دا کتاب مو له ژوند سره مينه پياوړې کوي او روحي خوشالي دربښي.
ژوند وکړئ په انګليسي ژبه کې تر 100000 زيات پلورل شوی کتاب دی، چې نوموتي هندي ارواپوه مهاتريارا ليکلی او ځوان ليکوال او ژباړن طارق نجيب پښتوکړی.
ژوند وکړئ کتاب په ۱۱۲ مخونو کې تر ۵۰ عنوانو زيات مطالب وړاندې کوي. چې هر يو موږ د ژوند په ارزښت پوهوي او برياليتوب ته بلنه راکوي.
په کتاب د نړيوالو څهرو په پيغامونو سربېره د ليکوال سريزه، د نظيف الله بلال يادښت او د طارق نجيب تاثرات هم راغلي.
دا ښکلی او ګټور کتاب مازيګر کتابپلورځي په ښه صحافت چاپ کړی او که تاسې يې هر مخ پرانيزئ د يوې پوښتنې ځواب ستاسې په لټه کې دی.