د مینې خوږاوسپیڅلې غږ اوس دهیچا په زړه ښه نه لګیږي، ځکه دوی له نفرت، کرکو، ناخوالواو بې اتفاقیو سره روږدې شوی دي . د دوی زړونه ټول د لوی نعمت چې هغه د مینې، یوالې او د ورورۍ فضاء کې ژوند تیرول دي ورڅخه بی برخې دي.

همداسې په خواریو، فقر اونفاق کې د یوبل دوینې تویدنې اوجنګونوپه ویر ناکه فضاکې دظلم ژوند تیروي، دوی دمینې مخالف کسان دي. دغه خلک مینې ته ځانګړې ارزښت نه ورکوي ، تردې چې دوی ژوند ته هیڅ دقدرپه سترګه نه ګوري.

د مینې ژوند په ټولنه کې داسې خوږ وي، چې هیڅکله به هلته خلک له ناخوالو سره مخامخ نشي، نو له دې امله د مینې ژوندکې راز راز خوندونه وي که مینه نه وي ژوند لکه بی مالګي دی او زړه بی له مینې مړ دی شکسپیروايي چې مينه کول يو عذاب دى خو له مينې څخه محروم والى بيا مرګ دى، ژوند ښکلااو مينه يو له بل سره ډيرې نږدې اړيکې لري، پرته له مينې ژوند بي خونده وي , مينه ژوند ښکلي کوي د ژوند ښکلا په مينې پوري تړلې ده.  

که موږ وغواړو، خپل ژوند نور هم ښکلی کولاي سو، کله چې د ټولو په منځو کې مينه وې، نو ژوند مو ډېر ښکلی کيږي. مينه نه اخستل کيږي، نه خرڅېږي او نه مطالعه کيږي او نه زده کيږي؛ بلکي نوروته ورکوله کېږي او درک کېږي. مینه انسان ته سکون او ډاډ وربښي، او انسان یوه داسې حالت ته رسوي چې دی کولای شي هلته په ځآن باندې اعتماد او نفس باندې باور پیدا کړي، له خپل ځواک څخه په معلومه توګه او د یوه معلوم هدف لپاره ګټه پورته کړي او د هغو خنډونو په مقابل کې چې دده په وړاندې ولاړیږي په جرات او میړانې سره مبارزه کوي او یو رنګه داخلی انقلاب او اوښتون ته ځآن او خپل ځواکونه هڅوي.

د مینې دوهم پړاو تر وصل وروسته ده چې کله یو انسان په دې وتوانیږي چې له کلونو مبارزې او شخړې وروسته خپل منزل مقصود ته ورسیږي نو بیا طبیعي خبره ده چې د خوښیو په سمندر کې به ټوپونه وهي او روح به یې د خوښیو په آسمان کې الوت کوي. هرهغه څوک چې مینه نه پیژني هغه د ژوندانه چارې سره علاقه نه نیسي.

دژوند ښکلې خاطرې په مینې پورې زیات تړاؤلري، هرهغه څوک چې دخپل ژوند ښې اوبدې خاطرې ونلري په حقیقت کې دزړه مینه ورسره نه وي. که دچاپه زړه کې د مینې ښکلې را ز پروت نه وي نوهغه د ټوله نړۍ کوم چې الله تعالی د بندګانودهوساینې او د ژوند داړتیالپاره پیداکړي دي هیڅ پام ورته نه اړوي که غواړئ په خوشالي مو ژوند تير سي او ژوند ته ښکلي ښکلي رنګونه ورکړو؛ نو د مينې په رنګونو يې بايد ښکلي کړو، تر څو د کرکې په ځای خلکو سره د مینې او رښتونولۍ اړیکه ولرو.. هرڅوک رښتيني ميني ته اړتيا لري لکه څرنګه چې ماشوم هم بې له مينې نه لوييږي، که بې له مينې لوي شي ,نو ټولنيزه روحيه به يې کمزوره وې اوکه په مينه لوي سي نو ډير خوشاله او ښکلي ژوند به ولري ترپايه به یې عمر په خوښیو کې وي.

مينه لکه انګور تاک دي چې زموږ په زړونو کې له شاخو تاويږي نو د تل لپاره بايد زموږ زړونو کې مينه شتون ولري ترڅو ژوند مو داغسي ښکلي وي ددي لپاره چې په مينه باندي دنيا اباده ده مينه له خشونت او جګري نه مو خلاصوي د جګري او خشونت سره زموژ ژوند نسي ښکلي کيدلي که غواري ژوند کي مو داحالات نه يې نو په مينه خپل ژوند په مخ بوځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *