ښایسته ډير وخت وشو چې دیو له بل داحوال څخه ناخبره یو،که څه هم په تلیفون کې مې داحوال د اخیستلو څو پرلپسې مسجونه ور وکړل خو کوم ځواب یې را ونه لیږه،هغه چې دژوند دهر ډول شېبو څخه بسیا شوې اوس یې دمینې ژبه او کیسې هم هیرې کړي ،زما او دهغې د مینې خوږې شېبې ورته هم یو تیر شوی خوب ښکاري هغه خو په ښکاره هڅه کوي ترڅو هغو شېبو ته هیڅکله ور ونه ګرځي، خو دومره ماهم درک کړې ده، څرنګه یې چې زه هیڅکله نه شم هیرولی هغه یې څو چنده نه شي هیرولی، هغه که زما دحال احوال څخه دناخبرتیا لپآره هرڅومره غیرتوته وتړي خوپه ژوند کې داسې ډيرې ترخې او خوږې لرو چې هیرول یې اسان کار نه بریښي.
شاعر وایي….
سترګې به کوم کوم ځای کې وګنډمه له کومه یاده به دې زړه صبر کړم
د داسې یوکس سره چې ستا دژوند دخوږو او ترخو ټوله پانګه دهمده په وجود کې را خلاصه کیږي نو په یوناڅاپي پېښی او جدایي سره دا ټول مسایل څنګه په صفر کې ضرب کیدای شي؟
ښه مې یادیږي په کومه ورځ یې چې راته دهیرولو خبره وکړه او په ډاګه یې کړه چې زما دژوند څخه چیرته لرې لاړ شه ځکه ستا په وجه مې ژوند دزهرو په څير تریخ شوی او هره لحظه ددې امکان شته چې ستا له لاسه مې ژوند واخیستل شي ځکه رسوايي تر دې بریده رسیدلې ده چې اوس مې هرڅوک ستا په نوم پیژني.
هغې درحمان بابا دابیت راته کښلې و.
چا پیژندم زه چې عاشق نه وم په جهان کې اوس مې ستا له رویه نوم رسوا شو ټول جهان کې.
که څه هم د ژوند په دې دوه لارې کې چې یوېخواته دژوند خوښۍ او بلې خواته دمرګ ګواښونه وي څنګه څوک هیرولی شي خو ما دهغې ددې سترې غوښتنې په ځواب کې یوازې دومره ولیکل: په هغه ذات چې زما او ستا روح دهغې په لاس کې دې یوازې دومره ووایه چې په همدې سپیڅلي نامې راته لوړه وکړه چې داخبرې ستا دزړه دي او که دمجبوریت نو بیا به زه هیڅکله هم دخپلې مینې خواته ونه ګورم.
هغې یوازې دومره لیکلي و چې زما په خبرو دی ولې باور نه راځي قسم یادولو ته څه اړتیا ده؟، زه پوه شوم چې دژوند ډیرو سختو مجبوریتونو حتما دې ته اړ کړې ده چې له ما څخه دهیرولو غوښتنه وکړي، ځکه هغه څه چې له مایې غواړي په خپله یې هم نه شي کولی!
خو ماورته دشاعر داخبره وکړه…..
ته زما دهیرولو کوشش مه کړه زه به سترګې پټوم چې ته تیریږی.
له یاده ویستل کومه اسانه خبره نه ده دمینې په دام ګې راګیر انسان دمینې پر وړاندې دهیڅ ډول مذهب،ژبې،دود او بالاخره دغیرت مسایل ورته هیڅ هم نه ښکاري او دا هومره سترې پولې یوازې په تش یاد نړولی شي.
تیره شپه ناوخته مې ناڅاپي دهغې په لیکنې سترګې ونښتې یوځل بیایې تیرو یادونه ته یوړم او په همدې لحظو کې دخواږه خوب منګولو ته ور لویدلی وم چې ناڅاپي په یومجلس کې سره مخامخ شو کله مې چې په لومړی ځل سترګې دهغې په جادوګرو سترګو ولګیدې نو سم یې راڅخه مخ بلې خواته و اړولو هغې ځان بوخت ونیول له دې عکس العمل سره ماهم دنه ورکتلو هڅه وکړه په هغې وخت کې هم پوهیدم چې دسترګو په کونجونو کې ماته ګوري او هغې هم شاید داحالت احساس کړی وي، ماته یې هغه وخت رایاد کړه چې په یوه ناسته کې یوه ورځ کله به چې هغې زما لورته وکتل د خجالت نه به مې نشوای ورکتلی او دپټې خولې خندا څخه به مې بل څه نه کولو،خوکله به یې چې پام بلې لوري ته شو سترګې به مې دهغې په څيره کې خښې کړی ناڅاپي به دهغې په شوخو سترګو به هم خدازه څه وشول سترګې به یې ځمکې ته کړې نرمه موسکا به یې وکړه، همدې شوخو شېبو او تکراري ډول دهغې صحنې څخه هغه خواږه خوندونه به مو تر مرګه هم هیر نه شي .سهار چې له خوبه پاڅيدم هسې له ځان سره مسکی مسکی کیدم د ډير وخت وروسته مې یو څه د ارام ساه واخیسته خو دهغې نه کتلو یوڅه خواشینی هم کړم ماویل نور نو لکه چې داهرڅه پای ته ورسیدل.
په درې مبایلونو کې دهغې په شمېر څه باندې ۳۰۰۰ پیغامونه مې لکه تعویذ ساتلي ، هغه مهال به مې په یوه وخت څلور تلیفونونه له ځان سره ساتل خو اوس چې اواز او پیغام نشته یو مبایل ساتل هم راته سخت شوي که درسمي چارو او ژوند مسله نه وای شاید دمبایل سره مې دتل لپاره مخه ښه کړې وه، دشپې د۹ بجو وروسته مبایل بندول مې اوس عادت جوړ شوي ځکه دروښانه مبایل ساتل مې بیا هغه شېبو ته وړي چې ترسهار به مو سره چټ کولو اوس نو روښانه مبایل ساتل راته په ناسور زخم باندې د مالګې دوړولو مانا لري، ډيری ملګري رانه په دې خفه وي چې مبایلونه دې تل بند وي هغوی ته څنګه قناعت ورکړم چې داهرڅه یو بل ژوند او بیل خوند درلودو خو اوس یې یوازې تر مجبوریته ساتو.
بیګاه په خوب کې یې په تلیفون نا څاپي زنګ راشي سره یوڅه خبرې وکړو خو خدای شته په یاد مې نه دي دومره مې یادیږي چې دهغې خبرو ته مې یوازې یو څو اوښکې توی کړی، سهار چې له خوبه پاڅيدم دتلیفون دخلاصولو وروسته مسسلل مسجونه راغلل هغې دخپل پخواني عادت له مخې دشپې یوولس بجو څو ځله هڅه کړې وه چې ماسره خبرې وکړي خو زما په پیداکولو نه وه بریالۍ شوې، یوازې یو مسج یې راته کښلې و(( اف اف اف اف څه درته ولیکم))
دمسج په ولوستلو مې ټکان وخوړو یوازې دومره مې ورته ولیکل
تاخو داهرڅه ګرانې هیرکړل او بس ښه دې وکړل لطفا زما په ناسور زخم مالګه مه اچوه
دلږ ځنډ وروسته یې یوازې دومره راته لیکلي و (( هغه خوند چې په زخمي زړه کې دی هغه په روغ زړه کې کله پيداکیږي))