راپور: محمد بهادر وقار –

د ژوند ادبي بهير د غونډو د پرلپسې لړۍ۱۱۷ او د روان پوهنيز کال ۹نهمه کړۍ هم وپيېل شوه، دحوت د میاشتې په ۱۳ نېټه د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د غونډو په تالار کې عبدالله (حنفي) دکلام الله په څومبارکو ایاتونو غونډه رنګينه کړه، د دریځ چارې یې احسان الله ظهير سمبالولې، د مشراو مېلمه چوکۍ دعبیدالله امین اوحمیدالله حمیم لپاره ځانګړې شوې وېچې کوربه توب یې محمدالله شاکر کاوه.

د تېرې غونډې حال محمد بهادر وقار د ګډونوالوتر غوږونو ورساوه، ورسته راپور د نقد ته کېښودل شو، پراخ بحث ورباندې وشو.

سباوون مشال دا جمله چې(ګډونوالوخیالي نړۍ ته سرونه وردننه کړل) وړ ونه ګڼله، په وینا یې چې (خیالي نړۍ) غیر حسي او (سرونه) حسي دي.

شاه محمود عابد دراپور په پای کې دا یادونه چې (احمد فواد دوې عبرتناکې کیسې ولوستلې) ښه نه بلله، ځکه چې دغونډې مسیر یې په بله اړولی و.

حمیدالله حمیم ته بیا په راپور کې ادبي رنګ تت ښکاره شو، دده په وینا راپور ژورناليستکي بڼه لرله، په ادبي راپور کې باید ادبي اړخ غالب وي، خومشال ورسره موافق نه و او ویل یې ژورنالیستکي او ادبي راپور دواړه دادب تر چتر لاندې ساه اخلي.

جمال ثاقب د راپور ښه ارزولو ترڅنګ ویل چې اصلاً د راپو دنده خبر رسول دي، هغه که ژورنالیستکي وي اوکه ادبي؛ مګر ادبي راپور دراپور رسولو ترڅنګ باید ادبي زېب او زینت هم ولري. دين پاچا مسعود وویل چې ژورنالیستکي راپورپه  عامه توګه  او ادبي راپورخاص لوستل کېږي، په دې اساس خیال‌پردازي ته اړتیا لري.

بخت مرجانبختیار ویل چې ادبیات دتخیل او ژورنالېزم د واقعیاتو په ټال زانګي، نوادبي راپور دتخیل په مټ داورېدونکي اولوستونکي د پام وړ ګرځي.

معصوم جان انوريد جملو د اوږدوالي خبره کوله، کړه يې چې ادبي راپور باید په لنډو جملو پوښلی وي.

دبهیر دويمه برخه، دنقد په واک کې وه چې د احمدفواد دغزل انتظار یې کاوه، خود هغه د نه‌شتون له کبله مسعودخپل غزل را وړاندې کړ، مطلع یې دا وه:

ګرم یم، ګرم یم،یارانې زه درته ګرم یم

تا راکړې دي وعدې زه درته ګرم یم

ثاقبد بیت په لومړۍ مصره کې (ګرم یم، ګرم یم) کلمې دموسیقیت په خواږه مزي پېیلې وبللې، خوپه دويمه نیم‌بیتي کې شکمن و او ویل یې، یارانه څنګه سړي ته وعدې ورکوي؟عابد په دې نظر وه چې په بیت کې پیغام تت دی اوهغه دا چې الله (ج) د جنتونو او په هغه کې د رنګا رنګ نعمتونو اوله عذابونو څخه دنجات وعدې کړې؛ خو دا هغه وخت چې انسان دهغه ټولو اوامرو ته غاړه کېږدي، نو په دې بیت کې شاعر ځان ملامت ګڼلی،ځکه چې د الله (ج) د بنده‌ګي په حق کې يې ناغېړي کړې ده.

حید ر صافی او بهادر وقار هم له عابد سره موافق وو. امین بیا دثاقب دخبرې په تاییدوویل چې یارانه چاته وعدې نه شي ورکولی. بختیار ویل، که یارانه سيمبول وګڼو، نوڅه مشکل نه شته. انوري هم داخبره کوله چې په دې بیت کې یارانه دسيمبول په توګه کارول شوې.

کله چې لومړی بیت تر نظر تېرشو،دويم بیت هم واورول شو:

زه دحرص نیلي یم داسې ځای ته وړی

اوس مې سردی په ایرې زه درته ګرم یم

مشال دبیت معنوي اړخ خوندور باله، خوترڅنګ یې دا خبره هم کوله چې که دیرې پرځای (ایرو)لفظ استعمال شوی وای، ښه به و؛ خو د ثاقب نظر دا و چې دشعر ژبه باید ډېره ګرامري نه شي، یانې دا ښه اوپرځای بغاوت دی چې د(ایرو) پرځای (ایرې) کلمه راوړل راغلې ده.

د غزل درېيمه کړۍ دا وه:

لوی حسرت مې په واړه هوس قربان کړ

اخ بې‌ځایه نظرانې زه درته ګرم یم

بختیار دشاعرپه دې کار خوښ و چې پر ګناهونو یې اعتراف کړی. عابد ویل په لومړۍ نیم‌بیتي کې (حسرت)ته اعتبار ورکړل شوی اوپه دويمه نیم‌بیتي کې (اخ بې‌ځایه نظرانې …) ضد واقع شوی، ثاقب ویل چې ردیف کله کله دا ستونزه زېږوي.

ورپسې دا بیت رامخکې شو:

تقدس ماڼۍ کې خلک کړي عشرتونه

ساقي نه څکم پیمانې زه درته ګرم یم

ثاقب د تقدس تر کلمې له مخه د(د) حرف راتګ اړین وبلل، ځکه مضاف اومضاف‌الیه یې غوښتنه کوي. امین ویل شاعر په دې بیت کې ژور تللی، ان داچې دجنتونو خیالي چکریې هم وهلی؛ خوثاقبویل که داسې وي، نود ساقي کلمه نبي کریم (ص) ته منسوبېږي اودا دهغه مبارک په باره کې ګستاخي ده؛ خو امین دا استدلال کاوه چې دا کلمه حمزه شنواري هم کارولې.خو ثاقب ګڼله چې د هغه کارونه دليل نه شي کېدای.

دا چې وخت کم و، پر ټول شعر خبرې و نه شوې؛ خو د خیالي نړۍ دروازه پرانيستل شوه.په شاعرانه بڼ کې ګڼ شمېر شاعرانو د زړه خبرې دشعرپه ژبه بیان کړې. دغونډې په ورستیو کې رحمت الله جاهد په نږدې راتلونکې کې دبهیر په غېږکې دپسرلنۍ مشاعرې د جوړېدو زېری ورکړ،دغونډې مشر عبیدالله امین غونډه هراړخيزه ښه و ارزوله.

دراتلونکې ناستې لپاره امین دځانګړې موضوع ا ومعصوم جانانوريدکره‌کتنې لپاره دلنډې کیسې د وړاندې کولو ژمنه وکړه.

غونډه مازديګر ناوخته د امين په دعا پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *