د ژوند ادبي بهير پرلهپسې ۱۲۶مې او د سږني کال درېيمه غونډه د نصرت الله په تلاوت پيل شوه او د دريځ چارې شېراغا اسلمزي پر مخ بېولې. د هېواد رفعت په کوربهتوب د مېلمنو څوکيو روحيد الله روان او رحمان الله بهير وغوښتلشول. د تېرې غونډې راپور خان ولي روښان واوراوه او ګډونوالو يې په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کړل.
بخت مرجان بختيار وويل، په راپور کې له «کښل شوې»جملې سره همغږی نه و او د «پر او په» پر ځای استعمال تر څنګ يې په راپور کې د دقت يادونه کوله.
همدا راز يې د «څڅېدلې اوښکې پر ځای د سولېدلې اوښکې» پر ترکيب له دې امله نيوکه کوله چې په تېره غونډه کې څڅېدلې اوښکه راغلې وه، نه سولېدلې همدارنګه يې په راپور کې د مېلمنو د نه يادولو خبره کوله.
هېواد رفعت هم په راپور کې دقت ته اشاره کوله او د راپور جملې يې اوږدې وبللې. لکه؛«هغه څه چې خلکو ته په زړهپورې و، هغه د درېواله ژانر و.» همداډول يې د «چې»وييکي پر زياته کارونه نيوکه کوله؛ پرځای يې د کامې کارول غوره بلل.
احسان الحق د راپور په ترتيب خپلې خبرې اوږدې کړې ويل يې، تسلسل په راپور کې له پامه غورځولېدلی دی. مسکين عاجز د بختيار او رفعت په څېر پر دقت باندې تاکيد کاوه او د «نو» ادات زيات استعمال ته يې ګوته نيوله.
خليل احمد معروفخېل په ټوله کې راپور ښه وباله. محمد الله شاکر په راپور کې د عربي لغاتو له راوړلو سره همغږی نه و، لارښوونه يې کوله چې بايد بديل يې راوړل شي. پر راپور تر اوږد بحث وروسته د کرهکتنې وار راورسېد.
د کيهان حماس پر دې غزل کره کتنه وشوه.
قېمت کې دومره څه کم نه دي له لونګه زلمي
خو دلته دومره ارزان شوي دي له بنګه زلمي
په هغه ورځ جينکۍ ټوله ورځ په بام تېــروي
چې راوړي کلي ته سوريسوري له جنګه زلمي
ملالې ته ورته پېغور په زمزمه وکوه
لرې به هيڅکله هم نهشي ستا له څنګه زلمي
حورې به څنګه ورته وچې کړي خولې په لمن
هغه له نوره جوړ او تور حبش بدرنګه زلمي
د شبستان په ښاريه به څراغان ولګي
که چېرې پاتې شو له شره د اورنګه زلمي
حماسه! ښکاري حنظله د چا هېر شوی نه دی
چې سنګرونو ته راځغلي له پالنګه زلمي
رحمان الله ذکي د بيتونو تر اورولو ورسته د ناستې خاموشي په دې الفاظو ماته کړه؛
د شعر مطلع ښکلې ده، د قيمت کلمه د شعر په سر کې بايد نه وای راغلې، ځکه که بديل راوړل شي، مطلع ته به يې لا ښکلا ور بښلې وای.
عاجز بيا ويل؛«خو» ادات چې په مطلع کې راغلی د دراني صاحب په شعرونو کې هم زيات کارول شوی او د استاد غضنفر په خبره،«خو» دوه ډوله راځي؛ يو عاطفي او بل ګرامري چې دلته يې له عاطفي راتګ سره دې بيت ته ښکلا ورکړې.
بخت مرجان بختيار د ذکي خبره تاييدوله، ويل يې هڅه دې وشي چې غزل په ډېر لطيف لفظ سره پيل شي او په بيت کې د «دومره» کلمې تکرار ته ګوته په غاښ و، ځکه د «دومره» کلمه هغه وخت راوړل کېږي چې يو د يو شي اندازه معلوموو، خو دلته اندازه نه ده ښوول شوې.
احسان الحق کبير بيا د قيمت په کلمه کې د تنافر د عيب يادونه کوله.
تجمل خاکسار وويل چې د بنګ او لونګ تر منځ مطرف تجنیس او د قيمت او ارزان ترمنځ اسمي طباق راغلی، خو مقرب الدين ملاخېل بيا د تجنيس په اړه د خاکسار خبره نادرسته بلله.
د دويم بيت په اورولو سره بختيار د بيت پر محتوا وغږېد او په بيت کې يې د لوړې عاطفې يادونه کوله. عاجز ته د «سوري ـ سوري» ترکيب په زړهپورې و.
خاکسار بيا په لومړۍ مصره کې د تلوسې يادونه وکړه. اختر محمد ژوندون د «ورځ» کلمې پر ځای د «شپې» کلمې راتګ ښه باله،ويل يې ځکه چې متضاد حالتونه پکې راځي.
په درېيم بيت کې بيا «وکوه» کلمه د بحث وړ وه چې په اړه يې ګډوانوالو بېلابېل نظرونه وړاندې کړل. چا کليواله لهجه بلله او پر ځای د «وکړه» کارول ښه ګڼل. نورو بيا همدا کارونه پر ځای ګڼله.
ژوندون د «پېغور» کلمې ته د ګډونوالو پام راواړاوه او ويل يې دا کلمه شډله ده، په يادولو سره يې ذهن ته کرکه درېږي، بايد داسې کلمه وکارول شي چې عاطفه پکې وي. احسان الحق کبیر ويل، د «پېغور» کلمه د احساساتو د راپارولو ښه وسيله ده. شيرين اغا غورځنګ د پېغور کلمې په اړه د خبرو په لړ کې زياته کړه؛
پېغور په دوه ډوله دی، يو دا چې د خارجي عامل په واسطه پيدا کېږي او بل دا چې د انسان فطري وي. که دلته پېغور په دويمه معنا واخلو چې خلک غچ ته وهڅوو، دا به ښه نه وي.
څلورم بيت په ويلو سره نصرت د انتقاد غږ اوچت کړ، ويل يې دا بيت له اسلام سره په ټکر کې دی. ذکي بيا دواړو مسرو تر منځ معنوي تړون شکېدلی باله او د وخت د کمښت له امله د غزل نورو بيتونو په يوازې ويلو بسنه وشوه.
په وروستۍ برخهکې د مشاعرې وار راورسېد. په سر کې رحمان الله ذکيپه دغه بيتع ترنم پيل کړ؛
يو څوک ناست وي پر صحرا په سترګو ړوند وي
د چا غم کې په ژړا په سترګو ړوند وي
له ترنمه وروسته محمد سليم د هندي بيت په ويلو د مشاعرې خوند لا زيات کړ. روحيدالله روان، یوسف کوهستاني، احسان الله درد، مدثر ساحل او خانګل دولتزي خپل شعرونه واورول.
د مشاعرې بل شاعر مقرب الدين ملاخېل و چې په جادويي اواز سره يې د چکچکو بدرګې تالار په سر اخيستی و.
امير محمد اميري په طنزيه شعر ګډونوال وخندول او مسکين عاجز د صابرشاه صابر په بيتونو مشاعره پای ته ورسوله.
د راتلونکې غونډې لپاره تجمل خاکسار د ځانګړې موضوع او واحدالله قرار د کرهکتنې لپاره ادبي نثر د راوړلو ژمنه وکړه. غونډه د رحمان الله بهير په ارزونه او دعايه پای ته ورسېده.
پای