د وخت دکمونیستي رژیم د ناترسه ظلمونو له امله یوازې د(۵۰۰۰) کسانو نومونه اوس ایله په بیله تر خلکو ورسیدل، د ۱۳۵۵ کال راهیسې موږ بلا ډير انسانان په خاورو ومنډل او دځینو خو یې هډوکي او غوښې دتورې شپې لیوانو وداړلې او تراوسه یې نه نوم او نه نشان تر سترګو کیږي، وروسته د اسلامي انقلاب دبریاليتوب سره سم اسلامي لیوانو په خپلو کې په یو بل دټوپک خولې و اړولی او په زر ګونه او په لکوونه بې ګناه هېوادوال یې د حکومت دچوکۍ په نشه کې دتیغه تیر کړل، وروسته دپنجاب ښکیلاک ګرو او عیاشو عربو او د بلې خواپه هېواد کې د روسي او ایران ګټو ته ژمنو ټلوالو او مقاومتګرانو یو ځل بیا ددې هېوادوالو مباح الدم وینې په خپلې بیرونۍ فتوا وبیولې، دهغه وروسته نړیوالو سوله ساتو، په درجنونو دناټو غړو هېوادونو او دسیمې استخباراتي شبکو دیو بل څخه دانتقام اخیستلو او یو بل دقدرت ختمولو او دتور پنجاب په لاسونو زموږ هره ورځ لس ګونه هېوادوال خپل خوږ ژوند دلاسه ورکوي، څوک دکافر؟څوک دحکومت دمامور،څوک دقومي مشر،څوک د ترهګر، مجاهد او څوک دیاغي په نوم دخپل ورکړي حق ژوند څخه لاسونه محرومیږي او ټوله کورنۍ یې دغم په ویر دنامعلوم سرنوشت او نامعلوم پایلې( جنت او دوزخ) په نومونه کاذب افتخارات زمزمه کوي.
موږ شاید هغه قوم یو چې داسلام او دین په نوم او شعارونو مړه کیږو خو برعکس د جنت پرځای د دوزخ ته ورترغاړې وځو.
دنړۍ نور قومونه مبارزه او جګړه دمقدسو اهدافو دلاسه راوړلو او دهمدې افتخاراتو دساتلو په اړه کوي، ترڅو راتلوونکی حالت یې مثبت بدلون ومومي.
هغه قوم چې دعقلانیت، منطق،عدالت او قوي تدبر پرځای په احساساتو او دروغجنو ویاړونو او شعارونو په نوم ځانونه قرباني کوي شاید یوه ورځ دنړۍ دنقشې څخه خپل ځای او ټاټوبی دتل لپاره وباسي.
که همداسې نا تعریف شوي جنګونو او وژنو ته دوام ورکړو نو حکومتونه باید دهرې ورځې د وژنو، غمونو او ناخوالو په اړه د هېواد ملي بیرغ هره ورځ نیم ځوړند وساتي.