ژوند یوه داسې هنداره ده چې موږ په کې اوړو را اوړو، خو دا وس مو نه رسیږي چې دغه هندارې ته داسې ځان سینګار کړو، هغسې چې یوه ښایسته یې د خپلې ښکلا د ښودلو لپاره کوي اوخپل مغرور زړه ته پرې تسکين ورکوي.
موږ خو نه ددغه ډاډ لپاره یوه شېبه فکر کوو او نه هم ددې په کیسه کې یو چې د ژوند پایله دې زموږ یو رنګین انځور راباندې وګوري. موږ ددغه بري توغ وړلو ته په ناپامۍ سره هڅه کړی او په دې تمه یې نه لېږدو، چې يوه ورځ به مو د ژوند لاسونه وچ او ترې ولوېږي.
موږ د یوې تلپاتې خوښۍ نیت نه دی کړی، هر څه مو له یوې شېبې خندا قربان کړي. پایله يې داده چې عمر مو سراسر بیا له ژړا سره وي. د ژوند هغه پاټکي چې موږ ترمنزله رسوي په ډېرې بې باکۍ یې د دوو ترمنځ یو پرېږدو او منډې ترې وهو.
که د هر چا د ژوندانه هنداره ګورو، نو له ځان سره باید د حساب یو کتاب رامخته کړو. زموږ موخه دې سکون خوشالي او خندا نه وي، یواځې د ناسم مزل لاره پرېږدو او هر څه په يوه سمه لاره برابروو.
هر وخت مو چې خپل ژوند د نورو له ښادیو او خوښمنو زړونو له تاثره وپايي؛ نو هلته به مو بری خپل کړی او بيا حق لرو، چې ووايو “ژوند ښکلی دی”