دوه کاله مخکې، یو سهار مې یوه ملګري راته زنګ وکړ، له جوړ پخیر وروسته یې وویل: هلکه دلته یو خصوصي ښوونځی دی، نن ورشه د استاد کېدو خبره مې دې ورسره کړې، فقط یو ځل مدیر له نږدې ووینه نور کار خلاص دی.
ما هم په ځان او په وېښتو لږ لږ ګوتې ووهلې او ور روان شوم.
مکتب مې پیدا کړ، له ننوتلو وړاندې مې له ملازم د ادارې پوښتنه وکړه، هغه د مدیر کوټه را وښوده.
له ننوتلو سره سم مې سلام وکړ، مدیر نېک اخلاق درلودل، سمدلاسه پاڅېد، وړاندې راغی، ښه تاوده ستړي مشي یې راسره وکړل. له هغه څخه وړاندې دوه درې نور کسان چې یوه پکې ښځه وه هم په چوکيو کې ناست و، زه هم ور تېر شوم له دې دوو تنو نارینه ؤ وروسته د ښځې مخې ته ودرېدم او یو دم مې ښی لاس د ستړي مشي په موخه ور اوږد کړ، هغه بېچارګۍ به چې لاس لږ را اوږد کړ بېرته یې ټول کړ، خو دا کار یې دوه درې ځلې ترسره کړ، آخر یې په یو ډول دوه ګوتې راکړې.
په دې وخت کې مې شدیده لړزه په وجود راغله، ماول “خانه سپېریه” دا دې څه وکړل پردۍ ښځې ته کله څوک لاس ورکوي.
شاته مې چې راوکتل مدیر صاحب په موسکا سره پر چوکۍ کې د کېناستلو بلنه راکړه.
خو دلته مې یو ځل بیا ویده بخت بیدار شو هغه دا چې تلفون ته مې زنګ راغی، له اجازې وروسته په داسې حال کې دهلیز ته راووتم چې د سر ویښتان او تندی مې په خولو لانده خیشته وو، نور مې دوه پښې خپلې کړې او دوه پردۍ په تېښته راوتښوم.
بس هماغه شوه بیا مې تر ننه پورې د هغه مکتب دروازه نه ده ور خلاصه کړې.
ـــــــــ
نوټ: نو خبره مې دا کوله درنو قدرمنو چې کله کله انسان په غیر ارادي ډول داسې یو عمل ترسره کړي چې یوه ډېره بده، خرابه او او بې ګټې پایله به لري، نو ځکه په داسې ځایونو کې پام او فکر دواړه پکار دي.