مـا ز اغـاز وز انـجام جهـان بی خـبـرم
اول و اخـريـن کـهـنـه کـتـاب افـتـاده اسـت
دروېـش درانی ليکي:
«پـه دې پورتني بيت کي د فــارسي ژبي نـازکـخيالـه شاعرکليم کاشاني جهان داسي يوه کتـاب تـه ورتـه بـللی دی چي هم ئې د سر هـم ئې د پای خوا لوېـدلي وي ځـکـه نـو دی د دغه کتـاب او لـه اغاز او انـجامـه څخه بې خبري اعلانوي. اوس نـو يـو لوستونکی کـه د دغسي کتـاب پـه سر او پای او د هغه پـه بشپـړه مطلب د ځان پـوهولو هڅه کوي نو د هغه لپاره دا دوې لاري دي چي يـا خو يـو څوک ولـټـوي چي د دغه کـتاب جوړونکی پېژني او پـه دې خبر وي چي د کتاب پـه سرکي څـه ليکلي او پـه پـای کي ئې څه راغلي وو. کـه داسي نـه کوي، يـانشي کولای نو دويمـه لاره بيـا داده چي د کـتا ب دا کومـه برخه چي ئې مختـه ده د هغې لــه داخلي شهادتونو څخه کار واخلي. مـطلب داچي پـه غور ئې وګـوري کېدای شي چي دنـنـه ځيني داسي نښي نښانې پيداکړي چي دکتـاب د اغازو انجام اودهغه دجوړونکي پـه بـاره کي څه اندازه ترې لګېدای شي.»
د پښتني ژوند کړه-وړه ۴۳مخ
پـه پښتوکي همدا مــطلب( لـه ژونـده نـاخبـرتيــا) صاحب شاه صابر پـه لاندي بيت کي داسي راوړی دی
صابره موږ لـه ژونـده څه خبر يو
موږ ته د دې کتاب لوستو څوک دي
صابر صاحب هم ژوند کتاب ته ورته بللی دی
ژونـد مشـبـه،غير حسي او کـتـاب مشـبـه بـه ، حسي دی.
موږ له ژونــده نـاخبره يو دغه کتاب هغه څوک راته لوستلای شي چي هغه دوې بيان شوي لاري تعقيب کړي.