عصمت الله سلام / غزني

داچې نن شنبه د ۱۳۹۴ هــ ل کال لمړۍ ورځ وه نوژوند مدني ټولني خپله یوشتمه اونیزه ناسته (۱۳۹۴ هــ ل کال لمړنۍ اونیزه ناسته ) هغې مشاعري ته ځانګړي کړي وه کومه چې به له دې ورسته هرکال دکال په لمړۍ اونۍ کې دغزني ښاردادبپالو اوفرهنګپالوسټو لورې په یادښارکې جوړیږي   .

یاده مشاعره چې په کې دغزني ولایت دشاعرانواولیکوالانو سربیره دولایتي شورامرستیال عبدالجامع جامع ، اداري ریس ښاغلي نیازمحمدسهاک ، دمسلیم پوهنتون بنسټګرښاغلی ډاکترخیرالدین نثار، دغزني مخورواوپه سلګوځوانانوګډون کړی وه دغزني ولایت مقام دغونډوپه تالارکې دسهارپه نهه بجي پیل سوه .

ددریځ چارې یې دژوندمدني ټولني فرهنګي کمېټي په مخ وړي چې پیل یې دډاکترعمرعیان له خوادپاک قران په مبارکوایتونووسو.

ورپسې دغونډي ګډونوال دملي سرود داوریدلوپه درناوي ودریدل .

ورسته تکړه لیکوال ، شاعراودپوهني پخواني ریس پوهنیارمحمدګل کوچي ته بلنه ورکړل سوه چې مشاعره په خپلوشعرونوپیل کړي .

له ښاغلي کوچي ورسته د د اندړو ولسوالي دښونکودښونیزمرکز مشراوتکړه شاعررحمت الله مبین ، عصمت الله سلام ، نقیب الله حمیدي ، انجنیرعزیزاحمدعظمې ، حاجي اسدالله سیال اوګڼ شمیرنورشاعران دریځ ته وغوښتل سول چې هریوه یې په خپل واردمشاعرې ګډونوالوته خواږه اومینه ناک شعرونوواورول .

مشاعره هغه وخت لاښکلي سوه کله چې دغزني پوهنتون دښوني اوروزني پوهنځي دکمپیوترڅانګي ددریم ټولګي زده کونکي عزیزالله قادري دتمثیل لپاره دریځ ته پورته سو.

مشاعره په دولس بجي پای ته ورسیده ورسته په شاعرانویولړډالۍ وویشل سوي اودډوډۍ خوړلوبلنه ورکړل سوه .

له ډوډۍ خوړلوورسته دټنګ ټکورپه پلمه تکړه کمپوزراو سندرغاړي جانان خیال دغونډي ګډونوالوته هغه سندري ورواورولي کومې چې دشاعرانوله خوادسولي لپاره ویل سوي وې .

او د ماسپښین تردوو بجویې ادامه لرله .

هیره دې نه وي چې دریځ تکړه ژورنالیست ښاغلي واحیدالله جمعه زاده اوډاکترعمرعیان چلاوه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *