عصمت الله صالح

مازدیګر څلور بجې به وې، د پوهنتون له دروازې راووتم، د کورتۍ جېبونه مې وکتل؛ فقط یو زوړ شلګون مې پکې پیدا کا. ماول ځه تر کوټه سنګي په پښو لاړ شم، هسې ام دومره لار نه ده، دا شلګونی به له کوټه سنګي، تر کوره کرایه کړم. بس حرکت مې وکړ، کوټه سنګي ته چې راورسېدم؛ د فضلي مارکېټ مخامخ، د سرک په غاړه یو سپین ږیری ولاړ و، سړي په یوه لاس کې کږه وږه لکڼه نیولې وه په بل لاس کې یې یوه پلاسیتکي بوجۍ؛ نه پوهېږم چې څه شی به پکې و.

زه چې ورنږدې شوم، غږ یې راباندې وکړ؛ له سلام کلام وروسته یې وویل: زویه د خدای خاطر وکړه ما د کمپنۍ په کوم موټر کې کېنوه، نیم سات کېږي چې دلته ولاړ یم؛ نه په خپله له سرک پورې وتلی شم، نه بل څوک راسره مرسته کوي. ما چې سړي ته کارته پورته وکتل، هغه د چا خبره مې ذهن ته راغله چې تل به یې راته ویل: په ښار کې هر څه بل ډول وي، ډېر خیال به کوې… سړي ته مې ویل: کاکا دغه تر پله لاندې ټول موټر کمپنۍ ته ځي، زما لږ څه ضرور کار دی. له سړي همداسې روان شوم. ترشا مې نه راکتل، یو څو ګامه چې مخکې لاړم؛ دښاریانو په شور ماشور کې مې ترې یوازې دا یوه خبره واورېده؛ (افغانستان نه دی کافرستان دی…)

لږ قدم مې ونیو، ځان ته مې وویل: ښا عصمته! رب ته به څه ځواب ورکوې، دا بېچاره که هرڅوک وي دومره خو پوه شوې چې مسلمان خو دی، خدای به درته په غوسه شي… بېرته ورته را وګرځېدم؛ له سړي مې په یوه لاس کې بوجۍ واخیسته، په بل کې مې تر لاس ټینګ کړ، له سرک مې راپورې ویستو، تر پله لاندې مې د یوې سراچې دوازه خلاصه کړه، سړی مې پکې کېناوه، موټروان ته مې وویل: دا کاکا به په کمپنۍ کې کوز کړې. وروسته مې جېب ته لاس کړ؛ هماغه خوړین پړین شلګون مې موټروان ته ورکړ، بیا مې عینکې سترګو ته کړې او پياده روان شوم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *