ليكوال: احمد شاملو
په بلخ كې مساپر يوه ډله خلك ولېدل چې ژوندى سړى يې په تابوت كې اچولى او هديرې ته يې وړي؛ په تابوت كې سړي يو مخې چيغې وهلې، پر خداى او پيغمبر يې شهادت وركوو چې والله، بالله زه ژوندى يم، څنگه غواړئ ما خښ كړئ؟
خو په تابوت پسې روانو ملايانو، پرته له دې چې د سړي چيغو او حال ته پام وكړي، مخه خلكو ته واړوه او ويې ويل:
پلارمړى ملعون دروغ وايي، مړ دى.
حيران مساپر پېښه وپوښته. خلكو وويل:
دا فاسق سړى، بډاى سوداگر او بې وارثه دى. څه موده وړاندې چې په سفر تللى و، څلورو عادلو او خداى دوستو شاهدانو د بلخ قاضي ته شهادت وركړ، چې مړ دى او قاضي يې هم پر مرگ گواهي وركړه.
وروسته د ښار يوه سپېڅلي كس يې مېرمن ځانته واده كړه او بل يې ټول مال خپل كړ. اوس دا سړى له مرگه راگرځېدلى او د ژونديتوب ادعا كوي.
دا چې د يوه فاسق سړي ادعا د څلور عادلو او خداى دوستو د گواهۍ پر وړاندې باطله ده او نه منل كېږي، نو موږ يې هم د قاضي په حكم هديرې ته وړو؛ ځكه د مړي خښول واجب دي او د جنازې ځنډول شرعاً جايزه خبر نه ده.