ځيني ملګري وينم، چې دایم له ژوند څخه شکایت کوي. وایي چې ژوند نه مې هېڅ مزه کش نکړه، هسې دي دسې دي. مګر یوه خبره ده، چې ژوند ښکلی دی. دا چې د ښکلا جامې څه ډول ور واغوندو ددې لپاره کار ته اړتیا ده.

د ژوند ښو پيژندګلوۍ لپاره ځينو خلکو ښې خبرې کړې دي، په تيره بیا شاعرانو ژوند ښه را پېژندلی دی، د سروش صېب د نظم یو حو بیتونه دي، چې سړی یې واوري یو بيل خوند د ژوند په مزه یې پوه کوي.

ژوند د مور پر ځنګانه د خوب شېبه ده

ژوند د پلار له مینې ډکه یو غوسه ده

ژوند د ښکلي ښایسته ماشوم موسکا ده

ژوند په لوبو کې په نه خبر ژړا ده

ژوند د خور د عاطفي رشتې مانا ده

ژوند د ورور د یارانې یوه دنیا ده

رښتیا یې ويلي دي، ژوند همدومره خوږ دی، لکه د مور په ځنګانه چې سړی یوه شېبه سر کېږي او د ټولې دنیا خوند ور څخه اخلي. د پلار د مينې غوسه څومره خوږه وي، یا ويلي یې دي، چې ژوند د ښايسته ماشوم موسکا ده، د ماشوم موسکا رښتیا هم نوې هيلې او بيل خوند لري.

بیا یې ويلي چې ژوند په لوبو کې لومړۍ ګټلې بچه یا ټاس ګټل دی، رښتیا ده، په ماشومتوب کې به چې موږ لوبې کولې، نو چې لومړی به موږ لوبه پيل کوله زښته زیاته مزه به یې کوله، همدا ډول که اوس و ګورو د کرکټ لوبو ته، هغه څوک چې لومړی ټاس و ګټي ټول ورته خوښ وي، او تر ډېره بريده پورې یې د بریا چانس هم زیات وي.

نو پورته بيتونه د ښه ژوند د راښودلو لپاره بسنه کوي. هو، نورو علماوو، شاعرانو او سترو ليکوالانو هم په دې اړه ښې خبرې کړې دي، ژوند ته یې خلک هڅولي دي.

له بده مرغه باید ووایم، چې زموږ په هيواد کې د جنګ له امله څوک د خندا انداز نشي کولای. ځکه دلته هره ورځ وير وي. دلته هره ورځ تور ټوپک د ناز کاکولونه تورو خاورو ته ليږي. دلته هره ورځ مور بوره، پيغله ناوې کونډه، پلار بې زویه، ورور بې ورور، خور بې ورور، او داسې نورې بدې پېښې سړی ويني. نو د خوښۍ لپاره تر ډېره بريده څه ندي پاتې.

خو، بل ځای کې بیا برعکس  درمل صېب بیا وایي:

په خوښي نه ارزي، په غم نه ارزي

ژوند داسې دی چې په هېڅ هم نه ارزي

خير کله کله ژوند په سړي باندې د اوږو بار کيږي. خو سړی باید د تل لپاره ژوند ته مات نشي او د ژوند له هرې شېبې څخه مثبته ګټه پورته کړي.

لنډه دا چې، ژوند په یوه خندا مه بس کوئ، ژوند ډېر ښکلی دی، ژوند په ډېر څه ارزي، ژوند د خدای تعالی ستره لورينه ده، چې خپلو مخلوقاتو ته یې ور کړې ده.

دا چې خدای پاک دا ستره لورينه په خپلو مخلوقاتو باندې لورولې ده، نو باید مخلوقات یې ورڅخه پوره ګټه پورته او په هر حال د الله پاک شکر ادا کړي.

ژوند به یوه خندا بس نه کړې اېمان خانه!

ژوند ژه ډېرو خنداګانو باندې ترزي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *