له پیغامه ډکه کیسه

کله چې ماشوم وم، مور مو موږ ته ډوډۍ راپخوله.

یوه شپه چې کله هغې تر یوې سختې کاري ورځې وروسته ماښامانۍ تیاره کړه، زما د پلار په مخکې یې د سبزیو غاب او ډېره زیاته سوځولې ډوډۍ کښېښوده.

زه منتظر وم چې وګورم د چا دې سوځلې ډوډۍ ته ورپام کیږي.

خو پلار مې ډوډۍ وخوړه، او زما څخه یې پوښتنه وکړه چې په ښوونځي کې مې ورځ څنګه وه.
زما نه دي په یاد چې په هغه شپه مې څه ورته وویل، خو دا مې په یاد دي چې د مور دا مې واورېده چې زما له پلاره یې د سوځېدلې ډوډۍ په اړه بخښنه غوښتنه.

زما به هیڅکله هېر نه شي چې هغه څه ورته وویل: ګرانې زما سوځلې ډوډۍ خوښه ده.

په هغه شپه ناوخته زه پلار ته ورغلم چې ښکل یې کړم، ښه شپه ورته ووایم، له هغه مې پوښتنه وکړه چې آیا رشتیا یې سوځلې ډوډۍ خوښه ده؟

په غېږ کې یې ونیولم او ویې ویل: ستا مور نن ټوله ورځ په کار تېره کړې وه، ډېره ستړې وه، بله خبره دا چې یوه سوځلې ډوډۍ هیڅکله څوک نه خوږوي، خو توندې خبرې یې خوږوي.

پوهیږې زویه! ژوند له نیمګړو شیانو او نیمګړو خلکو ډک دی.

زه تر ټولو ښه نه یم او په مشکله په ځینو شیانو کې ښه یم، زما د نورو غوندې د زېږېدو ورځې او کالیزې هیریږي.
ما په دې تېرو کلونو کې دا زده کړي، چې د یو بل غلطۍ ومنو او رشتې ولمانځو. ژوند د دې لپاره ډېر لنډ دی چې په پښېمانۍ یې تېر کړو.

له هغو خلکو سره مینه وکړه چې ستا سره سم رفتار کوي، او پر هغوی چې نه یې کوي شفقت وکړه.

اوس نو له ژونده خوند واخله
ژوند تر وخت تېرېدو تاریخ لري

ډاکټر عبدالکلام، هندی ساینسپوه او یوولسم ولسمشر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *