جمیل مهرووال

موږ ته پکار ده چې د ژوندانه له ستونزو او مشکلاتو څخه مثبته ګټه ترلاسه کړو څو هغه زمونږ همت، توان او اراده لا نوره هم غښتلې کړی. په ژوند کولو کې تل ستونزی او تکلیفونه رامنځته کېږي، چې دغه ستونزی او مشکلات انسان دې ته اړ باسي چې خپل پټ ځواک او ځیرکتیا را برسیره کړي.

تر ټولو بد او ناوړه ګواښ انسانو ته هله پېښېږي چې هغه په یوه داسې ټولنه کې لوی شوی وی ، چې د ژوندانه ټول اړین ضرورتونه یې د بل چا له خوا پوره شوي وي، دغه شان ژوند کول د هغه اعتماد او احترام په خپل نفس له منځه وړي، له هغه نه یو بې احساسه شخص جوړوي، او د ژوندانه د اهمیت د نه پوهیدلو له امله د وخت له فرصتونو څخه کافی ګټه نشي اخیستلی، او تل له ستونزو سره مخ وی، ښایې هر چا له دا معلومه شوې وی او معموله ده کوم کار چې په سختی سره بریالی شي ډېر خوشحالونکی وی.

نننۍ دنیا چې څومره پرمختګ کړی، دا ټول د ژوند ګواښونو ته د انسان د ځواب او تن ورکولو نتیجه ده. کله چې انسان له یو بهرنی ګواښ څخه د خپل داخلي توان د رابرسیره کولو لپاره کار اخلي، نو ګواښ بیا دهغه د پرمختګ لامل ګرځي، او ګواښ بیا ګواښ نه پاتی کیږي. او که په ژوند کې ګواښونه او ستونزی نه وي، نو د خلکو ارادې به ضعیفې وي، او په ننی نړی کې به هېڅکله هم دومره پرمختګ نوی رامنځته شوي، او دژوند کولو به هم کومه ځانګړې معنا نه درلودلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *