زموږ لویه ستونزه دا ده چې د فساد کمولو پرځای د فساد دختمولو او له منځه وړلو شعار ورکوو او دا د امکان څخه لرې ده، ځکه په انساني ټولنه کې جرم او مجرم دادم څخه تر دې دمه پورې شتون لري،بله داچې څومره هم  دفساد د لمنځه وړلو ادارې جوړیږي فساد ورسره نور هم چاغیږي او لویږي،موږ دفساد دلمنځه وړلو  نارې او سوري  ترهغې وهو چې په ګټو  او فساد کې شریک نه یو او  کله هم چې پکې ور ګډ او شریک شو بیا هرڅه یو دم یوسلو اتیا درجې تغیر کوي، په حکومت او دحکومت نه بیرون څومره د فساد پر وړاندې دمبارزې ټولنې او ادارې لرو، خو  دمفیدیت او موثریت پرځای مضریت  ډیر دی، پوهیږئ موږ موږ تل یو ارګان  او اداره نه ده قوي کړی بلکې موازي ادارې مو په دې خاطر جوړي کړي چې هرڅه مو تر شعار ترکچې وي. موږ ډير څه وایو خو بیا ډير څه د ویلو په پرتله په عمل کې ناسم کوو، موږ تل په ماضي کې اخته یو او راتلوونکی هم په ماضي کې شمېرو، تل اوازې او ګنګوسي خپروو خو هیڅ کله مو ارقام، بیلګې  او حقایق چاته په ډاګه نه کړل، تل ددې پرځای چې ستونزه حل کړو ستونزه نوره هم لویه وو.

تاسو تجربه وکړئ کله هم چې په غونډه کې دچارو دسمون لپاره بحث کیږي ډيري کسان وګورئ چې یوازې دتخریب او یاهم دځان مطرحولو لپاره بې منطقه بحثونه او خبرې کوي ترڅو دمجلس پام دځان په لور را واړوي، ددې پرځای چې دا ډول کسانو سره بحث وکړئ  او وخت مو ضایع شي یوازې دحل لارو چارو پوښتنه ترې وګړئ، ورته ووایي ستا په اند څنګه او په څه ډول موخې ته رسیدای شو، شاید د ویلو لپاره نور څه ونلري او نه به په راتلوونکي کې دا ډول وګړي په بې ځایه خبرو ستاسو فکرونه ستړي کړي.

دلته که له هر چا سره ناسته پاسته کوی  نو لومړی بحث به یې د هېواد په روانو  تودو موضوعاتو وي او د بلبل په څير به داسې درته وغیږي چې ته به فکر وکړی چې هرڅه ناسم او دا چې وایي هر څه سل  سلنه سم دي خو که بیا همدغه کس څخه  دهمدغو ښو نظریاتو دپلې کولو  او د هېواد د ناسم وضعیت دښه کولو په اړه ترې وپوښتی چې راځه اوس  په عمل کې څنګه او څه ډول کولی شو چې همدغو ګډو موخو او ارمانونو ته ورسیږو نو بیا وګوره چې څنګه د تیښتې لارې لټوي موږ په ژبه ډیره څه وایو خو  په عمل کې هیڅ او یاهم ډیر کم څه لرو.  دلته دسیاسي مدار نه نیولې تر ښکتې کس چوپان او دهقان پورې په ټولو مسایلو کې خپله  نظریاتي برخه اخلو ، مو موږ هیڅکله په تخصص او خپله برخه کې دمسایلو لپاره دحل لارې چارې ونه لټولی.

موږ افغانانو ته  کیدای شي یوه ورځ نړیوال  ددې مډال راکړي چې  په هرڅه کې وکیپیډیا په څیر معلومات لرو، خو د وکیپيډیا سره په دومره تفاوت چې هغه سم او موږ ناسم معلومات لرو؛

کله هم چې موږ د وینا څخه دعمل په لوري ودانګل بیادا شته ستونزې ټولې حل وبولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *