لیکوال Doctor ASKY
ژباړن محمداکبر حقمل معینزی
تر ټولو لویه ټولنیزه ستونزه مو دا ده، چې د پوهېدو په موخه غوږ نه نیسو بلکې د ځواب ورکولو په موخه غوږ نیسو. ځینې وګړي فکر کوي، چې پیاوړتیا په دې کې ده، چې دوی هېڅکله د درد احساس ونه کړي. خو په حقیقت کې پیاوړي وګړي هغه دي، چې درد احساسوي، پرې پوهېږي او مني یا قبلوي یې هم. له نورو سره مرسته وکړئ، نورو ته لاس ورکړئ او د نورو لپاره ډېر څه ترسره کړئ؛ ځکه دا به تاسو ته بیاځلې په داسې لارو در وګرځي، چې حتی تاسو به یې فکر هم نه وي کړی. تاسو په دې هېڅکله هم نه پوهېږئ، چې تاسو څومره پیاوړي یاست، تر هغې پورې، چې په دې پوه نه شئ، چې دا یو احساس دی او دا یوه ټاکنه ده؛ دا احساس او ټاکنه دواړه له موږ څخه پاتې وو. اړیکې درلودل او اړیکې ساتل یوه ازموینه نه ده، چې تاسو په کې بریالي او یا هم په کې ماتیالي شئ او نه داسې سیالي ده، چې ویې ګټئ او یا هم ویې بایلوئ؛ بلکې دا یو داسې احساس دی، چې تاسو پر یوه ځانګړي کس د ځان په پرتله ډېر پام ساتئ او په زړه کې یې ساتنه کوئ. په هغه څه باندې باور ولرئ په کوم څه مو، چې خوښه وي؛ خو پر نورو باندې په زور خپلې عقیدې او باورونه مه منه. وخت د دریاب او اوبو په څېر دی، تاسو نه شئ کولای له کومو اوبو مو، چې ګټه اخیستې بیاځلې هم ترې ګټه واخلئ؛ ځکه تېر تېر وي بیا ځلې نه راګرځي، نو له هرې شېبې څخه خوند او بشپړه ګټه واخلئ. M Akbar Haqmal mueenzai