ژوند د څښتن تعالی یو لوی او وړیا نعمت دی، چې پخپل بشریت یې پیرزو کړی. ژوند د انسان لپاره یو امانت دی له دې امانت نه سمه استفاده د انسان د بریالیتوب دروازې پرانیزي، د دنیا او اخرت لپاره ځینې لویه توښه لاسته راځي.
ژوند یو قیمتي او ارزښتمن عنصر دی خو په هغه مهال چې انسان یې قدر وپیژني او حق یې ادا کړي.

انسان اشرف المخلوق پیدا شویدی، د زیات ګرانښت په سبب یو وخت کې همدغې انساني لړۍ ته اسماني پاخه شوي خواړه راتلل، دا چې انسان ځینې وخت ناشکري کوي یو ځل بیا یې ددې عمل سزا ولیده او ددې نعمت څخه بې برخې شو. ځانته یې په لویه ځمکه کې کرکیله غوره وګڼله چې دا لړۍ به د ژوند تر پایه روانه وي. د ژوند اصلي ماهیت او ورسره تړلي کلمه هڅه او کوښښ دی، هڅه د ژوند سره نه شلیدونکي اړیکه لري، بېلېدل یې ناممکن دي چې دلته یې د یوه مثال سره تشریح کوو.
سپوږمۍ د شپې لخوا په اسماني نړۍ د پاچاهۍ راج چلوي، واړه واړه ستوري ورته د غلامۍ سر ښکته کوي، احسان یې مني او ځانته ترې په چونګ کې روښنایي او منورتوب تر لاسه کوي او خپل شتون د ځمکې وګړو ته ښيي. نو دا چې ستوري بې له سپوږمۍ د ځان ښودنه نشي کولی او خپله رڼا نورو ته نشي رسولی نو دا پایله ترلاسه کولی شو چې هر ژوند چې بې له کاري هڅې تیریږي مرګ ځینې غوره ګڼل کیږي.

په ژوند کې هڅه یو قیمتي او ځلیدونکی صدف دی چې هنرمند یې د سمندري نړۍ له تل نه په پوره مهارت او تجربې سره لاسته راوړي، له نهنګ سره ډغرې وهي، ځان د سیند په مرګونو څپو وهي او دغه لویه موقع له لاسه نه ورکوي.

یو یوناني متل دی چې ژباړه یې څه داسې ده 🙁 ټول خلک په دنیا کې د ژوند کولو حق لري، مګر په دنیا کې د ژوند کولو قابلیت نه لري.)

که ورځني بهیر ته راشو نو موږ دلته دوه پدېدې موندلی شو:

۱ علم او پوهه

۲ کسب او هنر

هر عالم ته هنرمند ویلی شو خو لیکن هر هنرمند ته عالم نشو ویلی، دا پدې مانا هم نه ده چې هر څوک علم نه لري، نو د نورو د اوږو بار دې کرځي.
یعنې ژوند یوازې په سواد لرونکو وګړو پورې نه تړو، بلکې یو کسبګر او هنرمند کیدای شي له هغې وګړو ښه ژوند د ځان لپاهره برابر کړي. ځکه هنرمند د خپلې هغې علاقې او مینې له امله چې د یوه هنر سره یې لري ځان خپل هدف ته رسوي، یو کلیوالي انځورګر له هیچا زده کړه نده کړي، د ښوونځی پر څټ هم نه دی تېر خو یو ځل لیدونکي څېره په کمه شيبه کې انځوروي او بې له کومې تېروتنې یې رسامي کوي.

حضرت علي (کرم الله وجهه)  فرمايی: ( هره لحظه چې تېریږي د ژوند یوه برخه ده، نو کوښښ وکړئ چې یوه لحظه هم په غفلت کې تېره نه کړئ ، خپله کامیابي پکې ولټوئ.)

د نړۍ یو بل مشهور عالم شکسپیر وایي:( د ژوندانه سختۍ ته ګوره او هغې ته په خلاص تندي ورشه.)

دا چې ژوند د خوشالیو او ستونزو ګډه ټولګه ده، نو خوښۍ یې باید په ورین تندي ولمانځو او سختیو ته یې متوجه او لرې لیدلوری ولرو، پلان د ژوندانه د هر کار لپاره لازمي او ضروري توکی دی، چې انسان د بریالیتوب پړاو ته رسوي.

لکه لامارتین چې وايي: ( ژوند له سوچ او کار کولو څخه عبارت دی.)

یانې له دې معقولې دا لاسته راځي چې انسان باید زیارکښ او هڅاند واوسي. له ښه سوچ سره پلان ترتیب او په زړه پورې حوصلې کار سرته ورسوي.

د نړۍ یو بل پوه په خپل کتاب کې کښلي: ( د ژوند او مرګ په منځ کې توپیر یوازې په ژوند کې سختۍ ګالل دي.)

ژوند ازموینه ده، کوښښ وکړئ چې د ژوندانه په هر کار کې د کامیابئ نمره ترلاسه کړئ.

ژوند آیئنه ده، کوښښ وکړئ چې دغه آیئنه له ځان سره ولری او هره ورځ خپل کړه وړه پکې وګورئ.

ژوند یو چانس دی، کوښښ وکړئ چې له دې چانس څخه چې درته برابر شوی ښه استفاده ځېنې وکړئ.

لکه څه ډول چې ګل بې له اوبو ژوند بایلي او بلبل یوازې پریږدي، همداشان هر کله چې ژوند بې له هڅې شي یو بې مانا څیز ځېنې جوړیږي.

نو راځئ چې د ژوند دې پراخې لړۍ ته د کلک هوډ پر بنیاد او د ځوانې طاقتورې انرژۍ پر مټ د هڅې او هاند پر جامو ځانونه مُلبس، خپل هدف تعقیب او ترلاسه کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *