Animal
ژوي کثیر الحجروي یوکاریوټ ژوندي موجودات (multicellular eukaryotic organisms) دي کوم چې بیولوجیکي انیمالیا کینګډم (kingdom Animalia) جوړوي – یوکاریوټ هغه ژوندي دي چې حجره یې هسته لري او په غشاء پوښل شوې وي. پرته له یو څو ژو نور ټول ژوي عضوي توکي مصرفوي، اکسیجن تنفس کوي، د خوځښت وړتیا لري، د مثل تولید کوي، د جنیني ودې موده کې د حجرې له کروي خالیګا وده کوي کومه چې د بلستولا (blastula) په نامه یادیږي. تر اوسه په اوسمهال کې ژوندي تقریبا ۱.۵ میلیونه د ژو ډولونه تشرېح شوي په دې ټولو کې تقریبا یو میلیون حشرې دي. ټولټال تقریبا ۷ میلیونه د ژو ډولونه اټکل شوي. د ژو د بدن کچه د متره له له ۸.۵ میلي اونت (millionth) نه نیولې تر ۳۳.۶ متره پورې اوږده شته. د ژو مطالعې ته زولوجي وېل کیږي.
ژوي له باکتریا (bacteria) او د باکتریا له (deoxyribonucleic acid, or DNA) چې په غشاء محدوده هسته کې موجود وي توپیر لري. ګمان کیږي چې ژوي له واحد الحجروي یوکاریوټ څخه په مستقله توګه تکامل ته رسېدلي. دفزیولوجي او مورفولوجي په بنسټیزه تنوع کې ژوي د دوه نورو کثیر الحجروي یوکاریوټ له کینګډم سره توپیر لري چې یو کینګډم پلنتای (Plantae) ده کوم چې نباتات دي او بل کینګډم مایکوتا (Mycota) ده کوم چې مرخړي (fungi) دي. د توپیر لامل یې په ژو کې عضلې دي کوم چې د خوځښت وړتیا ورکوي او خوځښت یې د نورو نسجونو او غړو د ودې لامل ګرځېدلی. همداسې اسپنجونه کوم چې د عضلو نسجونه نلري تر ډېره وخته ګمان کېده چې بوټي دي خو په کال ۱۷۶۵ کې یې کم خوځښت له نظره شوو او له هغه وخت وروسته یې مطالعه پېل شوه او وروسته د ژوي په توګه وپېژندل شول. ژوي د بل ژوي پیدا کولو، د ځان تغذیه کولو، له نورو ښکاري ژو د تېښتې لپاره او د مثل د تولید لپاره خوځښت ته اړتيا لري.
په یوکاریوټ کې د هستوي غشاء موجودیت د پروتین ترکیب کې د دوه مرحلو جلا کولو ته لار هواروي: لمړۍ مرحله یې په هسته کې د (deoxyribonucleic acid) کاپي کوونه یا (transcription) ده او دوېمه مرحله یې په سایټو پلازم (cytoplasm) کې د پروتین په توګه د پیغام ژباړه (decoding) ده. د باکتریا له حجرې سره یې پرتله کونه دا دوه مرحلې دلوړې کچې کنټرول رامنځته کوي او دا ډول کنټرول حجرو ته تخصص ورکوي، هر یو له ورته ډي اېن اې سره خو د کنټرول د وړتیا له امله جین په بریالۍ توګه سایټوپلازم ته کاپي لېږدوي او د همدې له مخې نسجونه او غړي تکامل پیدا کوي. د حجرو نیم سخت جدار یا دیوال کوم چې په بوټو او مرخړیو کې موجود وي، د شکل او د ممکنو حجرو د تنوع مخه نیسي په ژو کې نشته او که چېرې په ژو کې موجودې وای نو په ژو کې به عضلاتي حجرې او عصبي حجرې موجودې نه وای او د خوځښت وړتیا به یې هم نلرله.
دې ته مو پام وي چې ځینې الګي او بوټي هم په ژو د برید پر مهال خوځښت کوي. د ژوي له مرخړیو او بوټو سره بل توپیر داده چې د ژو هره برخه وده کوي خو د بوټو او الګي د پای دواړه خواوې غځیږي. ټول ژوي او سپنجونه د پروتین کلاجېن (collagen) لري کوم چې حجرې له نسجونو سره نښلوي خو د بوټو او مرخړیو دیوال شوې حجرې په نورو مالیکولونو لکه پېکتین (pectin) سره نښتي. په ټولو واحد الحجري یوکاریوټ کې کلاجېن نشته حتا په هغو کې هم نشته کوم چې کالونۍ جوړوي او له همدې امله ګمان کیږي چې ژوي له واحد الحجروي یوکاریوټ شریک پلار څخه تکامل ته رسېدلي.
ژوی (animal) له لاتینۍ کلیمې (animalis) اخیستل شوی او مانا یې ساه لرل، اروا لرل او یا ژوندی ده. بیولوجیکي تعریف یې د ژو د پاچایي ټول غړي رانغاړي. د خبرو اترو په ژبه کې یې غیرې ساینسي کارونه پرته له انسان څخه د ټولو ژو لپاره کاریږي.
فایلم | د ډولونو شمېر | په ځمکه کې | په سمندر کې | په تازه اوبو کې | ازاد ژوند کونکي | پرازیتي | |
---|---|---|---|---|---|---|---|
انالیډ | ۱۷۰۰۰ | هو په خاوره کې |
هو | ۱۷۵۰ | هو | ۴۰۰ | |
ارتروپوډ | ۱۲۵۷۰۰۰ | ۱۰۰۰۰۰۰ حشرې |
۴۰۰۰۰ مالاکوستراکا |
۴۹۰۰۰ | هو | ۴۵۰۰۰ | |
برایوزوا | ۶۰۰۰ | هو | ۶۰ – ۸۰ | هو | |||
کورډېټ | ۶۵۰۰۰ ۴۵۰۰۰ |
۲۳۰۰۰ |
۱۳۰۰۰ | ۱۸۰۰۰ ۹۰۰۰ |
هو | ۴۰ پیشو کب |
|
سنیداریا | ۱۶۰۰۰ | هو | هو خو یو څو | هو | ۱۳۵۰ میکسو زوا |
||
اکاینودېرمونه | ۷۵۰۰ |
۷۵۰۰ | هو | ||||
د نرمې تنې حلزون | ۸۵۰۰۰ ۱۰۷۰۰۰ |
۳۵۰۰۰ | ۶۰۰۰۰ | ۵۰۰۰ ۱۲۰۰۰ |
هو | ۵۶۰۰ | |
نېماټوډ | ۲۵۰۰۰ | هو په خاوره کې |
۴۰۰۰ | ۲۰۰۰ | ۱۱۰۰۰ | ۱۴۰۰۰ | |
پلاټي هېلمېنتېز | ۲۹۵۰۰ |
هو | هو | ۱۳۰۰ |
هو | ۴۰۰۰۰ | |
روټیفرونه | ۲۰۰۰ |
۴۰۰ | ۲۰۰۰ | هو | |||
سپنجونه | ۱۰۸۰۰ |
هو | ۲۰۰ – ۳۰۰ | هو |