راپور: کيهان حماس –

دژوند ادبي بهیر پرله‌پسې ۱۲۴ مه او دروان پوهنیز کال لومړۍ غونډه د رحمت الله په تلاوت پیل شوه، دویاندویي چارې یې شیراغا اسلم‌زي سمبالولې، دغونډې دمېلمنو چوکۍ ته بختیار غورځنګ او شکیل احمدوبلل شول چې کوربه‌توب محمدالله شاکر کاوه.

دغونډې لومړی ویناوال دبهیر نوی مشر احسان الحق احسان و، احسان دبهیرپر فعالیتونورڼا واچوله اودبهیرنويو ګډونوالوته یې ښه راغلاست ووایه.

ده نويو ګډونوالو ته د بهير د شپږم کال د مزل په اړه خبرې وکړې او په ننګرهار پوهنتون کې يې د دغه بهير تېرو فعاليتونو ته هم کتنه وکړه. احسان وويل، بهير به خپل فرهنګي فعاليت ته همداسې ادامه ورکوي او ننګرهار پوهنتون د تندي خال به پاتې کېږي.

غونډه د کره‌کتنې په برخه کې دمسکین عاجز پر غزل تم شوه، د کره‌کتنې له‌پاره راوړی شعر داسې و؛

کافرې اوښکې مې په مخ باندې شرارکوي

چې نه راځينو په ما څه له انتظارکوي

زموږه زړونه په وجود کې هرخوا لارکوي

په دېواله باندې اوچته شي انارکوي

کارغه به کله دهغې په څېررفتار کوي

زرکه په سروشونډو لګیا پسې چغارکوي

چې یې دګل غوندې بچي باندې ګوزارکوي

خود به بې‌زویه مورپه خوله باندې ازار کوي

عاجزه! هر طرف ته ګوره خلک څار کوي

په نه خبره باندې هم سړي ته قار کوي

احسان الحق احسان دغزل جوړښت ته په اشاره وویل چې دغه دغزل اصلي فورم نه دی او برعکس په هره نیم‌بیتي کې یې قافیه تکرار شوې، خوپه غزل کې پرته له مطلعې له یوې مسرې وروسته قافیه تکرار راځي.

بخت مرجان بختیار بیا دفورم ترڅنګ پر محتوا هم خبرې اوږدې کړې، ویل یې دغزل هر بیت بېل بېل پاچا دی «ځانګړې معنا» افاده کوي چې پخوا داسې نه وو، دفورم په اړه یې وویل چې په غزل کې دا مهمه نه ده چې خامخا دې تر هر نیم‌بیتي وروسته قافیه تکرار شي. دغه شکل یې دغزل یو نوښت وباله، خو زیاته یې کړه چې که د استاد غضنفر په وينا، ښه ده چې په هنر کې دود، طبیعت او نوښت په پام کې ونیول شي، ده ګڼله چېدا غزل که څه هم دود نه دی، خو نوښت دی.

بختیاردلومړي بیت په اړه وویل چې بیت ښکلی دی او عاطفه پکې ده.

محمدالله شاکر بیا وویل په لومړي بیت کې د «اوښکو راتګ» دچاپه ارمان یا دچا په یاد کې دي چې تویېږي.

په دویم بیت کې د انارکلمه د ګډونوالوفکرځان ته راواړاوه او دبحث وړ موضوع وه. شاکر وویل په دویم نیم‌بیتي کې «انار» لپاره په لومړي نیم‌بیتي کې کنایه یا یوه اشاره راغلې، وایي او د «اوچته» کلمه کې لفظي تنافروښود.

بختیار د انار کلمه په بیت کې مشوش‌کوونکې وبلله او د ابهام یادونه یې وکوله. حمیدالله تسل د «اوچته» پرځای د «پورته» کلمې راوړل پرځای وباله. کیهان حماس وویل دویم بیت کې شاعر خپله محبوبه/معشوقه داسې انځور کړې لکه  د دېوال پر سر چې دانارو څانګې پرتې وي.

دغونډې بحث یوځل بیا دغزل پر فورم را وڅرخېده، هغه داچې بختيار وویل اوسني ادب پوهان وایي چې داشرط نه دی چېپه غزل کې دې ضرور مطلع وي.

خو احسان بیا ددې خبرې دنیمګړتیا لپاره دا دلیل راوړ چې دغزل په تعریف کې دمطلع او مقطع یادونه شوې او هغه شعري فورم چې مطلع ونه لري، هغه قطعه بلل کېږي.

اسلم‌زي د درېیم بیت په ویلوسره د ګډونوالو پام له تعريفي بحثه کره‌کتنې ته راوګرځاوه.

احسان یې په اړه ویل چې په دې بیت کې شاعر دمحبوبې سلوک دکارغه له سلوک سره تشبیه کړی اوځان یې له زرکې سره ورته ګڼلی.

بختيار دزرکې لپاره دسروشونډو له ترکیب سره همغږی نه وو. کیهان حماس وویل په دې بیت کې دارسال المثل صنعت راغلی او دې متل ته اشاره شوې «کارغه دزرکې تګ کاوه خپل یې ترې هېرشو.»

څلورم بیت ښه وارزول شو.

د بل بیت په اورولو سره ټول چوپ پاتې شول، دبیت معنوي ژورتیاته ګوته په غاښ شول.په پای کې بخت مرجان بختیاروویل چې په بیتونو کې باید ضمني معناوې وکارول شي چې څو معناوې ولري لکه؛

سپینې لیچې له لستوڼوبهرنه کړې

پښتنې تورې پرتې ښې دي په نیام کې

له کره‌کتنې وروسته شاعرانو خپلې هنري وړتیاوې وښووې او په چکچکو یې بدرګه وشوه. راتلوونکې غونډې ته خان ولي روښان دکره کتنې لپاره دنثر اوشیراغا اسلم‌زي دادبي درس دراوړلو ژمنې وکړې اوغونډه  دنصرت الله په دعا پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *