بدلون

بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۴) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۳\ ۱۳۹۳

خواړه که څومره هم ګټور او مزه دار وي خو چې پرلپسې وخوړل شي زړه وهي او چې یو وار یې زړه وواهه بیا د همېش لپاره د سړي اشتها سوځي.

دغسې که یوه خبره څومره هم د کار او اړینه وي چې تکرار شي اغېز یې کمېږي، په همدې ډول ژمنې چې څومره هم غوړې او ژورې وي خو په بیا- بیا یادولو سره یې اعتبار ختمېږي.

تاسو وګورئ! د افغانستان حکومتو تل خپلو خلکو ته د امیدوارۍ، پرمختګ او ښه ژوندانه وعدې ور کړې خو د عمل په میدان کې یې نه یوازې پلې کړي نه دي چې لا یې پر ضد عمل کړی دی؛ اوس، په تېره بیا د اوسني ملي وحدت حکومت خو بېخې هر څه د ریشخند تر کچې را ټیټ کړي دي او د حکومت مخالفینو خو تر واک مخکې افغانانو ته د ژوند ځمکه سور تبخی ګرځولې ده، دلته دی چې خلک پر سیاستو، تعهداتو او ارزښتو باور بایلې او هر څه درواغ- درواغ ورته ایسي.

ټیک په همدغه توګه د افغان دولت په وړاندې د خلکو شکایتونه، فریادونه او انتقادونه دومره تکرار شول چې نور یي نو خپل ټول ناثیر بایللی او له چارواکو څخه یې غوړ لوښي جوړ کړي او دا هر څه لکه یخې اوبه پر تېرېږی خو یو ټکی یې نه شي پاکولای.

همدغې عینې او ملموسې تجربې ته په پام سره ودان افغانستان ګوند دې نتېجې ته رسېدلی او خپل ټول خلک متوجه کوي چې نور زموږ چیغو او واویلاوو خپل خاصیت د لاسه ورکړی، موږ یوازې په خبرو، ویناوو او نیوکو مدینه فاضلې (ارمانښار) ته نه شو رسېدلای، د دنیا پاکه، صفا او سوتره تجربه مو مخ ته پرته ده، هغه څه چې نورو ته یې فرمایش ورکوو او نورو ته یې د تطبیق اخلاقي الزام متوجه کوو باید اول خپله لستوڼي ورته را بډ وهو.

ته وا دا به د ډېر لوی شرم او جهالت خبره نه وي چې زه ژوند حرکت بولم، په حرکت کې برکت وینم او بل د دغه حرکت و برکت له نعمته برخمنېده غواړم خو خپله چارزانو، لاس تر زنه د لټۍ په کوټه کې لکه بت ناست یم؟

ښایي ځیني په کمترۍ او کمزورۍ معتاد وګړي ووايي چې موږ نو په تش لاس، یوازې سر او بېله کوم مشخص میکانېزمه څه کولای شو؟

هو! دا رښتیا ده چې دغسې څوک هېڅ هم نه شي کولای خو موږ دا بهانه هم پر دروو او دا زېری او دا جرئت ورکوو چې (و.ا.ګ) د یوې منسجمې بشري کتلې د تعهد مېکانېزم او شناخت دی، د (و.ا.ګ) ملګري او بل هر انسان به په یوازې سر هېڅکله سمندر نه شي خو د را یوځای شویو ژمنو ملګرو ټولۍ به ټول په ګډه د خپلې ارادې او تعهد له یوه- یوه څاڅکي څخه لوی څپاند او روڼ سین وبهولای شي.

نور نو نظر و وړاندېز، ژړا و غوغا په درد نه خوري، راځئ چې د (و.ا.ګ) له اصولو سره سم د افغانستان او افغان انسان په وړاندې خپل د اخلاص او رسالت د احساس فقط یو- یو څاڅکی سره را یو ځای کړو بیا به ګورئ چې په خپل کور کې مو هر څه شته او پردیو ته د لاس غځولو او خپلې ابرو په خپله تویولو ضرورت نشته، بیا به د ایران و پاکستان، چین و جاپان، امریکې و روسیې، کاناډا و فرانسې او ټولې پردۍ محتاجۍ خلاص او شرافتمندانه ژوند لرو.

راشئ بالمشاهده یې خپله له نژدې وګورئ! و یې څېړئ! او و یې ارزوئ! چې و.ا.ګ څنګه یو علمي- عملي مېکانېزم دی؛ دا یوازې ادعا نه بلکې د هر چا په مخکې پرته پرانیستې ستراتېژې ده، په باب یې د نظریاتو، مشورو او نیوکو دروازه هم پر دوه مخه خلاصه ده، که په هر ځای کې یې نیمګړتیا وي د بشپړتیا لپاره یې مشترک خواهش شته.

که دا چانس هم ونه وهو او بله چاره و دروازه هم ونلرو بیا نو که د خوشي شکایاتو محشر هم جوړ کړو مثبته پایله به ونلري.

موږ خو د خپلو مثبتو نظریاتو پر بنسټ د عمل په مسیر کې په خوځښت پیل کړی دی که د چا له تمدن، پرمختګ، روښانتیا، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ورورولۍ سره علاقمندي وي، خدای دې یې راولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *