كنري مې اخيستې وه. زرغون قفس كې مې ساتله. ورته خوشاله وم. چې يوازې به شوم خبرې مې ورسره كولې. د وزرو ټپولو به يې خوند راكاوه. سهار وختي به مې د شنې ونې ښاخ كې قفس ځوړند و. چغېدل به يې د روانو اوبو د غږ غوندې اراموونكي و. پلارمې راغی . ورته ويې كتل. سر يې وښوراوه. د قفس ور يې پرانيست. كنري وزرې وټپولې، والوته. چيغې مې كړې، پسې منډې مې كړې منډې مې کړې. خو ورو ورو مې له سترگو پناه شوه. ژړا راغله، لاس تر زنې چمن کې كېناستم. پلار مې موسك و. روانیدو کې یې وویل:

– « لورې ژوند ورکوه، ژوند مه اخله».

خالي قفس مې ساتلی و. پنځلس ورځې تیرې شوې وې، چې له مکتبه راغلم. پلار مې ډیرې مرغۍ راوړې وې. تره مې سرونه ترې پرې کول. ورته ومې کتل. زړه مې وبریښېده. تشناب ته مې منډه کړه، یخې اوبه مې مخ ته واچولې.

ماښام ټولو د مرغیو غوښه په خوند خوند خوړله. ما حیران حیران ورته کتل. پلار مې غوښه راته ونیوله. ستونی مې ډک و. ومې ویل:

– « زه ژوند نه شم اخیستی»

پلار مې راته وکتل، سترګې مې ډکې وې. غلی شو، غوښه یې غاب کې کیښوده، اوبه یې غوړپ کړې. زه برنډې ته ووتلم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *