توان و نه لري، نو نشې ته مخه کړي او ډیر ځلې داسې ګونګوسي هم اوریدل شوي دي چې په کوربه هیوادونو کې داسې کړۍ شتون لري چې عمداً د افغان ځوان کهول د تباهۍ له پاره دا مجبور ځوانان د نشو ډنډ ته ور پورې وهي.
کور د ننه هم د همدغو ځوانانو چې اوس یې د کابل سیند تر پلونو لاندې یې پناه اخیسې او هر سهار یې ځنازې نومورکو هدیرو ته ور روانې وي، د کار او روزګار په غم کې څوک نه دي. نور تیر خو څه کوي، دا برحاله دوه سری حکومت له هغې ورځې چې د ارګ او سپیدار پر دروازو ننوتي، په دې فکر وو او دي چې څنګه شته او زر جارو کړي او د راتلونکو ټاکنو له پاره یې مټې او پایڅې بډ وهلي دي، ځکه چې نه یوازې دې واکدارانو، بلکې ټولې نړۍ، دا خلک او دا هیواد هیر کړي دي؛ د همدې له پاره د ټولو ښارونو او لا ټول هیواد د سواد، پوهې او ژوند ډیوې مړې دي او هر څه په تیارو کې ډوب دي. الفت صاحب د «زیارت ډیوې» نومي نثر کې کلونه پخوا ویلي و:
«د دوی ډیوې دې خدای ولګوي، موږ به د زیارت ډیوې بلوو.»
پاسنی عکس د جبري نشې د قرباني، د مشرانو د تیر وتنو د قرباني او زموږ د ټولنې د هر اړخیز وروسته پاتې والي د یو قرباني مړی دی چې د جبر له مخې خاورو ته سپارل کیږي. څوک کولای شي چې دې پوښتنو ته ځواب و وايي:
ــ دا ځنازه د چا ده؟
ــ د دې ځنازې خاور ته د سپارلو له پاره څو تنه راغلي دي؟
ــ آیا له یو انسان سره د ورستۍ مخه ښې دود همداسې وی؟
ــ د ده د ژوند ډیوه څنګه مړه شوه او مسول یې څوک دی؟
«د دوی ډیوې دې خدای ولګوي، موږ به د زیارت ډیوې بلوو.»