دولسم ټولګي مې خلاص کړ، د کانکور د ازموینې وروسته په کابل ښار کې نیمه ژورنالېزم ته بریالی شوم، یو سهار مې حرکت وکړ؛ ښار ته ورسېدم له هغه ځایه د ارزان قېمت سیمې ته روان شوم. د ارزان قېمت په پراخه سرکونو ډېر ستړی شوم، آخر مې په پوښتنه پوښتنه انستیتیوت پیدا کړ. نه پوهېږم چې ستړی به وم او که به مې خپل کم عمر ته اندېښنه وه؛ بس سمدلاسه مې مدیر ته وویل چې زه منفکي اخلم، هغه راسره ومنله او راته یې وویل: چې تراوسه دې موږ ته نوم نه دی رارسېدلی، ته به څه موده وروسته راشې او خپله منفکي به واخلې.
له ارزان قېمت نه بېرته په موټر کې راکېناستم؛ ښار، دهمزنګ، کوټه سنګی، همداسې تر کمپنۍ پورې مې ځان را ورساوه او له هغه ځایه مې خپل وطن (وردګو) ته مخه کړه.
کور کې مې یو سهار فکر وکړو؛ ماول ښا سږ کال خو پوهنتون هم نه شو، ټول کال خو هسې نه شې تېرولی راځه یو کار پیل کړه، بس هماغه و چې د خښتو تویولو ته مې ملا وتړله.
هره ورځ به مې پنځه سوه خښتې تویولې. قېمت یې هم ښه و؛ یوه خښته په یوه افغانۍ وه.
یو مازدیګر لګیا وم خاوره مې خوشتوله (لمدوله) کتل مې چې یو څو کلیوال ملګري مې راغلل، داچې زه په خټو ککړ وم نو له لرې مې ورسره جوړ پخیر وکړل، دوی راته کېناستل؛ مجلس مجلس آخر خبره تر کانکور او پوهنتونه لاړه، یوه راته وویل: تا هم لکه چې پوهنتون پرېښود؟ ماول هو، که ژوند بیا به کانکور ورکړم. یو بل چې په لاس کې یې د کرکټ ډنډه نیولې وه، یو دم یې وویل: ته خو د کابل پوهنتون خوبونه وینې، خو زه فکر نه کړم چې ته د په دې ککړ مخ او ببر سر د کابل پوهنتون ته ننوتلی وې، خدای دې خار نه که یې، ټول کال به د خښتې تویوې کړې وي او آخر به ام دا هیله لرې چې زه ام، لوړې زده کړې وکړم، که ما وښایې خو خیر… وروسته ټولو وخندل!!
یوه ورځ مې توره نوې درېشي په تن وه، دکابل پوهنتون د دروازې په مخ کې ولاړ وم، چې یو دم مې هماغه کلیوال ملګری مخې ته راغی، له جوړه تازه ورسته یې کارته پورته راته وکتل، خو د نور څه ویلو مخ یې نه و راته پرېښی، له لږ مجلس وروسته ځوړند سر روان شو، ما هم خپل کارت له جېب راوویست او نېغ پوهنتون ته ننوتم…
عصمت الله خانه په خوږه وردګی لهجه د ډېره خوندوره خاطره ليکلې ده ، له خښتو تویولو « رېژولو » تر پوهنتونه . بې زحمته راحت نشته زما وروره . خدای ج د همداسې بریالی لره .