عصمت الله صالح

د سهار اته بجې وې، حمام مې وکړ، پاکې جامې مې واغوستې، آینې ته ودرېدم، شړشمي تېل مې په ورغوي کې واچول، بورس مې راوخیست، ويښته مې د سر یوه طرف ته واړول، کورتۍ مې واغوسته، د عطرو بوتل مې دوه وارې په ځان ومښلو، کوچینی څادر مې تر ستوني دوه لاوه تاو کړ،عینکې مې سترګو ته کړې، پر بوټو مې یو بورس کش کړ او دفتر ته روان شوم… اې تاسې باور وکړئ؛ دومره خوښ وم چې حد یې نه و.

سرک ته چې وختم، فکر مې وکړ؛ ماول په ښار کې هسې هم بیروبار دی، راځه موټر دربس کړه. هغه متل دی چې وايي ګټه په تاوان کېږي. یوې سراچې ته مې لاس ورکړ، موټر ودرېد، سم آدرس مې نه و زده، موټروان ته مې وویل: صیب! هغه د ورځپاڼو تر دفترونو په څو راسره ځې؟ موټروان له لږ فکر وروسته وویل: درې سوه افغانۍ راکړه. سړي ته لږ جدي شوم، ماول سړیه زه هم په دې ښار کې لوی شوی یم، د نادیده فکر مه راته کوه. (ړنګه محصلي ده، که نه ما هم د دومره چنو وهلو وس نه درلود). لنډه داچې موټروان مې په دوه سوه افغانۍ راضي کړ.

تقریبا نیم سات وروسته ځای ته ورسېدم. مخامخ مې وکتل لوی تعمیر و، یوه حوېلۍ يې هم درلوده، ددروازې په خوله کې یو کس ناست و، تلاشي یې واخیسته، د دفتر پوښتنه مې ترې وکړه. سړي ویل: د ډېرو ورځپاڼو دفترونه همدلته دي، پورته وخېژه…

په تعمیر کې مې دفتر پیدا کړ، ورننوتم، د ورځپاڼې مسول نه و راغلی، مرستیال ته یې بوتلم، مخامخ ورته کېناستم، ځان مې لږ او ډېر وروپېژاند ماول؛ زما خو له مدیر سره کار دی.

سړي وویل: مدیر نن نه راځي، نن زه مدیر یم هرڅه کار دې چې وي ماته یې ووایه!

سړي ته مې وویل: زه دکابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو محصل یم، مدیر صیب ته مې په تلفون کې وویل: زه به تاسې ته لیکنې کوم، او تاسې به حق الزحمة (د لیکنې په مقابل کې پیسې) راکوئ. هغه راسره ومنله او نن یې د دلته راتګ راته وویل.

سړی یوه شېبه غلی و، بیا یې وویل: سمه ده بس ته لیکنې شروع کړه او رالېږه یې. په ډېرې خوښۍ مې سړي ته وویل: څه ډول لیکنې درته وکړم؟ په خندا یې وویل: وایم څه دې چې زړه غواړي لیکه یې. له سړي سره مې مخه ښه وکړه، له ګېډۍ ورځپاڼو مې یوه پورته کړه او ترې روان شوم.

حق الزحمه وه پرما شپه وه؛ له هغې ورځې راهیسې مې څه کم دېرش لیکنې، چې زیاتره مې پکې عملي او ټولنیز مطالب سپړلي و؛ په ایمېل ور واستولې، هره ورځ به مې ورته زنګ وهلو، هر سهار به مې په پنځه روپۍ هماغه ورځپاڼه اخیسته، خو نه یې زما زنګ اوچت کړ او نه مې یې کومه لیکنه خپره کړه.

نوټ: نو ماویل چې تر دې ځینو واسطو او بازاري وعدو؛ دا ډېره ښه ده چې یو اړ محصل د سرک پر غاړه کېني او په لس لس روپۍ بوټان رنګ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *