د لویدیز انسان یوه بدمرغي دا ده، چې د خپلو مخلوقاتو په غلامۍ کې کېوتی دی. تکنولوژي د لویدیز انسان د عقلاني او فکري  هڅې او بریا محصول ده، کمپیوتر  د انساني پوهې داسې تولید دی، چې اوس یې د انسان ژوند په ځان پورې تړلی دی. نننی انسان په کمپیوتر روږدی ( معتاد ) دی او که یوه ورځ یې اړیکي له کمپیوتر سره غوڅ شي، نو ددغه روږدي انسان د  معلوماتو، کړنو او ان خوب وخوړو سیستم به  ورګډ وډ شي. ختیځ ته  دغه اعتیاد د ناروغۍ په څېر راغلی دی، مانا تر اعتیاده هم په بده بڼه . موږ افغانان په تکنولوژۍ معتاد نه، بلکې د تکنولوژۍ ناروغان یو. موږ ته د تکنولوژۍ ګټه او ارزښت نه، بلکې وایروس یې رارسېدلی دی. موږ له تکنولوژۍ او کمپیوتري پوهې څخه د تولید، اقتصادي پروسس او ځان پیاوړي کولو لپاره کار نه شو اخیستلای، بلکې د غم غلطولو، ځان بوخت ساتلو، یو بل راپرځولو او د رواني عقدو د تشولو لپاره کار ورڅخه اخلو.

تکنولوژي وسیله ده ، نه هدف. د تکنولوژۍ اصلي موخه او وجودي منطق د بشریت د انساني ژوند دشرایطو له ښه والي سره مرسته ده، مانا هدف دانسانانو د ژوند د شرایطو ښه والی او هوسایینه ده، تکنولوژۍ ته د هرڅه وقف کول، وسیلې ته د ځان رسولو مانا لري. تکنولوژي باید زموږ وږې ګېډې مړې کړي، موږ ته د کور، روغتیا، له خپلو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې او سم ټولنیز ژوند شرایط رامنځته کړای شي. لویدیز انسان د تکنولوژۍ په مرسته ځان همدې موخې ته رسولی دی، خو ستونزه یې دا ده، چې د تکنولوژۍ د ډېرې کارونې له لاسه پرې معتاد شوی دی او تکنولوژي یې د ژوند په مانا او مفهوم بدله شوې ده. تکنولوژي له لویدیځ انسانه نور انساني ارزښتونه تروړلي او هېرکړي دي.

خو موږ ختیځوالو په تېره بیا افغانانو ته تر دې هم په بده بڼه راپېژندل شوې ده، ځکه پرته له دې چې د ژوند شرایط یې راجوړ کړي وي، په ولږه کې یې په ځان روږدي کړي یو.

زما دا خبرې هېڅکله د تکنولوژي د غیبت او بد یلو په مانا مه اخلئ، بلکې د تکنولوژي او کمپیوتري امکاناتو د سمې کارونې لپاره یې د یوه  وړاندیز د سریزې په توګه ومنئ. تکنولوژي او کمپیوتر نه په لویدیځ کې بده پدیده ده ، نه هم په ختیځ کې . اصلي خبره له دغو سترو ښکارندو (پدیدو) سره د لویدیز او ختیز انسان مخامختیا او چلند دی.

موږ افغانان چې د نړۍ له مدنۍ پرمختګونو څخه پېړۍ پېړۍ وروسته ساتل شوي یو، د تکنولوژۍ جادويي مرستې ته اړ یو، چې ځان په دغه ځغلنده او چټک کاروان پسې ورورسوو، خو په دې منډه کې بنسټي ربړه دا پوښتنه ده، چې څنګه ؟

کمپيوتر: داسې یو جادويي بکس دی، چې هم په کې د شاړو زمکو د کرلو لپاره د اوبو بند ډیزاینیږي، هم یې د لګښت شمېر او شونتیاوې راپه ګوته کولای شي او هم یې د جوړولو ټوله لارنقشه په ګوتو راکوي، په همدې شیطاني بکس کې لوڅ او بربنډ فلمونه هم کتل کیږي او د ماشومانو لپاره له تاوتریخوالي ډکې لوبې ( ګېمونه ) هم چلیږي، زموږ ستونزه داده، چې موږته  د کمپیوتر ماهیت او د کارونې دود په دا دوهمه بڼه کې راغلی یا مو راوستلی دی.

همدې بېلګې ته په کتلو، د کمپیوتري تکنولوژۍ په مرسته د ټولیزو رسنیو مجازي نړۍ کې زموږ افغانانو حضور  ارزولای شو.  فیسبوک، تویتر، واټس اپ اونور داسې جالونه، چې په نړیوال کچ د انساني اړیکو د چټکوالي، د افکارو او طرحو د ژر خپراوي او د انساني پرمختګ لپاره د پوهاوي راپوهاوي د بېړنیو شونتیاوو برابرولو لپاره جوړ شوي، ایا موږ یې همداسې کاروو؟

په افغاني فیسبوکي نړۍ کې څومره ښکنځلې، تکفیرونه ، بې مانا خبرې، چټیاټ او اباطیل  ګورو؟

د دوی څومره والی د ګټورو، پوهنیزو، پرمختګ راوستونکیو، ښوونیزو او روزنیزو تفریحي هستوونو، ښکلاوو، ادب او هنر په پرتله  څومره دی؟

هره ورځ له څومره داسې لیکنو او پوښتنو سره مخامخیږئ، چې ستاسو په ژوند او د ژوند شرایطو سره هېڅ اړیکه نه لري؟

په افغانستان کې چې وزګاري ډېره ده، د سالمې تفریح ( موسیقي، سینما، تیاتر او نورو) امکانات نه شته، ډېر کم خلک پر ګټورتولیدي کار بوخت دي، د رواني سکون او له ناخوالو څخه د تېښتې لپاره د فیسبوک مجازي دنیا د هغه ګډوډ بازار حیثیت لري، چې هرچا او هڅه ته په کې ځای شته ان که تاسو د پلورلو لپاره کوم څه ونه لرئ، هم چکر په کې وهلای شئ، چې خپل وخت په کې وړیا وپلورئ.

ښايي، ځینې دوستان به وایي، چې فیسبوک ډېرې ګټې هم لري، دامنم، خوکله مو د ګټو او تاوانونو ترمنځ د ارزونې او سنجونې کوم فکر هم کړی دی؟

سروې وکړئ، چې د کومې نړۍ یا کوم بل هېواد په مجازي دنیا ( ټولیزو رسنیو ) کې دومره سیاست کیږي، لکه زموږ په فیسبوکي دنیا کې چې روان دی؟ هغه هم د ښکنځلو، تکفیرونو او خونړیو سیاستونو په بڼه چې د افغان انسان د ژوند شرایطو له ښه کولو سره هېڅ مرسته نه شي کولای.

د فیسبوکي روږدتیا ( اعتیاد ) یوی لوی ناورین خو دا دی، چې موږ یې د عمل له ډګره لرې کړي یو، سیاست په فیسبوک کې، د پوهې دعوې په فیسبوک کې، کرنه په فیسبوک کې، ژرنده په فیسبوک کې او تولید په فیسبوک کې، ځکه سیاست په فیسبوک کې روان دی. تردې بهر موږ ټول وزګار، نهر، ټپي، غمجن او بې سیاسته یو، بې نظامه یو او بې طرحې او بې پلانه یو.

تر فیسبوک بهر مو زمکې شاړې دي او اوبه مو بهر ته روانې، شعور مو د منځنیو تورو پېړیو دی او تر فیسبوک بهر مو تورې په لاسونو کې دي او یو د بل سرونه غوڅوو.

په ټولیزو رسنیو اعتیاد څنګه  په خپله ګټه راڅرخولای شو؟

له ټولیزو رسنیو څخه معقوله ځانساتنه او په عملي ډګر کې د خپل ژوند په شرایطو کې بدلون راوستل به ناشوني یا سخت وي، ځکه همدا اوس تاسو زما دا لیکنه هم ښايي له همدې مجازي نړۍ څخه لولئ، خولږ ترلږه دومره فکر کول خو په کار دي، چې دا مجازي نړۍ او د پوهاوي راپوهاوي وسیله ، څنګه  په خپله ګټه وکارولای شو او له هغه منطق سره سم  ورڅخه ګټه پورته کړو، چې له مخې یې دا اسانتیا را منځته شوې ده.

حللارې :

له دې لویې ټولنیزې ستونزې څخه ـ چې له بده مرغه اوس یې موږ په زیانونو نه پوهیږوـ د راوتلو لپاره د منډې له مخې درې لارې وړاندیزوم:

۱ـ   پرټولیزو رسنیو دافراطي  روږدتیا ( اعتیاد ) د مخنیوي لپاره د بدیلو بوختیاوو موندل  . ترټولو وړاندې مطالعه او کتاب لوستل، چې وروسته به یې په همدې مجازي نړۍ کې ورڅخه د کار اخیستنې پر لارو چار هم خبرې  وکړو.  داخبره اوس  پوهنې زبات کړې ده، چې پر ټولیزو رسنیو بوخت نفوس د مطالعې لپاره ډېر زیات وړ نفوس ګڼل کیدلای شي.

نور بدیلونه یې تولیدي کار، لوبې، ورزش او لیکل هم کیدلای شي.

۲ـ پخپله د ټولیزو رسنیو د کارونې دود بدلول، په دې مانا چې په ټولیزو رسنیو کې د خپل حضور ګټورتیا او اهمیت له سره وارزوو. دا پوښتنه وکړو، چې په فیسبوک یا بل جال کې زما حضور ماته، ټولنې ته او نورو ته څومره ګټور دی؟ څومره زه څه زده کولای شم ؟ او څومره نورو ته ګټه رسولای شم؟  

پر همدې بنسټ  کړای شو، په ټولنیزو رسنیو کې د هغو زده کړو په اړه جدي بحثونه راپیل کړو، چې موږ  د خپلې مطالعې پرمهال ورسره مخامخ شوي یو. هر ه ورځ که تاسو درې پاڼې مطالعه هم کوئ، نو خامخا په کې یوه نوي څه ته متوجه کیږئ، چې ښايي له نوروسره یې هم شریک کړئ، یوه نوې پوښتنه ، یوه نوې پوهه او یا هم یوه نوې زده کړه، بس پر خپله پاڼه یې لنډیز ولیکئ او نور هم پر هغه بحث ته راوبولئ، دا له یوې خوا د مجازي د نیا منځپانګه ګټوره کوي او له بلې خوا تاسو له ځانه بهر په حقیقي نړۍ کې نور څه کولو ته هڅوي.

۳ـ  د فیسبوکي نړۍ او عملي ژوند ترمنځ د پول تړل.  ډېر ځله ګورو، چې په ټولیزو رسنیوکې ښې خبرې کیږي، ګټورې طرحې وړاندې کیږي، پوهه خپریږي او داسې معلومات په ګوتو درځي، چې ستاسو د چاپېریال د انساني ژوند دشرایطو د ښه والي لپاره ګټور وي، خو ګڼ نور خلک تکنولوژۍ ته د نه لاسرسي له امله له هغو څخه نا خبره پاتیږي او دا ګټوره منځپانګه تر هغوی نه رسیږي. هڅه وکړئ، د ښار، کلي او بانډې خلکو ته د دغو خبرو په اړه  معومات ورسوئ او تر دې هم ورهاخوا له هغوی سره کار وکړئ، چې له دغو ګټورو معلوماتو څخه په خپل ژوند کې ګټه پورته کړي او په دې توګه یوه پراخ ټولنیز بدلون ته لاره هواره شي.

که دا ومنو چې افغانان په څلریشتو ساعتونو کې اته څلویښت ساعته ګټور او تولیدي کار ته اړتیا لري، نو په داسې شرایطو کې له معلوماتي تکنولوژۍ څخه ګټوره کاراخیستنه  یوه ښه هڅه ده او که نه بېړۍ مو ډوبه بولئ.

بدلون اونیزه/ دریم کال/ پرله پسې ۱۲۶مه ګڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *