عصمت الله سلام / غزني –
ژوند مدني ټولنې نن شنبه د۱۳۹۳ هـــ ل کال دکب میاشتي په شپاړسمه (۱۶) نيټه داونیزوناستوپه دوام خپله نولسمه اونیزه ناسته وکړه .
یاده غونډه چې دژوندمدني ټولني دریس ،مرستیال اومنشي دټاکلوپه موخه ټاکنوته ځانګړي سوي وه ، د غزني ولایت دریم پلان دیادې ټولنې په مرکزي دفترکې جوړه سوه ، پیل یې په دوه بجي له اجنډاسره سم تکړه ژورنالیست اود فرهنګي کمیټي مشر ښاغلي واحیدالله جمعه زاده دپاک قران په مبارکوایتونووکړ.
ورسته دټولنې مرستیال انجنیرمحمدفاروق بویا دمشرتابه لپاره دټاکنوپه ارزښت خبري وکړي اودیادو ټاکنوپه تخنیکي اړخ یې رڼاواچوله .
بویازیاته کړه :
ټاکنې ددیموکراسې یوله بنسټیزواصلونوڅخه دی.
داچې دژوندمدني ټولنې داساسنامې په شپږم څپرکي ، اتلسمه ماده اواول فقرې کې دټاکنوپه تړاوموضوع داسې شرحه سوي.
اته لسمه ماده :
۱ – د ټولنې مشر،مرستیالان اومنشي یاویانددټاکلولپاره ټاکنې دلمړي ځل لپاره چې دمشرتابه شوراله خواترسره کیږي ددریومیاشتولپاره یادکسان ټاکي چې دادوره ازمایښتي دوره هم بلل کیږي .
۲ – له دری میاشتنۍ ازمایښتي دوري څخه ورسته دهر هجري لمریزکال د پاي میاشتي(کب) په دویمه نیمایې کې ټاکني ترسره کیږي اویادکسان دیوه کال لپاره په غوڅ اکثریت رایو ټاکې.
ښاغلي بویازیاته کړه :
داچې دری میاشتنۍ ازمایښتي دوره پای ته رسیدلی نواړینه ده چې دټولني دمشرتابه لپاره ټاکني دټولني داساسنامې سره سم دیادې مادي له دویمې فقري څخه په ګټه اخیستلو یادکسان دیوکال لپاره وټاکل سي.
دښاغلي بویاله خبروورسته داړیکوکمیټي مشر ښاغلي ډاکترسیداحمدخان دغونډي ګډونوالوته دموضوع په تړاواړین مالومات وړاندې کړل اوویې ویل چې موږبایدهغوژمنوته ژمن واوسوکومې چې مودټولني ترجوړښت له مخې کړي وي .
سیداحمدخان کاندیدانوته اشاره وکړه اوویې ویل په تاسوکې چې هریودامسولیت په غاړه اخلﺉ مبارک موسه خویوې خبري ته موتل بایدفکروي هغه داچې له دومره لاسته راوړنوسره سره موږلاهم هیڅ نه دې کړي ، هڅه بایدوکړوچې ډيرڅه وکړو.
خان له خبروڅخه ورسته دټولنې درهبري شوراغړیوپه غوڅ اکثریت ښاغلی نقیب الله خاکساردټولني د مشریاریس په توګه، ښاغلی انجنیرمحمدفاروق بویا د ټولني دمرستیال په توګه اوانجنیرعصمت الله سلام د ټولني دمنشي په توګه وټاکل .
دغونډي په دویمې نیمایې کې د ټولني درهبري شوراغړیو یادوښاغلوته د مبارکي ترڅنګ نیکې مشوري ورکړي ، له الله څخه ورته دلابریاغوښتونکي سول اودهرډول مرستي ژمنه یې ورسره وکړه .
غونډه مازدیګرپه ۴:۰۰ بجي داندړوولسوالی ددارلمعالمین دریس ښاغلي رحمت الله مبین په دوعا لوستلوپای ته ورسیده .