څو پېړۍ وړاندې په دې جونګړه کې يو مين اوسېده، د شاوخوا ټولو کلو لارې او کوڅې يې له زهيرو او کاواکه قدمونو سره اشنا وې، خو هېڅکله هم پر دې بريالى نه شو چې د رواجونو له فولادي دېوالونو او سرو کرښو ها خوا د خپلې مينې په نړۍ کې قدم کېږدي.
هغه په خپل دې ارمان پسې ملنګ او يوه شپه په خپله جونګړه کې له يو عالم ناهيليو او ماتو سره مړ شو. پاک زړو کليوالو له هديرې لرې په خپله جونګړه کې خښ کړ، خو د مينې کيسه يې ژوندۍ پاتې شوه.
يوه پېړۍ وروسته يې د هغه پر جونګړه يو ښکلى زيارت او دنګ څلى جوړ کړ، په ډېر کم وخت کې په ټوله دره کې د يوه لوى انسان په نوم مشهور شو. اوس ورته سهار او ماښام مينان راځي، د زيارت جنډې يې ښکلوي، تر همدغه دنګ څلي لاندې اوښکې تويوي.
له دوى نه هر يو له خپل محبوب سره ترې د وصال هيله او دعا کوي، خو هغوى نه پوهېږي چې تر دغه څلي لاندې ويده انسان خپله هم په همدې ارمان له نړۍ سره مخه ښه کړې او تر دوى هم بې وسه و.
٢٠١٤د اکتوبر ٣٠مه