حاحي محمد حنيفي چې په هلمند کې تر ټولو مشر ليکوال دی، نږدې دېرش کتابونه يې ليکلي او ژباړلي دي.

ژوند فرهنګي ټولنه چې څه وخت مخکې يې په هلمند کې فعاليت پيل کړ ورسره سم يې ددې ولايت د ځينو ليکوالانو لپاره لمانځغونډې پيل کړې چې هره مياشت د کار سړي تر سرليک لاندې يوه غونډه جوړوي.

يادې ټولنې د خپلې پرلپسې شپږمې غونډې په ترڅ کې د هلمند ولايت سپين ږيری ليکوال، شاعر او ژباړن حاجي محمد حنيفي بابا وستايه.

د ژوند فرهنګي ټولنې مشر عبدالهادي عمري وايي، موخه يې له داسې غونډو په ټولنه کې خلکو ته د کار د سړو ورپېژندل دي، عمري وايي، په دې کار سره غواړي په افغاني ټولنه کې هغه قانون مات کړي چې له مخې يې ليکوالان او د کار خلک وروسته له مرګ ستايل کيږي.

د حاجي محمد حنيفي بابا غونډې ته د هلمند مدني ټولنې مشر، شاعر او ليکوال سردار محمد همدرد هم ورغلی و، همدرد په خپلو خبرو کې وويل، حاجي محمد حنيفي بابا تر ډېره له نورو ژبو ديني کتابونه ژباړلي دي، چې په دې کار سره يې د ديني او عصري زده کړو ترمنځ واټن هم له منځه يوړ.

حاجي محمد حنيفي بابا چې په هلمند کې تر ټولو مشر ليکوال دی تر دې دمه شاوخوا دېرش کتابونه ليکلي او ژباړلي دي چې ۱۹ کتابونه چاپ شوي دي او ۹ يې تر چاپ لاندې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *