عصمت الله سلام / غزني

ژوندمدني ټولنې نن شنبه د۱۳۹۳ هـــ ل کال دمرغومې په شپږمه (۶) نيټه داونیزوناستوپه دوام خپله اتمه اونیزه ناسته وکړه .
داناسته چې په غزني ولایت ، دریم پلان دیادې ټولنې په مرکزي دفترکې جوړه سوې وه پیل یې له اجنډاسره سم تکړه ژورنالیست ښاغلي واحیدالله جمعه زاده دپاک قران په مبارکوایتونووکړ.

ورسته دتیري غونډي راپوردښاغلي واحیدالله جمعه زاده له خواولوستل سوچې دټولني دګډونوالوله لورې وستایل سو.

ورپسې دمرغومې میاشتي په شپږمه دروسې ښکیلاک له یرغل څخه تراوسه د پیښوشهیدانوته ددعالاسونه لپه سول .

داچې له نن څخه پوره پنځه دیرش کاله وړاندې په همدې ورځ دشوروي اتحاد پوځونوپه افغانستان باندي مستقیم یرغل راوړنوځکه خودننۍ غونډي اجنډاهم ترډیره په دې موضوع راڅرخیده .

دغونډې په دې موضوع دانجنیرعصمت الله سلام له خوا رڼاواچول سوه ، دغونډې ګډونوالوته یې له ۱۳۵۸ هــ کال څخه دمخه په افغانستان کې دشوروي اتحاد دغیري مستقیمولاس وهنو ، د۱۳۵۸ هـــ ل کال دتیرې ، دتیري دناخوالو او دشوروي اتحاد دناوړه موخوپه اړه اړین مالومات ورکړل .

ښاغلی سلام دایرغل په افغانستان کې دشته بدمرغیوپیلامه وګڼله.

ورپسې دژوندمدني ټولني مشرښاغلي نقیب الله خاکسار داکرغیړنه ورځ په کلکوټکووغندله اودغونډي ګډونوالوته یې وویل چې داهغه توره ورځ ده له کومې ورځي چې دافغانستان دمظلومو اوعامو وګړو دوژلولړۍ په ښکاره پیل سوه .

په ښاغلي نقیب الله خاکسارپسې دخبروواردژوندمدني ټولنې منشي ښاغلي ډاکترغلام عمرعیان ته ورسیده .

ښاغلي عیان دغونډې ګډونوالوته ددې ورځي په اړه تاریخي مالومات وړاندي کړل اوویې ویل چې کله داحمدشابابادزامنواوپه ځانګړی ډول دتیمورشاه دزامنوترمنځ ژورمخالفتونه پیداسول ورسره سم دشوري اتحاداوانګریزي هندترمنځ نیابتي خوسوړجنګ پیل سواوددې سوړجنګ ډګردافغانستان خاوره وه ، دجګړي دواړواړخونوهڅه کوله چې له موقع څخه ګټه پورته کړې چې په دې برخه کې انګلیستان (انګریزي هند) ترډیره بریده بریالی وه اودافغانستان دحکومت له داخلي مخالفتونوڅخه یې ښه ګټه پورته کړي وه چې په دې کارسره یې دافغانستان دهغه وخت بهرنی سیاست په لاس کې اخیستی وه اوداکړنه ترهغه پورې روانه وه څوچې دافغانستان بهرنی سیاست دغازي امان الله خان په وسیله ازادسو اوافغانستان په نړۍ کې دیوه خپلواک هیوادپه توګه وپیژندل سو. له بده مرغه چې دې لړۍ دلیږوخت لپاره دوام وکړاوافغانستان یوځل بیادداخلی اختلافاتوښکارسوچې په پایله کې یې دافغانستان خپلواکې دنوروبدلنونوښکارسوه اوپه دې بدلنونوکې هغه که دحبیب الله (بچه سقا) واکمني وه ، که دنادرشاه واکمني وه اوکه دپخواني باچامحمدظاهرشاه واکمني وه دافغانستان سیاست دانګریزي هندله سیاسته اغیزمن وه.

ښاغلي عیان زیاته کړه په دې وخت کې روسانوپه افغانستان کې قومې اختلافاتوته لمن ووهله اودافغانستان یوه ټوټه ولس یې په دوه برخي، دراني اوغلجي وویشل په دې توګه یې دوګړوترمنځ واټن زیات کړاوپه دې برخه کې یې بلاډیره پانګه اچونه هم وکړه چې دا پانګه اچونه یې ترډیره په کمونستانوباندې وه اوپه دې برخه کې یې په نورمحمدترکي باندي ځکه ډیره پانګونه وکړه چې دغلجیوله قوم څخه وه داچې نورمحمدترکی یوکتاب لیکلی وه د(زنده ګي نوین ) په نوم نوروسانوله دې طلایې چانس څخه ګټه پورته کړه اودجایزي په ډول یې نورمحمدترکي ته له شپیته زره (۶۰۰۰۰) زیات امریکایې ډالروورکړل ، ترکي هم له دې پانګوني څخه لوړه ګټه پورته کړه اوکمونیست ګوندیې دخلق دیموکراتیک افغانستان په نوم جوړکړ. په دې وخت کې چې سردارمحمد داودخان دواک په ګدۍ ناست وه په افغانستان کې نهضت اسلامې په نوم له سیاسي ګوندسره مخالفت پیل کړ چې په دې کارسره دافغانستان په سیاست کې دوومخالفوډلودیواوبل په ضدسنګرونه نیولي ول ترڅنګ یې یوه بله سیاسي تیروتنه داوه چې په خپله اداره کې یې دخلق ګوندغړوته ځای ورکړی وه اوهغوﺉ له دې فرصت څخه په ګټه اخیستنه ښه قوې سوي ووه .

چې په پایله کې لمړۍ دغوایې (ثور) داومې خونړی انقلاب د(افغانستان دبدمرغیو) پیل رامنځته سو اوورپسې دشوروي اتحاد پوځي یرغل زموږهیوادته بدمرغۍ راوړي .

ورپسې انجنیرعزیزاحمدعظمي وویل چې ددې کرغیړني ورځي څخه تراوسه زموږمظلوم ولس ځوریږي زموږهڅه به داوې چې په دې برخه کې دخلکوغږپورته کړو.

همداراز ځوان ژورنالیست ښاغلي رحمت الله مرجانخیل ، ژورنالیست اولیکوال سیف الله مفتون ،له غزني څخه دشمشادتلویزون خبریال ابراهیم امیري ، واحیدالله جمعه زاده ، اسدالله سیال ، ډاکترصبغت الله واحدي ، ښاغلی ریدګل ګلبهار، حیات الله تسل اوډاکترحمدالله نوري دا کرغیړنه ورځ په کلکوټکووغندله .

غونډه مازدیګرپه ۴:۰۰ بجي دوعایې په لوستلوسره پای ته ورسیده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *