د بدلون اوونیزې لیډنیک ستوري – د کرکټ د نړیوالو شل اوریزو لوبو په لړ کې تېره یکشنبه د حمل پر ۸- مه افغان ملي لوبډله، په داسې حال کې له ویسټ انډیز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته را وتلې وه چې خپلې تېرې درې سره بازۍ یې د سریلانکا، جنوبي افریقا او انګلستان په وړاندې بایللې وې خو په مقابل کې یې سیالي ډلې نه یوازې د کرکټ د نړیوالې شورا (آی سي سي) بشپړ غړیتوب لاره بلکې د دغو لوبو د لړۍ تیرې درې سره بازۍ یې ګټلې وې.
افغانانو په ډېره بېتابۍ او عین حال کې نهیلۍ سره د لوبې پیل ته شېبې شمېرلې، دوی د ګټنې ټول امید بایللی وو، نړیوال کتونکي هم په ورته فکر ول، ناامیدي خو هله لاپسې ډېره شوه چې افغان لوبډلې خپل زورور حریف ته ۱۲۴ منډې هدف کښېښود مګر د افغانانو کمال بیا بل څه ویل، چې مخ مو را ګرځاوه ویسټ انډیز پیاوړی ټیم افغانستان ته پر ګونډو وو، دې بریا او دې ماتې ته دنیا اریانه- دریانه پاته شوه؛ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله څخه د مبارکۍ د پیامو لړۍ را پیل شوه او بیا نو ټول افغانستان له خوښۍ څخه په کالو کې نه ځایېدی.
دا کیسه پر خپل ځای جالبه وه مګر تر دې لا په زړه پورې دا چې دلته هلمند، افغانستان او نړۍ دې اوازو پر سر اخیستې چې هلمند سقوط کوي مګر د دې ګرمې لوبې په جریان کې له هلمندي انسان څخه د هلمند د سقوط وهم هېر وو، د ده لپاره دا مهال د ټول افغانستان د بریا او پر نړۍ د افغانستان د درانه بیرغ د رپېدا کیسه تر هرڅه مهمه وه او چې د دې سترې بریا له اړخه ډاډه شو نو بیا یې د لمانځنې لپاره کوڅو، سړکو او جادو ته راوووت، او دا لویه ملي کامیابې یې په ډولو و اتڼو سره ولمانځله.
د ژوندي و وطندوست هلمندي دې احساس او دې لمانځنې یو بل لوی پیام هم لاره چې هغه تر هر څه مهم دی او هغه دا دی چې پر افغانانو په عام ډول او هلمندیانو په خاصه توګه خپل کور او خپل وطن تر هر څه ډېر ګران دی، دوی د هلمند سقوط ته په تشویش کې نه وي بلکې د ټول وطن بایلنې ته زړه خوري او چې کله د هیوادپال هلمندي جرئت و همت په داسې لوړ اسماني حد کې وي نو دا موږ ته یو بل لوی اطمنان هم را کوي او هغه دا دی چې هلمند هیڅکله د پاکستان، چیچنیا، عربو ازبکستان او نورو سیمو د ترهګرو، تاریاکو د مافیا یا نورو وطندوښمنو و غاصبو جګړه مارانو په پښو کې سقوط نه کوي ځکه دلته دغسي ژوندی، وطنپال او مېړنی هلمندی ولس اوسي.
شک نشته چې هلمند څه د خپلو او څه هم پردیو له لاسه ځپلی او ممکن نور هم وځپل شي خو هلمند به بیا را پورته شي او هلمند به بیا د هلمندي انسان په خپل لاس جوړ او د تمدن سرلاری شی او د دوښمن مخ به یې تور شي.
ته به وایې چې شاعر د هلمندي ځوان لپاره دا شعر ویلی دی:
هغه ځوان چې د وطن په درد سوځیږي
که سل ځله پر خوله لویږي پورته کیږي
ما ترې زر ځله قربان او صدقه کړې
چې د مرګ پر پوله پروت وي لا خوځیږي
بدلون اوونيزه/دوهم کال/۲۰ مه / پرلپسي ۷۲ مه ګڼه/چهارشنبه/ حمل/۱۱/ ۱۳۹۵