الحمد الله رب العالمین و صلوات و سلام علی رسوله محمد رحمت العالمین و علی آله و اصحابه و انصاره اجمعین.
بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله تعالی فی القرآن الحکیم و العظیم. (( و انک لعلی خلق العظیم))، الایه. (( و ما ارسلناک الی رحمت اللعالمین)).
لکه څرنګه چی د اسلام د ستر پیغمبر د بشریت ناجي حضر ت محمد صلی الله علیه وسلم بعثت د بشري نړۍ د ساتني لپاره د لوی څښتن د خاص حمکت او معجزې بیلګه او د اخلاقو نمونه وه. هغه صلی الله علیه و سلم په خپل مبارک ژوند کی هیچا او هیڅ دین ته په بده سترګه نه دي کتلي او خپل امت ته یې د نورو د دین، قوم او ژبې د احترام توصيه کړې.
خو پوچ مغزه، ناروغو او متعصبو کفارو وخت په وخت د خپلې ناروغۍ اظهار کړی او د اسلام د شعائرو او مقدساتو سپکاوي ته یي ملا تړلې. دي ناروا لړۍ ته یې چي د ټولو نړيوالو اصولو، نورمونو او قوانینو خلاف ده. تر اوسه ادامه ورکړې.
دا ځل دي ناروا کړني ته د فرانسي هیواد کي د شارلي ایبډو په نوم ورځپاڼي ملا وتړله او د معظم رسول صلی الله علیه وسلم په نوم یې پرلپسې کاریکاتورونه خپاره کړل. د شارلي ایبډو دا پوچ او پاروونکی عمل د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د مسلمانانو او سوله خوښو له خوا له تند غبرګون سره مخ شو.
دا ناروا، پاروونکی او مذهبي جګړو ته هوارونکی عمل یې په کلکه وغانده. د غندلو په لړۍ د ژوند مدني ټولنې مسلمانو ځوانانو د ۱۳۹۳ کال د سلواغې میاشتي په ۱۱ نېټه د شنبي په ورځ دا ناروا عمل په کلکو ټکو وغانده، د ژوند ځوانانو، علماوو، زده کړ یالانو او په سلګونو غزني مېشته ښاریانو دا حرکت د ژوند مدني ټولنې له دفتر څخه د تکبیرونو، نبوي درودونو، د فرانسې او شارلي ایبډو ورځپاڼي په ضد له احساساتو ډکو شعارونو پېل کړ. د لاریون په ترځ کي یې د فرانسي بیرغ او د شارلي ایبډو ورځپاڼي چلوونکي مجسمې ته اور واچاوه او له دوی څخه یې خپل نفرت او بېزاري اعلان کړه.
د لاریون په پاې کی لاریون کوونکو لاندي پریکړه لیک واوراوه.
1- موږ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په لوړ شان کي د شارلي ایبډو له خوا بي ادبي په کلکو ټکو غندو د خپل دین او پیغمبر په ننګه به تر اخېري سلګۍ مبارزه کوو.
2- د دولت څخه د فرانسي سفارت د تړلو جدي غوښتنه کوو.
3- د ملګرو ملتونو څخه په کلکه غوښتنه کوو تر څو د داسي ناروا د دنیا د اصلو، قوانینو او نورمونو خلاف مذهبي جګړو ته د هواروونکو کړنو په اړه خپل دریځ روښانه او په کلکه یې مخه ونیسي.
ډاکټر عمر عیان-غزنی
که ټولنې ته مو د مرګ ټولنې نوم ورکړی وای سخت به ورسره چسپ شوی وو بس خلاص.