بس يوازې يوه خوشالي ده، كليوالې نجونې يې راتلو ته روژې نيسي، ساده ګان هلكان مې اورېدلي چې د نفلو جماعت يې هم ورته كړى، ملايان، قاريان او سرسخته سپين ږيري مې ليدلي چې راډيو ته به په تمه تر څلورو ورځو هم پراته وو او شيخان مې ليدلي چې لوبه به نه وه ګټل شوې ده ته به هم ځمكې ځاى نه وركاوه.

كركټ ښييم، په افغان كركټ لوبې پورې مې خاطرې تړلې دي، ۲۰۰۹ كال و، هستي ګل عابد له نيو جرسي نه كركټ نړيوال جام لپاره ناممكن كواليفاينګ مېچ د افغانستان پر خوا ر اړولى و، خپله ضعف شوى و، خو وطن كې په تمه ناست خلك يې له خوشالۍ ژړولي وو.

ما هم كركټ ته ډېر ژړلي، په تېره خو په هغه ورځ چې د كاناډا پر وړاندې د ټيسټ لوبو لوړ هدف ته د رسېدو لپاره شهزاد په ۲۱۱ منډو ناټ اووټ پاتې شو او لوبه هم موږ وګټله، هغه ورځ مې ياده ده زموږ په كور كې يې هغه د كركټ راډيو سمه نه نيوله، زه غونډۍ ته وختم او كليوال هلكان هم راپسې راليكه شول، يوه چغه شوه هلكان په كركټ ډېر نه پوهېدل خو يوه مينه وه چې دوى يې شور ته اړ كړل.

اير لينډ نه مو يوه شپه لوبه وګټله هلته هم شهزاد ۵۴ تېزې منډې وكړې په يو اوور كې يې ۵ څلوريزې ووهلې، ماپسې د كلي وړكيو د كور دروازه راټكوله چې راووځه موږ مهتابۍ جوړه كړې اور لوبه كوو، په شوديارو كې ورته بند شوو او اسمان مو حيران كړ چې د شينوارو په يو كلي كې هلكان څنګه له اور سره مستي كوي؟

د سختو لوبو لپاره مې زړه ډېر درېدلى، متحده عربي اماراتو سره حميد حسن ناممكن، په ممكن واړول، يو بال يوه شپږيزه، زمبابوې به له وطن سره مينه نه لرله كه نه، زموږ بالر حميد حسن همدغه د تېرې ورځې تجربه څو كاله وړاندې كړې وه، بال ورغى او سيده شپږ شوې، سترګې د خوښۍ له اوښكو ډكې شوې او امارات په خپل كور كې مات شول.

ما له نيو جرسي سره د ورلډ كپ كواليفاينګ پنځم راونډ لوبو خبره كوله، له هغو لوبو وروسته كركټ لوبډله كابل ته راروانه وه، كركټ له همدې لوبې وروسته افغانان لېونيان كړل، دا اوس يې چې تاسې له شريرو محصلينو په تنګ ياست، هغه وخت د ننګرهار پوهنتون كې موږ درس لوست، دوه پاكستاني د (څمونګ ورولي دوام لري) اوږده بسونه محصلينو په هره بې شرمۍ چې وو د وخت له رئيس پوهنتون امان الله حميدزي نه ګونډه كړل، واسطه دار خلك په كې اولمپيك كمېټې ته راوړل كېدل.

د پوهنتون نماينده مې تازه انډيوال شوى و، بس موټر ته يې پورته كړم او په طرف د كابل…

لاره كې ټوكې وې، دا د كركټ لوبغاړي باطن شاه څو تره زامن مې ټولګيوال وو، ټوكيان هم وو، موټر كې راته معلومه شوه چې محصلين د لغمان تر ماشومانو هم وران دي، هغوى ته چرته شيطان ځان نه خر جوړ كړى و، دوى په ورسپاره شوي وو، بيا يې هغه د لرګي د ورمنډلو خبره هم درته شايد ياده وي؟

هلكانو بس دغسې ډك كړى و، دا د سروبي نه چې ور ووځې، دلته يوه لويه چړايي ده، په دې بس ودرېد او شاته راخوشې شو، ساه ګانې ودرېدې، خوښي هېره شوه او بيا چې ډرېور خپله توره وښوده، نو نازيه اقبال يې ايسته كړه، مولانا طارق يې ور واچاوه، لكه تبليغيان يې چې بار كړي وي….

كابل ته راورسېدو، هلكان وږي ول، محصلين خو درته معلوم دي؟ ولاكه به يو سره هم سمې پيسې وې، مكروريانو سره مو سټاپ كړل، هلكان په يوه نانوايي ور وغورځېدل، افغانۍ نه وې يوه يوه ډوډۍ يې په ۴۰ كلدارې راباندې وپلورله، ما هغه وخت ضد ونيو چې دا ډوډۍ نه خورم او كه وسه مې وشوه په افغانيو به سودا كوم.

اولمپيك كمېټې ته ورسېدو، كركټ لوبغاړي يې ډېر په عذاب كړي وو، خرابه د تعصب نشه هم راكې وه اوس پرې پښېمانه يم، خو هلكانو د المپيك كمېټې له دېوالونو د روح الله نيكپا عكسونه وشكول، ويل يو هزاره مو اتل كړى او د كركټ اتلان مو هېر دي، هلكان ګرم هم نه وو، چا نه وو ورزده كړي چې همګي پك برارېم…

ښه، اوس دباندې سره لمر ته ناست يوو، د اولمپيك مشر ظاهر اغبر يو حال ته ننه ايستو، خبرې يې وكړې بېرته يې لكه چرګان راكشې كړو. هر ځاى نه يوازې پښتانه راغلي او د ډولكي ډنګ ته ګرېوانونه شكوي، هيچا هم يو لوبغاړى نه پېژانده… نه پوهېدو چې هستي ګل عابد به څه رقم وي؟

دې هلك د افغانا كركټ تاريخ بدل كړى و، ځكه د ټولو ورته تلوسه وه، چې راووتل، يوازې شنې د مامورينو كورتۍ يې په غاړه وې، ښه په دې كې اوس څوك څنګه پېژنې؟؟

هر يو لوبغاړى به هلكانو ته رامخته شو، وبه درېده چې زه پلانكى يم…..!!

آه… يوه ټېله به جوړه شوه، د لوبغاړي پښې به يې له ځمكې په هوا كړې، ما ليدل چې يوه وچه سترګه هم نشته، ټول له خوشالۍ ژاړي، زه په كې وړكى وم، كونج ته به درېدم، لوبغاړو نه به دومره مچكې واخستل شوې چې مخونه به يې سره شول، چې بل لوبغاړى به راووت او دا به له خلكو وزګار شو، زه به پسې ورغلم غاړه كې به مې لاس ور واچاوه، مخ به مې يې ځان ته راټيټ كړ او خرپ مچكه….

زما كليوال راغلي وو، شفيق الله شفق يې لټاوه، نور هم خپلو خپلو لوبغاړو پسې ګرځېدل، كيسه نوره خلاصه وه په دې اخره كې يو تور رنګه هلك راووت، موږ ته ودرېد، د شهادت ګوته يې خپلې سينې ته ونيوه، ويل يې زه…. محمد شهزاد يم!!!

خلكو مينه وركړه، خو ټول ساړه شوي وو، څه به وكړو؟ دا له جذبې وروسته ژر سړېدل د پښتنو عادت هم دى، شهزاد او شفق انډيوالان وو، نو زموږ كليوالو ځان سره واخيست او خوره پاته جوړه شوه.

جلال اباد ته راورسېدو، د ركشاو كاروان ورته راووت، پوهنتون ته يې را ننه ايستل، دوى سره اى سي سي دوه كامره مينان هم را استولي وو، دوه سرې نجلۍ وې، بل سور سړى و.

د پوهنتون دروازه داسې خاص نه وه، خو ټېله هم وه، يوې سرې نجلۍ له لوبغاړو عكاسي كوله كوم شيخ محصل شا خواته ګوتې ور وړې وې، نجلۍ يې كلك لاس ونيو او جګ يې كړ، خلكو په شيخ راباندې كړه خو هغه ځان وويست.

سبا جمعه وه جومات كې شيرزاد عزيزي استاد چغې كړې چې ډېر افراطي افغانان ياست، خوشالي ختمه شوه، نور يې بس كړئ، درسونو نه يې ايستلي ياست.

بس نو د شرعياتو محصلين راولګېدل، ويل يې دلته يوه پليته نجسه انګرېزه راغلې، پوهنتون ته يې فساد راوړى دا كركټ لوبغاړي چې په پوهنتون لوبغالي كې ۱۶۰ زده كوونكي روزي، دا ښه نه كوي بايد وويستل شي.

كيسه او ډرامه جوړه وه، ښه وو هغه مو غلي كړل، دباندې هم ډېر ملايان د خلكو حساسيت پر وړاندې غلي شول او تر ننه غلي دي، مولوي وكيل احمد متوكل ته په يو لكچر كې حكمت سروش وويل، كندهار كې يوې تعليم الاسلام راډيو د كركټ د حراموالي فتواى وركړې.

هغه په قهر شو، ويل يې بد يې كړي: (( جك يې وهلي، كركټ سپورټ دى، په تېرو ۴۰ كلونو كې يوازينى وياړ دى چې افغانان پرې يو غږ دي، له كمزوري مؤمن نه الله ته قوي او صحتمند مؤمن ډېر خوښ دى، زموږ ملايانو بدبختي دا ده چې له ژيړو پاڼو پرته نور هېڅ نه دي ليدلي نه يې ليدل غواړي.))

آه… په هغه ورځ مې متوكل نه څومره زړه ښه شو؟ او بيګا له ۲۰۰۹ نه شپږ كاله وروسته شهزاد څومره سترګې زما راډكې كړې چې اول يې حتى قواره چا نه پېژنده خو اوس د افغانستان لخوا په شل اووريزو لوبو كې لومړۍ سليزه د ده ثبت شوه، د شل اوريزو لوبو څلورم تېزې ۱۰۰ منډې جوړوونكى لوبغاړى شو، په دوهمه درجه لوبډلو كې يې خپلې ۱۰۰۰ منډې ثبت كړې او په خپل مسلكي كركټ يې د وطن، د خلكو او د مور خاورې ډېرۍ ډېرۍ دعاګانې واخيستې.

ژوند ژوند كركټ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *